For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه پنځوس ميليونه
رسوا
اينځرګل چې څنګه له ميدانه راووت او د خپل ملګري ګلاب شاه په موټر كې سپور شو ، نو له ګلاب شاه يې لومړنۍ پوښتنه همدا وه .
- ګلاب شاه ! اوس هم ښكار كېږي ، كه نجونې له پانګوالۍ سره مغرورې شوي ؟
ګلاب شاه په خندا شو :
- يره ما ويل ته به د افغانستان تنګسو له زوره غورځولى يې ، خو چې وينم دې هماغسې وږى او له زوره نه يې وليدلى .
ګلاب شاه هم په خندا ځواب وركړ :
- په څه شي به موړ شم ، زه پوهېدم چې يوه ورځ راځم ، بس همدا خبره وه چې واده مې ونه كړ .
ګلاب شاه حيران شو :
- رښتيا ! تراوسه لا جره يې ؟
اينځرګل ځواب وركړ :
- بس قسم چې دا نجونې به را په ياد شوې كه مې هېڅ نجلۍ ته زړه ورته ، بله دا چې له دې ځايه چې تللى يم ، په افغانستان كې مې كراره ورځ نه ده ليدلې ، ما ويل يوه ورځ به راكډه كېږم ، بيا به ښځه او بچيان چا ته پرېږدم ؟ له وطنه مې لاس مينځلى و ، ما ويل زما په ژوند خوولاكه په قرار شي .
ګلاب شاه په ټوكه وويل :
- هسې نه چې دلته دې ګلونه نه وي كرلي !!
اينځرګل ورغبرګه كړه :
- نه ولاكه مې هېچا ته د هېڅ شي وړانديز كړى وي .
بيا لږه شېبه غلى شو ، خو ګلاب شاه ژر وپوښت :
- څنګه غلى شوې بچوخانه ؟
اينځرګل ځواب وركړ :
- كه رښتيا درته ووايم ، زه چې تلم يوې ملګرې رانه حمل واخېست هغې ته مې سودا وه چې څنګه به شوې وي ، هسې نه چې پلار شوى وم .
ګلاب شاه وپوښت :
- څومره وخت ورسره ګرځېدلى وې ؟
اينځرګل په بيړه ځواب وركړ :
- ايله درې مياشتې ، اوه لس كلنه وه ، لا اتلس كلنۍ ته هم نه وه رسېدلې ، خو د ظالم لور ډېره ښاېسته وه ، كه چېرې وطن ته نه واى تللى ، واده مې ورسره كاوه .
ګلاب شاه وويل :
- شكر وباسه چې نه دي دې كړې ، ما چې كړې ، كومه ښه ورځ مې ليدلې ، دا ښځې له موږ او تاسو سره نه جوړېږي .
بيا يې اينځرګل وپوښت :
- ښه د دې نجلۍ كوم ادرس درسره دى ؟
اينځرګل ځواب وركړ :
- نه ! … همدا چې خبر شوم چې داسې خبره ده ، پښې مې ترې وويستې ، ما ويل هسې نه چې په كوم غضب وانه وړم .
ګلاب شاه وويل :
- ځه ! څه يې كوې ، اوس به واده وي .
دوى په خبرو خبرو كې بيا د ګلاب شاه كور ته راورسېدل .
د ماښامنۍ ډوډۍ وروسته چې ګلاب شاه د اينځرګل سره په پوره بنډار او اوږدو كيسو ستړى شو ، دستي يې اينځرګل ته مخ ورواړاوه او وړانديز يې وكړ :
- اينځرګله ياره ! لويه لار دې وهلې ، ښه پوره به ستړى يې – بس اوده به شو ، او بيا يې په خندا كې خبره داسې اوږده كړه :
- بس سبا ته د شنبې شپه ده ، پخواني يادونه به تازه كړو ، نوو ډيسكو ته به دې بوځم ، چې د افغانستان او جګړې ټول غمونه دې له سره والوزي .
