For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
ادبي ملغلري
دپرون پتي انجنيرشهزاده ..
څلوریځه شيرين اغا جها ..
نظم نبیله وفا
كانديد محمد داود ناظ ..
پرده عزت الله پیژا ..
اوس به ماما .. بابرزی
چې بیا هم ښځ .. صفیه صدیقي
غزل کاروان
ګیله لطف الله مشعل
وسپنیز مارغه محب زغم
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
   ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ اروپايي ټولنې له ايران څخه خپل سفيران وايستل      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ د طالبانو او قبايلو ترمنځ نښته      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ د نشه يي توکو د قاچاق په تور ٩٥ تنو ته سزا ورکول      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ د بلخ والي: په اوسني حالاتو کې د چارواکو لرې کول اړين نه دى      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ ځوانان په ټاکنو کې لږ او کمرنګه رول لري      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ د ولايتي شورا زياد شمېر نوماندان ځوانان جوړوي      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ په تخار كې د ولايتي شورا په يو كانديد بريد شوى      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ کونړ:دخپل منځي شخړدزیاتیدو ګواښ خلک ویرولي      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ په ګومل کي امریکايي څرخي تیاره لویدلې      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ پکتیکا: د زیړوک په ولسوالۍ کې پیل شوي ننۍ جګړه خطمه شوه     
دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه پنځوس ميليونه
كركه
نن شپه رستورانت له هره پلوه ډېر په زړه پورې و ، هم د ساز ډله نوې وه او هم د سندرغاړو ساز او اواز ډېر زړه راكښونكى و ، رستورانت ته راغلي مېلمانه هم خورا ډېر ډولي او فيشني وو ، د راغليو نجونو يوې په ښكلا او ښاېست كې كمى نه و او هرې يوې له لېرې د سړي پاملرنه د ځان په لورې اړوله ، تر ټولو مهمه دا چې نن زاړه او د پاخه عمر كسان ډېر كم په نظر راتلل او داسې وختونه به كله كله پېښېدل ، بله دا چې نن د رستورانت مېزونو او د ناستي چوكيو هم بدلون كړى و او ټول خورا نوي او ښاېسته برېښېدل .
حسن به تل له خپلو دوو ملګرو سره دلته راته او تل به د شپږ كسيز مېز تر شا كېناستل ، نن يې بيا بخت وېښ و ، پر مېز مخامخ ورته درې حسينو نجونو ځايونه نيولي وو ، دوى خورا چټي پېغلې وې ، خو يوه نسبتاً د پاخه عمر لرونكې وه ، خو ډېره سخته وه چې په هغې دې د يوې تنكۍ پېغلې مينه ماته نشي ، جګه لوړه دنګه وه ، وېښتان يې تور او په ډېر عالي سويه يې خپلې زلفې په خپلو اوږو راخپرې كړي وې ، له نازك كميسه يې تيونه چې ښه ځيرېدې له ورايه معلومېدل چې ننداره يې خورا خوندوره وه ، د سر له پاسه يې د وېښتانو چتر هم حيرانوونكى و او دې يې د عالي فېشن نماينده ګي كوله ، سترګې يې غټې او وريځې يې تورې وې او د نورو اروپايانو په خلاف يې نه وي خرييلې ، ښايي د شرقيانو دغه احساس يې ښه اېسېدلى و . د هغې شونډې هم د پخو انارو په څېر وې او هېڅ ډول رنګ يې پرې نه و مښلى ، د هغې هر څه د تعريف او ستاينې وو، خو د هغې سرو غومبرو د هغې د څيرې په جوړونه كې تر ټولو لوړ ځاى درلود او چې كله به موسكۍ شوه ، نو د ډېره لېرې به يې د سرو غومبرو د ځلا پړك سترګې وبرېښولې .
په رستورانت كې ناستې نجونې يوه هم د دې په منګ نه وه ، خو د هغې حسينې څېرې له هر چا زړونه كښلي وو او د ټولو سترګې يوازې د دې په لور كږې وې .
