For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه پنځوس ميليونه
اميب
لا په شپږم ټولګي كې وم ، چې د اميب له نامه سره د بيولوژۍ د كتاب په مرسته اشنا وم . په دې اړوند مې لوستي وو : اميب يو حُجروي حيوان دى … په سترګو نه ليدل كېږي … او يوازې د مايكروسكوپ له لارې انسان كولى شي ، هغه وويني … هغه د هاضمې جهاز د ګډوډۍ او اختلال سبب ګرځي ، او د اميبياز (اميبي پېچش) ناروغي پيدا كوي … خو په هغه وخت كې ما د دغه حيوان او د هغه څخه د راولاړو شوو ناروغيو خيال نه ساته ، ځكه په هغو كلونو كې د ډېرې خرابې حفظ الصحې سره سره ډېر كم ناروغېدم ، او چې كله به ناروغه هم شوم ، له ګوليو او ستنو مې ډډه كوله ، يوازې كورنۍ دوا به مې كاروله ، او يا به هم كوم يوناني طبيب ته ورتلم ، خداى به ژر ښه كړم .
وروسته له ډېرو كلونو كله چې د ځوانۍ باد زما په وجود راوالوت او ښوونځى مې هم په بريالۍ توګه پاى ته ورساوه ، يوې سختې ناروغۍ راڅخه غېږه تاوه كړه . تل به مې له سرخوږۍ ، پېچ ، نفخ او باد … نه سر ټكاوه . له دې سره جوخت مې رنګ هم مخ په زيړېدو شو ، او ډنګرۍ ته مې هم مخه كړه . ما چې د خپلې كورنۍ عنعنې له مخې د معاصرو ډاكترانو او درملو ډډه كوله ، له يوناني طبيبانو خورا ډېر درمل او دارو وخوړل ، خو هېڅ شي ګټه راونه رسوله . په دې سبب له يوه كال يوناني تداوۍ وروسته اړوتم ، د ښار يوه ډاكتر ته چې د داخلي ناروغيو تخصص يې له بهرني اروپايي هېواده راوړى و ، ورشم . داكتر ته ډېرو ناروغانو وار نيولى و ، او د هر چا له خوا يې د تعريف او تمجيد خبرې كېدې ، ما چې دغه خبرې اورېدې ، نو په زړه كې مې د ښه كېدو هيله په پوره كېدو په نظر راغله . وروستى وار زما و ، كله چې ورحاضر شوم ، هېڅوك نه و ، او دا مې ډېره ښه خبره بلله ، ځكه فكر مې كاوه ، چې ښه او ډېر به مې سر ترپايه وګوري ، وروسته له كتنو يې لابراتوار ته واستولم .

سبا مې لومړى وار نيولى و ، دستي څنګه چې ورننوتم ، د لابراتوار د كتنې پاڼه مې ورښكاره كړه . د سترګو په رپ كې يې له نظره تېره كړه :
- ما هم همداسې فكر كاوه .
غوښتل مې پوښتنه وكړم .
- … كوم مرض دى ؟
خو دى راڅخه ړومبى شو :
- اوبه مو د نل دي كه د څاه ؟
- د څاه دي صيب !
- څاه مو ژوره ده ؟
- نه په كرايي كور كې اوسېږو ، شاوخوا مو ټول كورونه خام دي .
ډاكتر د هر څه : كور ، حفظ الصحې ، اقتصادي وضعې … په هكله خورا ډېرې پوښتنې وكړې ، او ما هم مناسب ځوابونه وركړل . وروسته له پوښتنو يې د نسخې په ليكنه پيل وكړ :
- دا نسخه به دې جوړ كړي ، خو ګوره چې د څاه اوبه ونه څكې ! … مېوه او تركاري بايد تل په پټاسو پرېمينځې ! له ګرد او دوړو هم ځان لېرې ساته !
*** *** ***
د ډاكتر د لارښوونې سره سم مې ټوله نسخه استعمال كړه ، د روغتيايي رژيم ، پرهېز او نظافت په هكله مې هم د هغه ټولې لارښوونې پرځاى كړې . په رښتيا چې دا هر څه ګټور وختل ، د نسخې په پاى كې مې په روغتيا كې بدلون راغى . له وجوده مې هم د ناروغۍ ډېرې نښې لېرې شوې ، بڼه مې بېرته تر او تازه شوه ؛ ډنګري هم څه نا څه وركه او له منځه ولاړه ، د كسالت او ستړيا احساس مې هم مخ په كمېدو شو ، لنډه دا چې بېرته پخواني حال ته د ورتلو په لاره سم شوم .
