For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
ادبي ملغلري
كانديد محمد داود ناظ ..
پرده عزت الله پیژا ..
اوس به ماما .. بابرزی
چې بیا هم ښځ .. صفیه صدیقي
غزل کاروان
ګیله لطف الله مشعل
وسپنیز مارغه محب زغم
تشنابونه او .. همت
دوه کلي نورمحمدلاهو
مساپره کوچۍ میرویس جلالزی
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
   ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ اروپايي ټولنې له ايران څخه خپل سفيران وايستل      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ د طالبانو او قبايلو ترمنځ نښته      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ د نشه يي توکو د قاچاق په تور ٩٥ تنو ته سزا ورکول      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ د بلخ والي: په اوسني حالاتو کې د چارواکو لرې کول اړين نه دى      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ ځوانان په ټاکنو کې لږ او کمرنګه رول لري      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ د ولايتي شورا زياد شمېر نوماندان ځوانان جوړوي      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ په تخار كې د ولايتي شورا په يو كانديد بريد شوى      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ کونړ:دخپل منځي شخړدزیاتیدو ګواښ خلک ویرولي      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ په ګومل کي امریکايي څرخي تیاره لویدلې      ۱۳ / ۴ / ١٣٨٨ پکتیکا: د زیړوک په ولسوالۍ کې پیل شوي ننۍ جګړه خطمه شوه     
دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه پنځوس ميليونه
پنځوس ميليونه
هغه څوك چې بن لادن مړ يا ژوندى امريكايانو ته وسپاري ، د پنځوس مېليونه ډالرو انعام به خپل كړي . خبر لا پاى ته نه و رسېدلى چې د جانداد له خولې بې اختياره ووتل :
پنځوس مېليونه !
بيا يې د مقاومت او جهاد د كلونو نژدې ملګري ګلداد ته مخ ور واړاوه او د دويم وار لپاره يې د اوږده اسوېلي په ملتيا وويل :
پنځوس مېليونه ؟ دې ته غوپه وايي .
ګلداد يې خبره تصديق كړه :
ښه مشوړه ده ، خو داسې نر لا مور نه دى زېږولى چې د ده درك معلوم كړي هغه په پنځوس مېليونو سوړو كې پيسې لټوه نو !
جانداد دستي ورغبرګه كړه .
امريكايان ساده ګان نه دي . دوى پوهېږي چې په پنځوس مېليونو سوړو كې د هغه درك همداسې پنځوس مېليونه كلونه او سرونه غواړي .
بيا يې ګلداد ته وويل :
خو پنځوس مېليونه ډالره هم په خوله ياديږېي ، كه سړى د دې پيسو له پاره 50 مېليونه خطرونه هم په ځان ومني لا كم دي .
خو ګلداد وويراوه :
- خو هغه ګوره داسې وړې سپګې نه دى خوړلى ، د هغه معاملې كې ګوتې وهل ، لكه په سره انګار كې چې پښې ږدې ، له امريكايانو نه د ده خبرلوڅي ډېر دي . او چې خبر شي درباندې ولا چې د پنځوس مېليونو سوړو څخه خو دې راوباسي .
جانداد په خندا شو .
- او پنځوس مېليونه ميخونه خو دې په سر ټك وهي .
خو ژر بېرته اصلي خبرې ته راغى .
- ښه څه يې كوې ، اوس اصلي خبرې ته راشه ! ته څه وايې ، چې كه مټې پسې رابډ وهم ، څه به ونه شي . په طالبانو كې خو بلا لوى خلك لرم .
ګلداد وپوښت :
- نو ته وايې چې ځان يې ليكو ته ورګډ كړې .
جانداد ځواب وركړ :
- خود ، كه خداى يې كوم وت راپيدا كړي .
ګلداد يې خبره تاييد كړه :
- دا خو دې ولا ښه سوچ كړى ، چې مازې بوى يې درشي او په ډاډه شې ، امريكايان دې خالي لاس نه پرېږدي ، د خلكو خولو كې ګوتې ووهه ، څه هرومرو ترې راوځي .
جانداد وپوښت :
- څه وايې ، چې دا كار څنګه كېدونكى دى ؟
ګلداد په بيړه ځواب وركړ :
- كار خو ګران ، خو شونى دى . بس داسې وكړه چې په غرونو ورسر او طالبانو ته ځان وروسپاره او زه به د امريكايانو سره شم . بس چې څه اورې او ګورې ، ما ته احوال رالېږه . بيا زه پوه شه او امريكايان .