حسن او ملګري يې هم له هماغه پيله په دې ګرم شول ، دواړو جوړو تر ډېره وخته يوه بل ته هېڅ ونه ويل او هر يوه جوړه بلې ته د خبرو او پېژندنې د وړانديز په انتظار و ، يوازې د سترګو په رنګارنګ كتلو يې د يوه بل حركات څارل ، خو د ساز او سندرو د پيل درشل و چې حسن او ملګرو يې دغه سكوت مات او دوى ته يې د پېژندنې وړانديز وكړ د هغوى ځواب مثبت و او بيا هرې يوې ځان ور وپېژاند :
- ناديا
- ناتاشا
- تانيا
د پاخه منګ ښكلې ښځه ناديا وه چې تر ټولو يې ځان اول ور وپېژاند حسن په خندا كې خپلو ملګرو ته په هماغه لومړي ځل وويل :
- بس همدا پخه يې زما .
له دې وروسته د دوى د پېژندنې په وياړ د پيالو د پورته كېدو وړانديز وشو او لا يې پيالې په سر نه وې رااړولې چې بيا سازيانو په ساز پيل وكړ ، هر يو پاڅېد او دوى يې نڅا ته راوبللې .
نڅا خورا په زړه پورې وه ، له يوې خوا د سازيانو مست ساز او سندرو او له بلې لورې د برېښنا د شنو ، سرو ګروپانو پړقېدل او لګېدل ، رستورانت ته پوره ښكلا وروبخښله ، د نجونو نڅا ، اتڼوڼو او د دوى مستو خنداګانو زړونه تخڼول او نازول. ښه شېبه ونڅېدل او د نڅا په جريان كې يې ډېرې كيسې يوه بل ته سره وكړې . دواړه لورې يو له بله خورا راضي وې او چې لا ساز څه شېبه غلى شوى نه و ، تر پايه يې نڅا ته دوام وركړ ، خو كله چې ساز د لنډ وخت له پاره ودرېد ، نو د معمول په توګه دوى هم بېرته خپلو مېزونو ته ستانه شول . بيا يې څو څو ځلې پيالې په سر راواړولې او چې تر هغې يې دوه درې ځلې پيالې ډكې او تشې كړې. ساز بيا وغږول شو ، او د سندرغاړو مستو سندرو زړونه وتخڼول ، دوى هم په پوره شوق نڅا ته بيا ور ولاړ شول ، خو دا ځل ناديا هغه د پاخه منګ ښكلې ښځې حسن دوى بدرګه نه كړل . هغې تا به ويل په مېز سليخ شوي وي ، له ځايه هېڅ راونه خوځېده او په خپل ځاى يې په څوكۍ ټينګه تكيه ووهله .
- اوه ! خدايه ! هغه ولې داسې برګه او مچو چيچلې ده ښايي زموږ له كوم ملګري كومې خطا سر وهلى وي .
دا او دا څېر ډېرې خبرې د حسن په زړه كې وګرځېدې . په بيړه يې د نڅا ميدان پرېښود او د دې د احوال په لټه د دې خوا ته ورنږدې شو .
- سلام ! ګرانې ! ولې خوابدې يې څه مرسته كولى شم ؟
خو د هغې هركلى خورا سوړ و ، هېڅ ځواب يې وانه ورېد . لږ څه شېبه وروسته يې ورو ، خو د غضبه ډكه خبره وكړه :
- له تاسې كركه لرم مه رانږدې كېږه !
دې خبرې لكه اسماني تندر د ده په سر كې څړيكې وكړې . نه پوهېده څه وكړي او څنګه يې خبره ورغبرګه كړي او چې غوښتل يې خپل عكس العمل څرګند كړي ، له لېرې يې ملګرو او ورسره نڅېدونكو پېغلو د سر په اشاره د نڅا ميدان ته راوباله . هېڅ يې ونه ويل ، او په ورو شان د نڅا ميدان ته ورګډ شو ، خو اوس نڅا او ساز دواړه په ده بد لګېده او هر څه يې اوس د خپلو ملګرو او د مېز د نجونو د طبعې په خاطر كول . په ده كې اوس د خوښۍ احساس مړ و . په ناديا چې څومره ژر مئين شو ، هومره ژر يې په زړه كې كركه هم وكرل شوه .