اينځرګل يې خبره ومنله .
- بس چې څنګه دې خوښه وي ، كه نه زه خو د دې ورځې او شپې خُمار ، خُمار يم. ما په افغانستان كې داسې ورځې ليدلي قسم په خداى كه به مې په اونيو ، اونيو سترګه پټه كړې وي … زه له بې خوبۍ او ستړيا سره اموخته يم .
ګلاب شاه ورغبرګه كړه :
- ته خو به اموخته يې ، خو زه چې نه يم .
دواړو په كټ كټ وخندل او بيا بېده شول .
اينځرګل ښه درانه خوب يووړ ، خو په درانه خوب كې تېرو يادونو پسې واخېست، د شوبلو ، راكټو او نورو وسلو مرګوني غږونو ، د كورنو د سوځېدو ، د ولږې ، تنګسو ټولې شېبې يې كره شپه په خوب كې وليدلې .
ګهيځ چې څنګه له خوبه راپورته شو ګلاب شاه ته يې حال تېر كړ .
- يره ګلاب شاه اشنا ! افغانستان او هغه دربدرۍ مې ولاكه دلته هم كه آرام پرېږدي ، يو څه بېګاه ته وكړه چې دا فكرونه مې په بله خوا ولاړ شي .
ګلاب شاه ډاډ وركړ :
- بې غمه اوسه ! داسې سرې او سپينې به درباندې وګورم چې په خوب كې به دې هم نه ولي ليدلي .
اينځرګل له خوشالۍ وغوړېد .
- بس دغه غبره كوه ، او بيا يې ګلاب شاه وپوښت :
- څه فكر كوې ؟ اوس خو په هماغه دم كې نه يو ، څلوېښتم كې ورګډېږم او ګډا هم را نه هېره ده .
ګلاب شاه وويل :
- په زړه څنګه يې ؟
اينځرګل په بيړه ځواب وركړ :
- په زړه خو ولا چې له ( 18 ) كلن نه هم په زور كې يم درې ښځې خو په شرط زړوم.
ګلاب شاه خوشاله كړ :
- بس دغه خبره كوه … دا نجونې اوس له ځوانانو نه پاخه ډېر خوښوي .
اينځرګل موسكى شو .
*** *** ***
د شپې لس بجې وې چې دواړه د براتسلاو يوې نوې پرانېستې ډيسكو ته ولاړل .
په ډيسكو كې ګلاب شاه اينځرګل ته مخ ورواړاوه :
- دا اوسنۍ ګډا زما هم ښه نه ده زده ، بس د دې بار مخې ته اودرېږه ! سترګې جنګوه ، ضرور ښكار په لاس درځي .
ګلاب شاه لا خبره پاى ته نه وه رسولې چې اينځرګل يوې تنكۍ پېغلې په نښه كړ .
اينځرګل په ورو ګلاب شاه ته كړل .
- دا نجلۍ ډېره راګوري ، خو ډېره وړه ده .
ګلاب شاه وهڅاوه .
- ځه امتحان يې كړه .
اينځرګل ژر د ګلاب شاه خبره ومنله ، او نجلۍ ته په بيړه ورنږدې شو ، ځان يې په بيړه وروپېژاند :
- زه اينځر يم .
- زه سونيا يم .
- سونيا ! څنګه دې زه څارلم ؟
- زما اسيايان او غنم رنګه نارينه ښه ايسي .
- خو زه او ته د عمر ډېر تفاوت لرو .
- ما ته مهمه نه ده ، زما پاخه ځوانان ښه ايسي .
اينځرګل سونيا وپوښتله .
- څو كلنه يې ؟
سونيا په بيړه ځواب وركړ :
- 17 او ته ؟
اينځر زړه نازړه له خپل عمره ( 6 ) كلونه كم كړل .
- زه ( 34 ) .
سونيا وخندل :
- زما د پلار په ځاى .
خو بيا يې جدي بڼه ونيوه .