دوى په همدې خبرو كې وو چې د ماښام اذان وشو ، او په اورېدو يې دواړو خبرې بس او په منډه يې جومات ته ځان ورساوه .
جانداد له لمانځه وروسته ګلداد سره مخه ښه وكړه او كور ته روان شو . كور ته د راتګ په ټوله لار يې ګڼو فكرونو زړه ته لار وكړه او هغه ټول په بن لادن او د 50 مېليونو ډالرو په هوس راتاوېدل . وېرې واخېست او څه عجيبه پوښتنې ورسره پيدا شوې . كه راباندې پوه شي ؟ دوى يې چې په دومره سړو او پيسو كې نه شي لاندې كولى زه به يې څنګه ومومم ؟
- چې ظاهرشاه يې په ايټاليا او مسعود يې په چاريكارو كې ښكار شول ، زه څنګه ترې بچېداى شم ؟
په همدې چرتونو او خيالونو كې و چې كور ته راورسېد كور ته په راننوتلو هم هماغه چرتونه او خيالونه ترې راتاو وو او داسې فكر نه كېده چې دى دې په خپل كور كې وي او د خپلې ښځې خوا ته دې ولاړ وي ، بلكې بيخي په بله نړۍ د بن لادن او د پنځوس مېليونو د هوس په نړۍ كې يې مزلې كولې .
دې پوښتنو او ځوابونو ترې خوب وتښتاوه ، اړخ په اړخ اوښت رااوښت او د اوږدو چرتونو په ټال كې يې ټالۍ وهلې ، خو دوهمې او ځوانې ښځې يې د چورتونو لړۍ پرې كړه .
څه درباندې شوي ؟ ويده يې كه وېښ !؟
سم له لاسه يې ځواب وركړ :
- سودا رالوېدلې .
ښځه حيرانه غوندې شوه .
- د څه شي سودا ؟
جانداد ژر ځواب وركړ :
- د بن لادن .
د ښځې حيرانتيا نور هم زياته شوه .
- بن لادن !؟ ستا يې په هغه څه كار هغه خو د امريكايانو مدعي دى .
جانداد وپوښتله :
- راډيو دې واورېده ؟
ځواب يې وركړ :
- نه .
په بيړه يې د راډيو له اعلانه خبره كړه .
- د بن لاندن په مړي يا ژوندي امريكايانو ( 50 ) مېليونه ډالره منلي .
ښځې په حيرانتيا تكرار كړه ؟
- پنځوس مېليونه ډالر !
جانداد وويل :
او ! پنځوس مېليونه .
پنځوس مېليونه يې څو څو ځلې واړول راواړول او بيا يې ښځې ته مخ ور واړاوه .
- پوهېږې ، ښځې ، كه مې خداى په دې كار كې كامياب كړي په سرو او سپينو كې به ګرځې . دومره پيسې په خولې يادېږي . بيا به هېڅ قوماندان زما سيال نه وي ، چې پيسې وي سړي هم وي او چې سړي دې وي امريكايان دې هم خپل دي او بيا چې په كوم منصب لاس كېږدې هغه دې خپل دى .
خو ښځې يې ووېراوه :
په خزانې پسې كه سره زر هم وي څوك ځان اور ته نه ګوزاروي . لږ اوار راځه ! اوس دې د څه شي كمى دى ؟
جانداد وويل :
- كمى !! دا دوه موټرګي ، يوه بنګله او دوه دوكانګي ، دا دې ټوله دارايي ده . په دې تاسې دواړه د دومره لښكر بچيانو سره ساتل كېږئ ؟ زه له كوم صاحبه كم يم . له چا كم جنګېدلى يم ، په شمار مې (10) جازونه په سټينګر وېشتلي ، (25) ټانګونه مې په خپل لاس سوځولي ، (1500) ملحدين مې په خپل لاس له تېغه تېر كړي . دا دومره قربانۍ او دا دومره ستړې دا ټول په هوا ولوزوم ؟ جنګ كې دې د مخه او غنيمت كې دې د ټولو شا ته ، دا شونې نه ده .