*** *** ***
خو دا هر څه ډېر لنډ وو ، كال لا نه و تېر چې بېرته مې هماغه ناروغي او كړاو د وجود مېلمه شو . دا ځل هغې داسې زما په وجود لنګر واچاوه ، چې د هېڅ درمل زور پرې ونه رسېد ، كه جوړ به هم شوم ، دا به ډېر لنډ ، او د دوو دريو مياشتو به يې تېرى نه كاوه . بله دا چې دارو درملو مې هم په وجود ډېره بده اغېزه وكړه ، د هغو د كارونې په وخت كې به تل بې اشتها ، ګنګس او بې هوښه وم ، ګولۍ او شربتونه به مې هم په ډېرې سختۍ له ستوني تېرېدى ، او د ستنې په ليدو به مې د ورايه په زړه ساړه ننوتل ، او غونى به مې رېږدېده .

دې حال مې نه يوازې د هاضمې په جهاز ، اشتها … بده اغېزه وكړه ، بلكې عصبي سېستم يې هم راته ګډوډ كړ ، حافظه مې تر ډېرې اندازې له لاسه وركړه ، په اندك خبره به خفه او رنځېدم ، غوسه به مې هم ډېره ژر راتله .
*** *** ***
دې حال څو كاله دوام وكړ او د هرې ورځې په تېرېدو سره به مې حال نور هم خراب او خړپړ كېده ، تر دې چې له ژوند نه مې لاس وڅانډه ، او د مرګ شېبې ته سترګې په لاره كښېناستم ، نه يوازې مې لومړنى معالج ډاكتر علاج ونه شو كړاى ، بلكې د ګڼو پروفيسورانو نسخې هم زما په اميب غالبې نه شوې . كله چې به مې درمل استعمال كړ اميب به هم ورك شو ، خو چې يوې څو مياشتې به لا تېرې نه وى ، لابراتواري كتنو به بيا اميب ښوده .

د ډېرو درملو استعمال تر دې زما په طبيعت او مزاج بد ولګېده ، چې په معاصر طبابت مې بېخي باور لاسه وركړ ، او بېرته مې يوناني طبابت ته مخه كړه . خو يوناني طبابت هم دا ځلې د پخوا په څېر نه و ، هېڅ يې د توانه نه پوره كېدل ، په دې وجه مې د هر څه زړه تور شو ، او په دې لاره كې مې ټولې هلې ځلې او زيار بې ګټې په نظر راغلل . همدا خبره وه چې ډېر به مرض نه وم پسې اخېستى ، هېڅ طبيب ته به نه ورتلم ، او نه به مې په خپل سر كوم درمل اخېستل .
*** *** ***
داسې وخت راورسېد ، چې زه يو بهرنى اروپايي هيواد ته د تحصيل له پاره واستول شوم ، ډېر خوشال وم ، نه يوازې دا چې ښه تحصيلات به وكړم او د بهرني متمدن فرهنګ او خلكو سره به له نږدې اشنا شم ، بلكې په دې وجه هم ډېر خوښ وم ، چې هلته په اميب د ككړېدو امكانات ډېر محدود و ، ځكه د نل اوبه ، عصري بيت الخلاوې ، كانكريتي سركونو او پاركونو … موجوديت د اميب وېره له منځه وړه ، او زه په دې كلك باوري وم ، كه يوځلې هلته د اميب له شره وژغورل شم ، بيا به هېڅكله له هغه سره مخامخ نه شم ، او نه به هم له هغه څخه راولاړې شوې ناروغۍ زما په وجود كې ځالې وكړې . همداسې هم وشول ، څنګه چې ورسېدو ، د ټول ګروپ صحي معاينات پرته له دې چې څوك روغ او كه ناروغ و ، تر سره شول . لابراتواري كتنو زه نور روغ وبللم ، د وينې معاينې وې او كه د وجود د مختلفو برخو دارډيوګرافي ټول سلامت وو ، خو غايط موادو دلته هم زما د اميب ګواهي وركړه ، له هماغه پيله دستي بستر شوم ، او لا مې اوه ، لس ورځې نه وې تيرې چې روغ ، رمټ له روغتونه رخصت شوم ، د روغتون د داخلي ناروغيو ټولو ډاكترانو تصديق كړه ، چې زه اوس روغ يم . خو له دې سره سره بيا هم زه په خپلې روغتيا باوري نه وم ، او ګڼله مې چې بيا به راباندې هجوم راوړي، خو زما خيالونه او تصورات ټول غلط وختل . زه بيا دلته ډېر كلونه ناروغ نه شوم، په بريالۍ توګه مې خپل لوړ تحصيلات پرمخ بيول . له شپږ كلن تحصيل وروسته مې د لوړو تحصيلاتو عالي دېپلوم په لاس راوړ ، او بېرته هېواد ته راستون شوم .