- هسې ټوكه كوم ، كه ( 40 ) كلن هم اوسې ، پروا نه كوي ، خو له دې د زيات عمر نارينه نه شم زغملى .
اينځرګل د خوشالۍ له احساسه سره سره خورا حيران و ، خو سونيا يې حيرانتيا ژر له زړه والوزوله :
- ولې د نڅا ميدان ته نه راګډېږې ؟
اينځرګل ځواب وركړ :
- چې لږ مې سر ګرم كړم … بيا به درشم .
له دې وروسته اينځر تر سهاره اوږې وغورځولې . د نڅا په پاى كې سونيا له اينځره رخصت واخېست او د بيا ليدو لپاره يې ځاى وټاكه ، كله چې يو له بله بيلېدل ، نو اينځر په ورو خپلې شونډې د سونيا شونډو ته ورنږدې كړې ، ترڅو يې له رودلو لږ څه خوند واخلي ، خو سونيا ژر ټېل واهه .
- نه ! نه ! دومره ژر نه ، زه دومره اسانه نه يم ، يوازې مخ يې د هغه په مخ ولګاوه او د خپل كور په لور رهي شوه .
اينځر د تېرې شپې په څېر افغانستان او د جګړې كړاوونه په خوب كې نه ليدل ، دا ځل يې ټوله شپه د خوبونو مېلمنه سونيا وه او چې څنګه له خوبه راكښېناست، بيا د هغې په چُرت كې ډوب شو ، او مازيګر يې ملاقات ته ورغى .
سونيا له خوشالۍ په غېږ كې ونيو ، او اينځر يې شونډې لا خپلو شونډو ته نه وې نږدې كړې چې د سونيا د مور د تېلفون زنګ راغى ، مورې وپوښتله :
- سلام سونيا ! چېرې يې ؟
سونيا ځواب وركړ :
- له خپل نوي ملګري سره .
مور يې پوښتنه وكړه :
- دا دې لومړى ملاقات دى ؟
سونيا ځواب وركړ :
- هو مورې !
- مور يې وپوښتل :
- څوك دى ؟
- يو غنم رنګه اسيايي ، وايي د افغانستان يم .
مور يې حيرانه شوه .
- هم ( 34 ) كلن او هم د افغانستان ؟
- هو مورې ! پاخه ډېر مهربانه وي – ځوانان په مينه كله پوهېږي .
- زه مشوره نه دركوم ، لورې ! خو چې ټينګار كوې ، سبا يې كور ته راوبوله .
سونيا خوشاله شوه او اينځرګل ته يې مخ كړ :
- پوه شوې چې مور مې څه وويل ؟
اينځرګل ځواب وركړ :
- نه .
سونيا وويل :
- بس سبا زموږ مېلمه يې ، مور مې غواړي ، تا وويني ، د هغې تصديق ضرور دى .
اېنځرګل وپوښتله :
- مور دې څو كلنه ده ؟
- بس ستا همزولې ( 35 ) .
اينځرګل وويل :
- كه زما مخالفت وكړي ؟
سونيا يې اندېښنه په بيړه ځواب كړه :
- مه وېرېږه ، كه مخالفت هم وكړي ، زما مخه نشي نيولى . زه د مور درناوى لرم، خو مينه ، مينه ده ، ته مې اوس په زړه كې ناست يې .
اينځرګل په بيړه ښكل كړه او مشوره يې وركړه :
- په دې عمر كې دې مور حق لري چې تا وڅاري .
سونيا يې په پلوۍ وويل :
- مور مې ګرمه نه ده ، په همدغه عمر كې يې په يو چا زړه بايلود او له هماغه لومړني كوروالي يې زما نطفه په جوړېدو شوه ، خورا بيرېږي چې زه يې په برخليك وانه وړم .
بيا يې اينځرګل ته وويل :
- خو ګوره زه دومره اسانه او ساده نه يم چې په مينه دې پوره باوري نه شم ، غېږې ته دې بېدېدو ته نه درځم . ان نه غواړم شونډې مې ورودې .