جانداد په راسبا دستي ګهيځ له كوره ووت ، او نېغ هغو سيمو ته ورغى چې يې فكر كاوه ګوندې بن لادن به هلته پټ وي . د نورستان غرونه ، توره بوړه ، كونړونه، سپين غر ، هلمند ، ارزګان يو ځاى هم ترې پاتې نه شو . خو په هېڅ ځاى او سيمه كې د بن لادن څرك ورمعلوم نه شو . په دې لټه يې پوره كال واوښت، خو لټې يې ثمر ورنه كړ . د بن لادن نه ميندنې هغه پوره نهيلى كړ . داسې يې انګېرله لكه لويه جګړه چې يې بايللې وي . دا يې خپله لويه ماته ګڼله ، داسې ما ته لكه يو لوى امپراتور چې وي او د يوه هېواد په يرغل كې پاتې راغلى وي .
دې ماتې نه يوازې د ده د (50) مېليونو حاصل شنډ كړ ، بلكې د ده په نه تسليمېدونكي غرور يې هم لوى اثر پرېښود .
د دومره ډېرو پيسو هوس يې عجيب فكرونه په ذهن مېلمانه كړي وو :
- كار هم ونه شو او دا د ظالم زوى هم يوه ورځ ضرور راباندې خبرېږي يو څه فكر په كار دى !؟
ناببره بيا د سوچونو درياب واخېست .
خامخا بايد يو څه وكړم . دا غوپه مې بايد له لاسه ونه وځي .
د بن لادن څېره چې له جيبه راوكښله او ښه شيبه يې په ننداره شو .
- دا به چا ته ورته وي ؟
دستي يې په خپله ځان ته ځواب وركړ .
- خانمير كاكا ! هغه خو په عمر پوخ دى .
بيا يې شاه ځوان ماما په نظر ورغى .
دى هم ورته دى ، خو دى همم په عمر نه ور برابرېږي .
ګلاب چې خورين يې و ، په ذهن كې تداعي شو .
- دا سركوزى ورته دى .
- خو افسوس يې وكړ !
كاشكې چې خام نه واى .
په درنګ شېبه كې يې ټول كلى او خپلوان مخې ته ودرېدل او له هر يوه سره يې د بن لادن څېره پرتله كړه ، خو له بل هېچا سره يې سر ونه خوړ .
كور ته د راتګ په ټوله لار كې يې دا چرتونه او فكرونه ووهل . په همدې چرتونو كې و ، چې بيا كور ته راورسېد .
كله چې كور ته راورسېد لا يې د كور د دروازې په ډبولو لاس نه و پورې كړى چې له ده كشري يوازېني ورور يې له لېرې پرې ورغږ كړ :
- لالا ستړى مه شې .
جانداد د خپل ورور په ليدو ټكان وخوړ ، خو له حيرانتيا سره يې يوې غيرې مريي خوښۍ په زړه كې ځاى ونيو :
دا مې څنګه له پامه وليدلى و ، دا خو كټ مټ ورته دى ، په خپله هماغه دى .
دې فكر يې په ذهن د خوښۍ احساس پاچا كړ . د مخه تر دې چې كور ته ورننوځي . ورور ته يې په ورو شان وويل :
ته درځه ! زه لږ سارا ته تېرېږم .
په بيړه يې بيا د بن لادن تصوير له جيبه راوكيښ ، او په ننداره يې شو ، ښه پوره شېبه يې د ورور او بن لادن په پرتلې ذهن وجنګاوه . بيا د كشرۍ ښځې كوټې ته ورننوت ، ښځه يې له ليدو په بيړه ورغاړې وته :
ودې مينده !؟
او د ده له خولې دستي د رحمان بابا دا شعر راووت :
چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي
چا ويل چې په درياب كې ګوهر نه شته
خو ښځه يې جدي شوه :
څه د لېونيانو غوندې سر يې ؟ سم دم ووايه ! بيا دې موند ؟
جانداد په بيړه ځواب وركړ :
- خود .
ښځې يې د ځاى پوښتنه وكړه :
- چېرته ؟
جانداد ځواب وركړ :
- همدلته .
هغه حيرانه شوه .
- چېرته دلته !؟
جانداد ځواب وركړ :
- بس همدلته ، په همدې كور كې .
ښځه نوره هم حيرانه شوه .
