For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
ادبي ملغلري
كانديد محمد داود ناظ ..
پرده عزت الله پیژا ..
اوس به ماما .. بابرزی
چې بیا هم ښځ .. صفیه صدیقي
غزل کاروان
ګیله لطف الله مشعل
وسپنیز مارغه محب زغم
تشنابونه او .. همت
دوه کلي نورمحمدلاهو
مساپره کوچۍ میرویس جلالزی
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
   ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ اروپايي ټولنې له ايران څخه خپل سفيران وايستل      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ د طالبانو او قبايلو ترمنځ نښته      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ د نشه يي توکو د قاچاق په تور ٩٥ تنو ته سزا ورکول      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ د بلخ والي: په اوسني حالاتو کې د چارواکو لرې کول اړين نه دى      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ ځوانان په ټاکنو کې لږ او کمرنګه رول لري      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ د ولايتي شورا زياد شمېر نوماندان ځوانان جوړوي      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ په تخار كې د ولايتي شورا په يو كانديد بريد شوى      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ کونړ:دخپل منځي شخړدزیاتیدو ګواښ خلک ویرولي      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ په ګومل کي امریکايي څرخي تیاره لویدلې      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ پکتیکا: د زیړوک په ولسوالۍ کې پیل شوي ننۍ جګړه خطمه شوه     
دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه پنځوس ميليونه
وكيل شينوارى

د لنډو كيسو له نوې ټولګې سره دا دى د پښتو د تكړه كيسه ليكونكي ښاغلي عبدالوكيل شينواري د لنډو كيسو دويمه ټولګه چاپ ته چمتو كېدونكې ده . د لنډو كيسو لومړنۍ ټولګه يې څو كاله مخكې د " زړه كلا " په نامه چاپ او خپره شوې ده .
د ښاغلي شينواري د دغې داستاني ټولګې خپراوى به دا خبره په ښه توګه څرګنده كړي چې نوموړى ، د پښتو داستاني ادبياتو له اوسنيو د حساب وړ څېرو څخه يو دى . په دغه مجموعه كې موږ ته ښاغلى شينوارى خپل ځان د يو نوښتګر كيسه ليكونكي په توګه راپېژني او پر داسې موضوعګانو هم قلم چلوي چې زموږ د كيسه ليكنې په روايت او عنعنه كې پرې كه مخكې قلمونه هم چلېدلي وي ، ډېر لږ او استثنايي به وو ، له همدې كبله يې په تېره بيا د كيسې موضوعګانې ډېرې نوې او په زړه پورې دي .
په دغه داستاني ټولګه كې څو نور ټكي هم داسې دي چې په ځانګړې توګه ورته لنډه اشاره په كار ده :
لومړنۍ خبره دا ده چې په دغو كيسو كې د افغاني ټولنې ډېر نوي او تازه واقعيتونه په يوه نوې بڼه ځان راڅرګندوي ، دا تر ډېره ځايه پورې هغه زاړه او سوليدلي واقعيتونه نه دي چې كلونه كلونه پرې زموږ د ليكوالو قلمونو "شخوند" وهلى دى او اوس له هنري پلوه په ډېرو سوليدليو واقعيتونو بدل شوي او له همدې كبله پرې تل ادبي كره كتونكي كره كتنې كړي او په تيره بيا د پښتو كيسه ليكنې په راروانه عنعنه كې يې پرې كله كله د ابتذال ټاپې لګولې دي . په دې ټولګه او د دې ټولګې په بېلابېلو كيسو كې ، ليكوال هڅه كړې ده چې د منځپانګې او موضوع له پلوه ، د داستان ځولۍ له ډېرو نويو موضوعاتو هم ډكه شي .

دويمه خبره دا ده چې ښاغلي ليكوال هڅه كړې ده چې د هغې ټولنې ځينې واقعيتونه هم تر يو ځايه پورې په خپلو دغو هنري هستونو كې ځاى كړي چې ، دى ژوند په كې كوي . ډېر كلونه كېږي چې ښاغلى ليكوال په جسمي لحاظ له هېواده بهر دى . د لويديځې ټولنې د ژوند ځينې اړخونه هم د دغو كيسو موضوع جوړوي ، خو په دې لړ كې هم هڅه شوې ده چې له ډولونو څخه په يو ډول يې له وطن او د وطن له مسايلو سره غوټه كړي .
تر كومه ځايه چې ما ته معلومېداى شي ، په دې ټولګه كې له "اميب" نومې لنډې كيسې پرته نورې كيسې ښاغلي ليكوال هم ډېرې تازه ليكلي او ځينې يې ان چې په كومه خپرونه كې په متفرقه بڼه هم نه دي خپرې شوي او تاسو ادب دوستان او كيسه دوستان يې د لومړي ځل لپاره په همدغه ټولګه كې لولئ .
موږ ته په ځانګړې توګه د خوښې خبره دا ده چې د ښاغلي ليكوال عبدالوكيل شينواري لومړنۍ داستاني ټولګه هم خپله د هغه په خپل لګښت د افغانستان د كلتوري ودې ټولنې له لورې خپره شوه او دا دى د دې لګښت هم په خپله غاړه اخلي او د خپراوي وياړ يې بيا هم ټولنې ته ور په برخه كوي .
د ښاغلي ليكوال د نورو سترو هنري برياوو په هيله ، تاسو د دغو په زړه پورې كيسو لوستلو ته رابولم .

زرين انځور
جرمني ، د كولن ښار
د 2004 كال د سپتمبر شلمه