له دې وروسته يې پوره چكر سره وواهه ، او بيا سره له يو بله بيل شول .
سبا اينځرګل نېغ د سونيا كور ته ورغى او له رسېدو سره سمدستي يې د دوې د كور زنګ وواهه :
سونيا يې هركلى وكړ ، په خوشالۍ يې دروازه پرانېستله او كور ته يې دننه كړ .
اينځرګل په بيړه پوښتنه وكړه :
- مور او نوره كورنۍ دې چېرته دي ؟
سونيا اوسيلى وويست او په ژړه غوني غږ يې وويل :
- زه له مور سره يوازې ژوند كوم ، دا مې تېره ورځ هم درته وويل ، پلار مې نه دى معلوم ، مور مې پوهېږي ، خو له ما هر څه پټوي او ښايي هغه يې هم پوره درك ونه لري .
اينځرګل حيران شو :
- دا څنګه ؟
سونيا ځواب وركړ :
- مور مې وايي چې هغه كوم اسيايي محصل و ، د تحصيل وروستۍ شېبې يې وي . خدايزده نوم به يې هم سم وركړى وى و كه نه !؟
او د هېواد په باب يې هم زما مور شكمنه ده .
د اينځرګل حيرانتيا نوره هم لوړه شوه :
- دا څه وايي !؟ څومره سره وګرځېدل ؟
سونيا ځواب وركړ :
- له مياشتې هم كم .
اينځرګل مخامخ هېندارې ته ځير شو او بيا يې په سونيا سترګې خښې كړې ، په اوږدو چُرتونو كې لاړ ، خو د دروازې د زنګ ناببره غږ يې چُرتونه ژر والوځول .
- سونيا له خوشالۍ چېغه كړه :
- هغه دې چې مور مې راغله .
او بيا يې د دروازې په لور منډه كړه :
دروازه په بيړه پرانېستل شوه ، د اينځرګل چې څنګه په هغې سترګې ولګېدې ، بيا په درنګ شېبه كې له حيرانتيا سور راواوښت ، غړي يې له وارخطايي سست شول . له خولې يې بې اختياره ووتل :
- اوه ! لويه خدايه ! دا كومه معجزه راښايي ، … دا خو هماغسې ښاېسته پاتې شوې ، بيا يې بې اختياره چېغه كړه :
- تانيا ! ما وبخښه !
په تانيا هم خولې راغلې او له غوسې تكه سره شوه ، وار له واره په سپكو سپورو شوه :
- بې وفا ! بې وجدانه !
خو سونيا ژر مداخله وكړه :
مور يې صبر وكړه ! څه خبره ده ؟ ته يې پېژنې ؟ ما ته خراب سړى نه ښكاري .
اينځرګل په زاريو شو :
- هو سونيا ! زه خراب سړى يم ، ستا مور په حق ده .
هغه غوښتل خپلو خبرو ته دوام وركړي چې سونيا وپوښت :
- ته نو له كومه زما مور پېژنې ؟ … ته څوك يې ؟
نور نو تانيا صبر ونه كړ په احساساتي بڼه يې له خولې راووتل :
- ته ړنده يې … دواړه په آئينه كې وګورئ !
سونيا نوره هم حيرانه شوه :
- ولې آئينه !؟
تانيا نوره ټينګه نه شوه :
- دا بدمرغه دې پلار دى !؟
بيا يې دوعا وكړه :
- يا مسيح ! ښه شوه چې په خپل وخت مې مرستې ته راغلې ، زما لور به اوس له خپل پلار سره څه كارونه نه وو كړي .
د اينځر له خولې هم چېغه شوه :
- اوه ! لويه خدايه ! دا څه معجزې راښايي – په خپله سكنۍ لور دې مئين كړم ، دا څه رسوايي ده .

براتسلاو – سلواكيا
د 2003 د اكتوبر 25