- دا څه په ګډو وډو سر يې .
جانداد موسكى شو :
- نور يې څه كوې ، كه (50) مېليونه درته رانه وړم ، پنځه مېليونه خو به شي .
ښځې يې وضاحت وغوښت :
- زه دې په خبرو نه رسېږم .
جانداد ورسپينه كړه :
- دا عكس ګورې ؟
ښځې ځواب وركړ .
- هو ، دا خو بن لادن دى .
بيا يې پورته په دېوال كې راځوړند عكس ته ګوته ونيوله :
- پاس عكس وينې ؟
ښځې ځواب وركړ .
- دا خو مې د لېوره ، ستا ورور زرداد دى كنه !
جانداد پوښتنه وكړه :
- په دواړو كې فرق وينې ؟
ښځې يې په حيرانتيا ځواب وركړ :
- دا خو لكه سكه وروڼه چې وي .
جانداد كړس په خندا شو .
- راكړه لاس ، وموګټله ، همدا ستا تصديق مې په كار و .
ښځې يې په حيرانتيا بيا وپوښت :
څه شى دې وګاټه !؟
ځواب يې وركړ :
- 50 مېليونه ډالره .
بيا يې وويل :
- خبره خلاصه شوه .
ښځې يې بيا وپوښت :
- د څه شي خبره ؟
جانداد ځواب وركړ :
- د زرداد خبره ، زما د ورور زرداد .
ښځه نوره هم حيرانه شوه .
- ولې څه خبره ده ؟
جانداد ځواب وركړ :
- بس لكه چې مقصد كې خداى كامياب كړو .
ښځې وپوښت :
- د څه شي مقصد ؟
جانداد ځواب وركړ :
- د مېليونو ډالرو مقصد .
د ښځې زړه تنګ شو .
- خبره رالنډه كړه .
جانداد وويل :
- خبره لنډه شوه .
ښځې يې بيا وپوښت :
- څنګه ؟
جانداد ځواب وركړ :
- داسې چې زرداد په مرګ او موږ په ژوند جنت ته ځو ..
د ښځې له خولې ناڅاپي چېغه پورته شوه :
- دا څه وايې ، وژنې يې ، خداى به اوس اسمان راوغورځوي سكنى ورور دى وژنې ؟
جانداد احساساتي شو .
- دا په كابل كې چې دا دومره كلونه زموږ په پاچاهۍ كې مرګونه وشول ، دا څه وروڼه نه وو ، هلته ولې خداى اسمان نه راغورځاوه !؟
ښځې نور هېڅ ونه ويل ، خوابدې ، ژړغونې او بېرېدلې بلې خونې ته لاړه ، خو جانداد خپل حال ته پرېنښوده ، او نېغ پسې ورغى د تفنګچې لټ يې وواهه او په كراره شان يې د غوږه ورتېره كړه .
- سوڼ دې ونه باسې ، كه دې څوك خبر كړ ، دا شاجور ټول درباندې تشوم .
بيا يې په كراره سره وويل :
- زه خو دا يوازې ځان لپاره نه كوم ، غواړم چې ان كړوسيانو ته دې د خانانو ژوند جوړ كړم .
ښځې يې چې رېږدېدله په كراره ورغبرګه كړه .
- زه او بچيان مې دې زهر وخورو . د خداى روى وګوره .
خو جانداد لكه چې هېڅ يې نه وي اورېدلي خبره واړوله او د خپل مرام په پلي كېدو شو .
- چېرته ده ، هغه لويه چاړه ؟
ښځې يې هېڅ ځواب ورنه كړ .
جانداد په غوسه شو :
- ځه وركه شه ! په بړستنه ننوځه ! زه يې پخپله پيدا كوم ، خو چې له خولې دې سوڼ ونه خېژي .
لږ وروسته يې لويه چاړه ومېندله او په لږه شېبه كې د خپل مېلمه ورور پسې ورغى .