ناديا خپلې سترګې د دوې په لور نيولي او د هر ليد او كتلو يې د دښمنۍ او تربګنۍ اور بليږي ، د دوى له هر حركت سره يې افسوس كاوه ، اوسيلي يې ويستل او بيا له ځانه سره څه وايي .
د حسن بيا طاقت ونه شو ، خو چې د ورتلو تكل يې كاوه ، بيا ساز غلى او دى هم بېرته له خپلو ملګرو سره خپل مېز ته راوګرځېد ، دا ځل د ناديا له خولې بې اختياره ووتل :
- اوف ! چې څوك زما ستاسې په وطن كې مړ واى .
د حسن يوه ملګري په حيرانتيا وويل :
- دا څه پرتې وايي ، لكه چې نشه وي ؟
حسن په بيړه په غوسې ځواب وركړ :
- ښه جوړه ده ، اصلاً ډېره بې حيا او لوى سترګې ده .
د دوى په دې وضعيت لكه چې د مېز نورې نجونې هم ورسېدې ، يوې په ورو شان وويل :
- دا احمقه لكه چې نشه شوه ، پام مه ورته رااړوئ .
بيا يې ناديا ته مخ وروګرځاوه !
- ناديا ! ولې داسې احمقه شوې ، دوې هرڅنګه چې وي مسافر دي ، مېلمانه دي.
- خو د ناديا احساس او كركه هماغسې تاوده وو .
- آه ! ما به دوى ته دا نڅا ښوولې واى ، چې څوك مې هلته مړه واى .
او د ده د دې خبرې سره د حسن يوه ملګري مخ ورواړاوه ، او په قهر يې وويل :
- څه دې كولى شول ؟ اوس دې هم څه چې د وسې پوره وي ، درېغ يې نه كړې .
بيا د هغې بلې ملګرې مخ ورواړاوه :
- ناديا ! هيله كوم دا رستورانت دى ، نه د كرملين ماڼۍ دا د تفريح او پام غلطۍ ځاى دى ، نه د رياست او ديپلوماسۍ .
او بلې يې په پلوۍ وويل :
- ناتاشا رښتيا وايي دا زموږ او د دوى خبرې نه وي ، دا د برژنيف او كارمل خبرې دي دوى او موږ عادي خلك يو .
خو په ناديه هېڅ خبرې اغېزه نه درلوده او د پخوا په څېر يې پرله پسې دغه يوه جمله تكراروله :
- كاشكې زما څوك ستاسې په وطن كې مړ واى تاسې ته به ما دا نڅا درښوولې واى .
دوى په همدې جنجال كې و ، چې بيا ساز او اواز د رستورانت چوپتيا ماته كړه ، تر خوا ناستو نجونو بيا دوى ته د نڅا په لور بلنه وركړه ، ټول سره د دې چې د نڅا مينه يې ناديا په ډېره بېرحمۍ وژلې وه ، ورسره په ډېر سړښت له ځايه پورته شول .
دا ځل نه يوازې حسن ته نڅا ستړې كوونكې وه ، بلكې د دواړو ملګرو چُرت يې هم ښه نه و او دوى هم په هغه شور او قوت سره نه شو نڅېدلى . او چې ورسره نڅېدونكيو نجونو يې دغه حالت احساس كړ ، نو دستي بيا يوې وړانديز وكړ :
- زه پوهېږم چې نادانې ناديا ستاسې افكار ګډوډ كړل او خوشالي يې له تاسې وتختوله ، خو خيال پرې مه ساتئ !
او بلې د دې خبره ورغبرګه كړه :
- ناتاشا رښتيا وايي هغه هسې لېونۍ ده ، پروا يې مه ساتۍ !
