For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
دکتابتون لومړی مخ اسلامي او مذهبي کتابونه پښتو قدوري
د نـفاس بيـان
نفاس هغه وينه ده چه وروسته دكوچنى له زيږيدلونه دښځى له رحيم نه رابهيږى، كومى وينى چه له اميدوارى ښځى نه راوزى او هغه وينى چه دكوچنى دزيږيدلوپه وخت مخكى دكوچنى ترراو تلوله ښځى له رحيم نه راوزى استحاض (مريضى) ده، هم به لمونځ كوى اوهم به روژه نيسى، كه له ښځى نه دلمانځه پروخت مخكى دكوچنى ترراوتلووينه جارى شوه دغه لمونځ به كوى كه ئې اودس كولاى شو اودس دى وكړى كنه تيمم دى وكړى لمونځ دى په ولاړه ياپه ناسته ياپه پروتى ياپه اشاره سره اداكړى كه دلمانځه وخت ورنه تيرشوددغه لمونځ قضاء به راوړى، كم مدت دنفاس حد (اندازه) نلرى ولى ډير مدت ئې څلويښت ورځى دى كه له څلو يښت ورځونه زيادشى نواستحاضه ده، بعضى ښځى كه څه هم له نفاس نه پاكى شى بياهم دوى د نفاس څلويښت ورځى پوره كوى نه دالله (ج) لمونځ كوى اونه ئې روژى نيسى چه دبى علمۍ اوبى خبرۍ نتيجه ده، څرنګه چه دنفاس كم مدت معلوم نه دى نو هر كله چه دوينى جريان ورك شو ښځه به غسل كوى اودخپل پروردګارعالم عبادت به په ښه شوق اوزوق سره كوى. كه دښځى دلنګون نه وروسته دوينى بهيدل ترڅلويښت ورځوبالاشوه اوپخواهم داښځه لنګه شويوه دنفاس عادت ئې شل ياپنځه ويشت يا ديرش ورځى وو نواوس به هم دپخوادعادت سره دنفاس ورځى حسابوى، غسل به كوى له عادت وروسته چه هرڅوورځى تيرى شويوى دهغوورځو دلمونځونو او روژو قضاء به راوړى متباقى ورځى استحاض دى، كه ددغى ښځى عادت دنفاس نه وو نونفاس ئې څـلويښت ورځى دى، حضرت امام ابوحنيفه (رح) او امام ابى يوسف (رح) وايى كه ښځى دوه بچيان وزيږول نفاس ئې له لومړى بچى دراوتلووروسته شروع كيږى، امام محمد(رح) اوامام زفر(رح) وايى چه ددغى ښځى نفاس له دوهم بچى له را وتلووروسته شروع كيږى، څلورواړه امامان موافق دى چه ددغى ښځى نفاس دعدت دتيريدوپه باب ددوهم بچى دراوتلو وروسته شروع كيږى