ورور يې د جانداد د نيمايي شپې بې خبره ورتګ وارخطا كړ او چې كله يې د ده په لاس كې لويه چاړه وليدله وارخطايې څو برابره شوه . فكر يې وكړ چې ورور يې ګواكې لېونى شوى ، نېغ په كټ كې راكېناست ، د مخه تر دې چې له جانداده د ناببره ننوتو په باب وپوښتي ، جانداد ترې ړومبى شو :
- مه وارخطا كېږه . د يوې پوښتنې ځواب ته راغلى يم . راته ووايه چې زه دې ورور يم !؟
زرداد په ژړغوني او حېرانوونكي ډول ځواب وركړ :
خود ، ولې دا پوښتنه كوې ؟
- جانداد بيا وپوښت :
- زما لپاره هر كار ته حاضر يې ؟
ورور يې په كراره د زړه له اخلاصه ځواب وركړ .
- لالا چې سر مې دې هم په كار وي .
جانداد له خوشالۍ نه وغوړېد .
- شاباس ! ورور همداسې وي .
پوښتنه يې تكرار كړه :
- له زړه نه وايې ؟
زرداد ځواب وركړ :
- ما كې منافقت نه شته لالا ، تا سره خو وړوكى رالوى شوى يم ، ته مې د پلار په ځاى يې ، په مرۍ كې مې همدا اوس چاړه راكاږه كه مې د خولې سوڼ وخوت ، خون مې دربښلى !
جانداد نور هم تازه او وغوړېد .
- په ايمان دې رحمت شه .
بيا يې په كراره شان وويل :
- ستا او ځان لپاره مې د ډېرې ښې سودا تابيا كړې .
زرداد حيران شو :
- سودا ! د څه شي سودا . سر مې خلاص نه شو څه خبره ده ؟
جانداد په بيړه ځواب وركړ :
- څه يې كوې ، د ددواړو په خير ده .
زرداد سپيناوى وغوښت .
- لالا ، راسپينه يې كړه ، څه سودا رااچوې . دا څه شى دي ؟
جانداد ځواب وركړ :
- دا درته نه وايم ، له دې يو خداى ، يو زه او يوه دې كشرۍ ورېندار خبره ده .
زرداد نور هم حيران شو ، خوله يې خبرې ته جوړوله چې جانداد ترې د مخه شو .
- ځه څه يې كوې ؟ تا خو وويل چې هر بار درباندې كېږدم ، غاړه ترې نه غړوې .
زرداد بيا ځواب وركړ :
- لالا ما خو درته وويل چې په مرۍ مې چاړه راكاږې او ستا ښه په شي ، دَووس به نه وكړي ، سر مې درنه ځار لالا .
- دې وروستۍ خبرې جانداد ته د خپل هوډ او نيت حقوقي سند وركړ .
دستي له ځانه سره ګډ شو .
- اوس مې نو خداى ته هم غاړه خلاصه ده .
بيا يې زرداد ته مخ ور واړاوه او ترې ويې غوښتل :
- بس ځه اودس وكړه .
زرداد حيران شو :
- اوس خو د لمانځه وخت نه دى ، لا وختي دى .
جانداد ټينګار وكړ .
- بس خو چې زه څنګه مناسبه ګڼم ، نېك عمل بايد په اوداسه كې وشي ، ځكه بركت ښه كوي .
بيا دواړه د نفلي او ثوابي لمونځ په ادا بوخت شول .
جانداد له سلام ګرځولو وروسته د دعا لاسونه پورته كړل او له ځانه سره په خبرو راغى !
- لويه خدايه ! ته خو پخپله ګواه يې چې ده خپل سر او وينه راوبښله ، په خپل مرحمت مې ټول كړي ګناهونه راوبخښې .
- جانداد به له هر لمانځه وروسته په دعا ښه پوره وخت اړاوه ، خو دا ځل يې دوعا ډېر وخت ونه نيو .
زرداد ته يې مخ ور واړاوه :
- ګوره بيا درته وايم ، چې زما او زما د خير لپاره هره سختي په ځان منې ؟ ګوره خداى هر څه ګوري او اوري يې .
دا ځل زرداد بې حوصلې شو .
- لالا ! دا څه په ګډو وډو سر يې ، څه دې اورېدلي ، خو درته ومې ويل چې سر مې له تا قربان ، دغه دى دربښلى مې دى .
له دې سره سمدستي بيا د جانداد چاړه د سترګو په رپ كې د زرداد مرۍ ته ورسېده او په درنګ شېبه كې يې سر له تنې بيل شو .