بيا يې ناتاشا ته مخ راواړاوه :
- څنګه خوښه دې نه ده ، چې يو دوه پيالې پورته كړو ، د دې خلكو فكر بايد بلې خوا واوړي .
او د ناتاشا په ځاى زموږ ملګري ځواب وركړ :
- په ځاى خبره ده هر څه ستړي كوونكي دي ، نور هېڅ شى خوند نه راكوي ، فكر بايد بلې خوا ته لاړ شي .
او دوى ټولو يوه بل ته د تاييد په ډول سرونه وښورول ، او له ځايه روان شو ، خو هلته هم له ورايه د ناديا تروې تنډې او د دوى په ادرس له ځانه سره د سپكو سپورو زمزمې د دوې په ذهن كې عجيبه ننداره جوړوله . دوى هرڅنګه چې وو ، زړه لوى كړ ، او په مېز كېناستل ، خو په ناستې يې د ناديا ټنډه هم لكه پښېمانه شوې چې وي ، وغوړېده . له خولې يې هېڅ نه راكښل او قرار په خپل ځاى ناسته وه .
ناتاشا دستي په ټوكو كې وويل :
- ناديا ! لكه چې عقل دې سر ته راغلى دى ؟
ناديا هېڅ ونه ويل نه ! ښه ! او نه بد .
بيا تانيا خبرې پيل كړې :
- څنګه ناديا لكه چې د چلنده دې پښېمانه يې ؟
ناديا هماغسې چوپ وه ، او لكه چې بې ځوابه وه ، ناڅاپه ناديا په خبرو راغله خبرې پرېږدئ ! راځئ چې پيالې پورته كړو !
ناتاشا ځواب وركړ :
- موږ هم د څكلو لپاره ميدان پرېښود ، خو له تا هيله كوو ، چې سياست شا ته واچوې او نور زلميان خوابدي نه كړې .
ناديا بيا ځواب ورنه كړ ، او لكه چې څه يې نه وي اورېدلي ، خو لږ ځنډ وروسته يې بيا خپله غوښتنه تكرار كړه :
- خبرې پرېږدئ ! پيكونه پورته كړئ !
پيكونه ډك او په لاسونو كې ونيول شول ، حسن غوښتل يو څه ووايي ، خو ناديا ترې لومړۍ او د خبرو وار يې واخېست :
- زه به يو څه ووايم خو له تاسې ټولو هيله كوم ، زما شعار بدرګه او تاييد كړئ!
حسن او ملګرو ټولو د تصديق سرونه وښورول . هغې په داسې حال كې چې لاسونه يې رېږدېدل او غومبري يې د احساساتو سره رااوښتي وو ، په زور راغږ كړ :
زما خبرې اورئ !؟
ټولو ځواب وركړ :
- هو ، ډېر ښه .
- نو پيالې پورته كړئ !
ټولو پيالې پورته كړې .
ناديا شعار پيل كړ :
- ستاسې د نابودۍ په هيله !
او پياله يې بې اختياره په سر راواړوله .
دې خبرې په ټولو لړزه راواسته ، حسن او ملګري يې حيران دريان شول ، حسن غوښتل څه ووايي ، خو ناتاشا پرېنښود او ناديا ته يې كلكه څپېړه وركړه ، خو ناديا د هېڅ او هېچا پروا ونه كړه ، او دا ځل چې تر څو د ټولو پام كېده ، د ودكا پاتې بوتل چې نيمايي ته رسېدلى و په يوه ساه ټول په سر راواړاوه . په لږه شېبه كې په رستورانت كې عجيبه ننداره جوړوه شوه ، سازيانو ساز ودراوه او د رستورانت مسوول د رستورانت د تړل كېدو اعلان وكړ ، ناديا لكه حلال كړى حيوان په زمكه پړمخې برابره غځېدلې وه له خولې يې ځګونه ختل او د بې هوښۍ په نړۍ كې ډوبه وه .

كابل ، د 1370 هجري لمريز د حمل 25