For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
ادبي ملغلري
زما افغانست .. سیف الدین س ..
ښاري هلك حبیب الله حبی ..
غزل صابر اصلزی
شعر عبدالحلیم همت
سوال رحمت الله مظل ..
لمر وزېږيد اجمل اټک يوسف ..
ويريږم ميرويس جلالزی
غزل محمد یوسف خدم ..
زمانه عزت الله
محبت جاويد دريځ
په افغانستان کي کامیابه اداره اوسوله یوازي د جنګي جنایت کارانو په محاکمه کښي نغښتې ده
   ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ د توري بورې دولت ضد ډلي د مرگ ژوبلي ادعا      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ کاى ايډې: نړيوالې مرستې بېرته بهر ته ځي      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ ایتلافی ځواکونودواده په ورادبمبارپه ترڅ کی 22تنه ووژل      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ اې اېن پي: د امن جرګې پرېکړې دې عملي شي      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ اويس غني: افغان دولت پرخپلوسيمو واکمني نه لري      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په خوست کې بيالاريون وشو      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ زابل .په اکمالاتی کاروان برید وسو      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په ولسي جرګه کې د کندهار ولايت وژل شوي استازي جنازه خاورو ته وسپارل شوه      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ خوست:دنرسينګ روزنيزمرکزته ودانۍ جوړيږي.      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په پکتيکا کې ښونځي ته ودانۍ جوړه شوه     
دکتابتون لومړی مخ دپښتو ژبي اړوند کتابونه دپښتو ژبي نننۍ مسالې
په پښتو کي د پردو ټکو ډولونه

معظم استاد- علامه عبدالحي حبيبي ( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م ) له نن څخه تقريباً اويا کاله مخکي، پښتو ژبي ته د هغو پردو ټکو او اصطلاحاتو ډولونه پـه ژوره توګه بيان کړي دي، چي د پيړييو په اوږدو کي يې زموږ د ټولنيز ژوند په بېلابېلو برخو کي د بشپړ اهليت او تابعيت حق تر لاس کړی دﺉ؛ او ځينو يې په پښتو ژبه کــــــي دونه ژ وري ريښې او ښاخونه غزولي دي، چي د نوو ټکو، ترکيبونو او اصطلاحاتو په بڼه يې نوي نسلونه زېږولي دي . دلته د لوی استاد له نظره د داسي مفغنو ټکو پېژندني او ډولونو ته يـــوه لنــــــډه کتنه کوو .
د کليماتو او اصطلاحاتو د راکړي ورکړي په لړ کي، له بېلابېلو ژبو څخه پښتو ژبي ته پرېمانه لغتونه، اصطلاح ګاني او ترکيبونه راغلي دي، چي ځيني يې په خپله اصلي بڼه او مانا په پښتو کي بـــــاب سوي دي؛ او ځينو نورو يې په افغاني چاپېر کي پښتني رنګ اخيستی دﺉ . په لومړۍ ډله کي د مثال په توګه : اسلام، دنيــــــا، قيامت، آخرت، عقبی، قضا، قاضي، نکاح، طلاق، عدت، قــــــتل، جـــــــــــرم، جنحه، جنايت، ديت او په سلګونو نور ټـــکي، اصطــــلاحـــــات او ترکيبونه شامل دي، چي پښتو له عربي ژبي څخه اخيستي دي . يا ډېوه، هټ ( هټۍ )، هډ، ګاڼه ( ګېڼه ) اوپه لسګونو نور، چي ظاهراً له هندي ژبي څخه راغلـــــي دي؛ خو په حقيـــقت کــــــي د ډېرو آريايي ژبو ترمنځ مشترک دي . دغه رنګه د اوېجه ، ورشو، غښتلي او ډېر نورو په څېر ټکــــــي، چـي له اوستا څخه پښتو ته راغلي دي . يا د اپت، لـــچن ( لېچن )، ښکلــــي ( کښـــــــلي ) او داسي نورو په څېر لغتونه، چي له سنسکريت څخه په پښتو ژبــــــه ګـــډ سوي دي . يا د ټيليــــګـــراف، ټيليګرام، راديو، تـــــــــلوېزون، سينما، مايکروســـــکوپ، کمــــــــپيوټر، اينټرنيټ او داسي نــــورو پـه څېر نړيوال تخنيکي ټکي او علمي اصطلاحات، چي زياتره له اروپايي ژبو څــخه پښتو ته راغلي دي؛ او د نورو هيوادو په شان په پښتو کي هم په خپله اصــــلي بڼـــــه يا ډېر لږ بدلون بـــــاب ســـوي دي . دوهمه ډله هغه ټکي دي، چي پښتني ټولني ته تر راننوتو وروسته له مانوي ( معنوي ) او شکلي پلوه اوښتي دي؛ کله يې مانا اوکله يې ظـــاهري بڼې پښتــــــــو رنــــــګ اخيستی دﺉ . دې بهير ته د ژبپوهني په اصطلاح دخول او تفغين وايي . مفغن ټکي په خپله هم پر څو ډلو وېشل کيږي، چي دلته يې لنډه پېژنګلوي او څو مثالونه وړاندي کيږي :