د هغه چېغې ژر د جانداد ښځه راخبره كړه ، خو د مخه تر دې چې چېغه كړي . جانداد له لرې پرې غږ كړ :
زه دومره ساده او بې رحمه نه يم ښځې . خداى ګواه دى هر څه اوري او ګوري ، ما ته يې پخپله خپل سر او وينې راوبښل .
ښځې يې غوښتل چې څه ووايي ، خو ده پرېنښوده .
- خو خداى يې بې اجره نه پرېږدي چې دومره يې زما لپاره وكړل ، زما دعا به يې هم ټول عمر په جنت كې ساتي .
ساه يې واخېسته ، او بيا يې خبره داسې وغزوله .
اوس هر څه چې وشو ، د خداى رضا به وه ، خو چې له خولې دې سوڼ ونه خېژي . ښځې يې په داسې حال كې چې له ژړا رېږدېده په ورو شان وويل :
- ستا له لاسه .
خو جانداد يې خبره ژر په خوله كې وچه كړه .
- بس وركه شه !
بيا يې غلي شان وويل :
- د خداى رضا او د ده خوښه وه اوس داسې وكړه چې د سر بندوبست يې زما او د تنې يې ستا ، چې بنده ذات درنه خبر نه شي .
- بيا يې په منډه د خپل ورور سر په ځانګړې ټوټه كې وپوښت ، صندوق ته يې ورواچاوه او په بيړه د امريكايانو د پوځي مركز په لور له كوره ووت .
خپل جيپ يې ودراوه او له څو ساعته مزله وروسته يې بيا د امريكايانو د پوځي مركز ترمخه . د موټر په درېدو امريكايي پوځيان حيران شول ، په بيړه يې د ژباړن له لارې د ده د ورتګ پوښتنه وكړه ، خو ده د ژباړن په مخ كې هېڅ ځواب ورنه كړ . په ورو يې د يوه پوځي تر غوږه په كرار وويل:
- بن لادن .
- پوځي حيران شو ، خو هغه ژر خپل جيپ ته لاس ونيو ، امريكايي نور هم حيران شو ، بيا يې له ژباړن وغوښتل چې دى وپوښتي ، خو ده ژر په خپلې خولې لاس كېښود او هغه يې وپوهاوه چې له ده سره د بن لادن په باب پټه خبره لري . پوځي په بيړه له ځايه لاړ او په مخابره كولو شو ترڅو د دې معما په باب خپل مقام ته راپور وركړي . له مقامه دستي امر وشو چې په بيړه يې له موټر سره يوځاى ور ورسوي .
امريكايي پوځي دستي د ده د موټر په لټه شو ، ژر يې د مړ بنيادم بوى پزو ته راغى ، خورا حيران شو ، خو جانداد ژر ورو له غوږه ورتېره كړه .
- بن لادن .
او بيا يې د تېر په څېر په خوله لاس كېښود .
جانداد او ورسره پوځي په درنګ شېبه كې د لښكركوټ مشر ته ورسېدل . او د مخه تر دې چې هغه ته د روغبړ لاس وركړي ، د خپل ورور سر يې د ده په مېز كېښود .
د سر په ليدو د لښكركوټ د مشر په سترګو كې له ډېرې حيرانتيا او خوشالۍ نه اوښكې راغلې ، فكر يې كاوه چې خوب يې وليد . په يوه ساه يې څو ځلې جانداد وپوښت :
بن لادن ، بن لادن ، بن لادن ؟
جانداد دستي سر وښوراوه .
- خود ، پخپله هاغه دى ، بن لادن دى . يو كال د ده په لټه نه رانه غر او نه سمه ټول مې په يوه پښه پسې وكتل ، صاحب !
د لښكركوټ مشر د مننې له څرګندولو وروسته په بيړه په ټېلفون او مخابره سر شو ، لږه شېبه بيا نه وه تېره ، چې د امريكايانو پوځي ځانګړې الوتكه راورسېده او ژوندى جانداد او وژل شوى زرداد دواړه يې د كابل په لور پورته او واخېستل . په كابل كې دواړه سره بيل شول .
دى په كابل كې د پوښتنو او ګروېږنو لپاره تم شو او هغه په مدرنو لابراتوارونو كې د څېړنو لپاره امريكا ته واستول شو .