*** *** ***
پوره څو مياشتې وې ، چې ښه روغتيا مې لرله ، راسپارل شوې چارې مې په ډېرې ښې توګه پرمخ بيولې . هاغه پخوانى اندېښنې چې د وېجاړې روغتيا په هكله راسره ملګرې وې ، ټولې هېرې شوې وې . او ځان مې پوره روغ ، رمټ انسان بللو ، خو لا څلور – پنځه مياشتې نه وې تېرې ، چې بيا د نس په درد ، د هاضمې د جهاز په ګډوډۍ اخته شوم ، خو دا ځل ما د پخوا په څېر نه ګڼله چې بيا د اميب په منګولو كې پرېوتى يم ، بلكې تصور مې كاوه ، چې د نامناسبو خوړو په وجه راته موقتي كوم رنځ پيدا شوى وى ، په بيړه ډاكتر ته ورغلم ، د تكليف ټول حكايت مې ورته تېر كړ . ډاكتر د خپلو معايناتو وروسته لابراتوار ته بيا واستولم دا ځل بيا لابراتواري كتنو اميب ښوده . كله چې ډاكتر ته د دوهم وار له پاره د لابراتواري كتنې د پاڼې سره ورغلم ، ډېره مې بڼه خرابه وه ، ډاكتر لكه چې سمدستي د پاڼې په ليدو سره په هر څه ورسېد ، په دې خاطر يې د ډاډينې له پاره وويل :
- كوم سخت رنځ نه دى … روغېږي .
په شكمنه توګه مې خبره ورغبرګه كړه :
- ښه ! … خير يوسې ډاكتر صاحب !
ډاكتر بيا پاڼه مخې ته كېښوده ، او ځانه سره په خبرو شو .
- اميب … هى هى … په دې وطن كې څوك له دې بلا خلاصېدى شي ؟
دا مې نن لسم ناروغ دى ، چې په اميب ككړ دى .
او بيا ما تكرار كړه :
- تاسې رښتيا وايي ، زه اميب لرم .
- بلې ! … د نظافت پام ساته ! … دا نسخه دې ضروري ښه كوي .
پوښتنه مې وكړه :
- پرهېز مې څه شيان دي ؟
ځواب يې راكړ :
- نور هر څه خوره ! يوازې له خامې مېوې او تركارۍ څه وخت پرهېز وكړه ! … د څاه اوبه هم درته ښې نه دي . يا اوبه ګرموه ، او يا د نل اوبه كاروه … له دوړو او ګردونو هم ځان ژغوره .
دستي يې په خبرو كې ورټوپ كړل :
- په دې هر څه پوهېږم … زه د اميب سره پوره بلدتيا لرم .
ډاكتر چې څنګه واورېدل ، په بيړه يې په نسخه كې كوم بل قلم هم ورزيات ، او درې وړې كرښې يې په پاڼه راښكودې ، چې د نسخې د درې ځلې تكرار معنا يې وركوله . بيا يې وويل :
- چې داسې ده … دا نسخه به درې ځلې استعمالوې … ضرور به ښه شې .
د ډاكتر نسخه مې راواخېسته ، او زړه نازړه مې د هغې په استعمال پيل وكړ . پوره څو مياشتې ناروغي وركه وه . ګومان مې وكړ ، لكه چې له شره يې خلاص شوم ، خو يو كال تېر نه و ، چې بيا ناروغي تكرار شوه . او په دې توګه مې بيا د څو تېرو كلونو حال واحوال شو … ښه كېدم به ، او بېرته به ناروغېدم . د مطلقې روغتيا پته هېچېرې نه لګېده ، ټولې هيلې برباد شوې . بېرته د مرګ نيټې ته سترګې په لاره شوم .