- د سي آى اى ( CIA ) لوړ رتبه مامور د جانداد په لومړي ليدو له روغبړ وروسته په داسې حال كې چې د خوښۍ احساس يې په ټول بدن خپور و ، جانداد ته له خپل اوسپنيز بكسه د (100) سل زرو ډالرو بنډل راوويست او ويې ويل :
- دا اوس واخله ، هغه كه بن لادن وي او كه نه ؟ دا يوازې ستا د ښه نيت ځواب دى او كه موږ ته په دې هكله مثبت ځواب راشي ، په هماغه دم دې 50 مېليونه خپل دي .
جانداد د پنځوس مېليونو په اورېدو بيا وغوړېد ، په ورو يې د سي آى اى (CIA) مامور ته كړل :
- خداى دې وخېژوي چې هم ستاسې سر په دنيا كې جګ شي او هم زما خواري اوبه يونسي .
مامور وخندل :
- ستا خواري خو اوبه نه ده وړې ، ما خو درته وويل : سل زره خو دې خپل شو ، هغه سر كه د بن لادن وي او كه د بل چا ؟
جانداد وويل :
- كه د هغه سر نه وي ، د كوم خپلوان خو به يې وي !
مامور يې په ملاتړ وويل : چې هر څوك او هر رګ يې ورسره شريك وي او زموږ لابراتوارونه يې تصديق كړي ، كه پنځوس نه وي پنځه مېليونه خو دې خپل دي .
جانداد وويل :
- او كه بيخي پردى ، بېګناه څوك وي ، نو بيا ؟
مامور وخندل :
- پس بيا دې همدا يو لك په نصيب كې وو .
په جانداد رنګارنګ خيالونو غلبه راوړه او ګڼې سوداګانې او فكرونه ورولوېدل .
كه راباندې پوه شي چې ورور مې دى څه به ورته وايم .
- څه سزا به راكړي ؟ سزا يې په بلا پسې ؟ دا د دنيا او د خداى تعالى شرمنده ګي ګوره .
خو بيا يې زړه ته ډاډ وركړ .
- ځه ! څه يې كوم !؟ ماشينونه هم غلطي كوي ، كه داسې غلطۍ نه كېدلى ، نو دوى څنګه تېره مياشت د طالبانو په ګومان ماشومان ووېشتل ؟ خداى مهربانه دى كه لابراتوار غلط شي .
له جانداده دا څو ورځې كېدې چې دا ډول اندېښنې او سوچونه راتاو وو . په څلورمه ورځ د سي آى اى ( CIA ) بل مامور وروغوښت او دستي يې خبر وركړ :
- جانداد خانه ! هغه سر د بل چا وخوت !
جانداد وارخطا شو :
- دا څه وايې صاحب ! خواري مې اوبو يوړه ؟ د ده په لټه خو مې پوره كال تېر كړ، نه رانه نورستان او نه وزيرستان بس الله تعالى به يې نه وژني ، كه نه ما خو يو كال .
مامور يې خبره پرې كړه :
- موږ ستا په خبرو باور لرو ، او ستا په اخلاص پوهېږو .
- جانداد له وېرې او وارخطايۍ ژيړ رااوښتى و .
- خو مامور ډاډ وركړ :
مه ډارېږه ، هرڅوك چې وي، وي به، زه هم كه ستا په ځاى واى، داسې مې كول سړى بايد پرې تېر وځي ، كټ مټ ورته دى . دې كې هېڅ شك نه شته .
جانداد په عجز وويل :
صيب ! دا خو ولا ډېر خراب كار شوى ، هم مې كړې خواري اوبو يوړه او هم مې بېګناه سړى وژلى .
مامور ډاډ وركړ :
هېڅ خبره نه ده ، سهوه يوازې ته نه كوې ، موږ هم كله ناكله تېر وځو . څو ځلې رانه د طالبانو په ځاى عادي وګړي او كوچنيان لګېدلي .
بيا له خپلې چوكۍ راپورته او جانداد ته يې نور پنځوس زره ډالره هم وركړل .
بس دا خبرې د دندو په سر ته رسولو كې پېښېږي ، خو دا ځل تېر نه وځې ، دا ځل به مو د رښتيني بن لادن په سر نمانځې چې هم ته په ډالرو كې ولامبې او هم موږ د ترورېزم سره په مبارزه كې ستر برى لاس ته راوړو .

براتسلاو ، سلواكيا
10 1 2004