*** *** ***
دا ځل مې پرېكړه وكړه ، چې هېڅ طبيب ته به ځان نه ورښايم ، يا به ومرم ، او يا به پخپله ښه شم ، خو يوه ورځ چې مې ناروغي د مرګ اندازې ته راورسېده ، پلار او ورونو مې زما د ټينګار سره سره بيا د هاضمې جهاز د ناروغيو يوه پروفيسور ته بوتلم .
پروفيسور چې ځان يې په ټول هېواد كې د هاضمې جهاز د ناروغيو يوازېنى او بې جوړې متخصص باله ، زما د ناروغيو د ټولو سوابقو په هكله له ما وپوښتل ، او كله چې زما د تېرو نسخو او خپلو كتنو خلاص شو ، د مخه تر دې چې نسخه وليكي ، راته وويل :
- كه لابراتوار ته دې هم ولېږم ، بل څه نه ليكي … نورې ناروغۍ هم لرې ، خو اساسي ستونزه ستا اميب دى .
په بې صبرۍ په خبرو كې ورګډ شوم :
- دا څنګه اميب دى ، چې نه ترې خلاصېږم ؟
پروفيسور په ارامه توګه ځواب راكړ :
- د اميب علاج سخت هم دى او اسان هم .
پوښتنه مې وكړه :
- څنګه ډاكتر صاحب ؟
- داسې چې هغه درمل ډېر زيات دي ، چې اميب له منځه يوسي ، خو خبره دا ده چې دلته د اميب د همېشنۍ وژنې شرايط ډېر نامناسب دي . ګرانه !
ما په غوسې سره وويل :
- نو چې داسې ده ، نسخه د څه له پاره ؟
- ځواب يې راكړ :
- نااميده كېږه مه ! نااميدي بلا ده … كه نسخه بشپړه استعمال كړې ، او زما لارښوونې ومنې ، خداى به دې ښه كړي .
په بې پروايۍ سره په خبرو كې ورولوېدم :
- نو تاسې خو وايي ، چې دلته د اميب د وژنې شرايط ډېر نامناسب دي .
په بيړه يې زما خبرې پرې كړې :
- رښتيا درته وايم … اساسي نسخه دا نه ده ، اساسي نسخه زموږ د هېواد حفظ الصحه ده ، په دې شېبه كې مې په غيرارادي توګه له خولې ووتل :
- نو دا حفظ الصحه به كله ښه شي !؟
ډاكتر په ورين تندي راغبرګه كړه :
- كله چې جګړه پاى ته ورسېږي ، او زموږ هېواد د تمدن او پرمختګ په لور لوى ګامونه پورته كړي … . ايا تا په هغه هېواد كې هم كله اورېدلي وو ، چې څوك دې په اميب ، اسكارېس ، جارديا ، تينا … ككړ شوى وي ؟ او كه داسې څوك وو هم، د ګوتو په شمار به وو ، خو زه په ازموينې سره درته وايم ، چې دلته به هېڅ كورنۍ نه وي ، چې په دا څېر پرازيتي ناروغيو دې نه وي ككړ .
زه بيا په خبرو كې ورګډ شوم ، دا ځل مې ډېر مزاج تريخ شوى و .
- دا خو نو ډېر كلونه نيسي … تر هغې وخته به زه … .
ډاكتر مې دستي خبره پرې كړه :
- دا د ډاكتر له پاره نه ښايي ، خو تاسې ما اړ باسئ چې درته ووايم .
په وارخطايۍ مې وويل :
- څه بايد راته ووايې ؟
ځواب يې راكړ :
- بايد درته ووايم ، تر څو چې زموږ همدا حال وي ، د دې ناروغيو علاج هم ډېر ناشونې خبره ده .
بيايې نسخه راوسپارله :
- خو خداى مهربان دى . ښه به شې … نااميده كېږه مه !
او ما لكه د ډاكتر خبره چې هېڅ نه وي اورېدلي ، په مات زړه د ډاكتر نسخه كله چې له كتنځي راووتم ، په ناخوداګاه ډول څيرې څيرې كړه … بيا هېچا ته ورنغلم او ټول فكر او هوس مې له هغې ورځي دې ته راګرځېدلى دى چې كله به جګړه پاى مومي ، او كله به موږ د تمدن په لور اوچت ګامونه اخلو ؟

جلال آباد ، د 1373 كال د وري 25