|
|
دورځي انځور
ادبي ملغلري
|
په افغانستان کي کامیابه اداره اوسوله یوازي د جنګي جنایت کارانو په محاکمه کښي نغښتې ده
 |
دوهم : اوښتي مفغنات
اړول سوي مفغنات هم په خپل وار سره پر دوه ډوله دي : د اوښتو مفغناتو په لومړۍ ډله
کي هغه کليمې راځي، چي يوازي يې ظاهري جوله څه نا څه اوښتې وي؛ خو خپله اصلي مانا
يې خوندي کړي وي . د دغه راز ټکو په ظاهري بدلون کي زياتره د ش توری په ښ ،
د د توری په ل ، د چ توری په څ ، د ج او ز توري په ځ ، د
ب توری په و ، د ن توری په ڼ ، د ث توری په ت يا خپلو اصلي
مخرجونو ته په نورو نيژدې ږغونو اوښتي دي؛ مثلاً :
آبدست - اودس روزه - روژه
اشک - اوښکي يا اوښي روشن - روښان
ا طاق - هوتاک شاد - ښاد
افعی - اپي شادی - ښادي
بهادر- باتور شور - ښور ( ږوږ، غوغا )
بهشت - بهښت شهر- ښار، ښهر
پشت - پښت ( نژاد ) فراخ - پراخ
تفنګ - توپک يا ټوپک فرشته - پرښته يا پريښته
جوان - ځوان فيروزه - پېروژه
خداوند - خاوند ګريبان - ګرېوان
خرج يا خرچ - خرڅ مثل - متل
خوش - خوښ معصوم - ماشوم
ميراث - ميرات
هيچ - هيڅ ( حبيبي، سپېڅلې پښتو کو) .
د اړول سوو مفغناتو په دوهمه ډله کي هغه ټکي شامل دي، چي هم يې ظاهري جوله اوښتي وي؛
او په هم يې په مانا کي بدلون راغلئ وي؛ مثــــــــلاً اسي هغه کليمه عربي ده،
چي د عربي له عاصي ټکي څخه مفغن سوې ده، چي عربان يې د طاغي او ګوناکار( ګنهګار/ګنهکار
) په مفهوم کاروي؛ خو پښتانه دا ټکی د بخيل، شوم، منحوس، مړاوي او پژمرده په ماناوو
استعمالوي؛ او اسېګی يې د تصغير بڼه ده ( حبيبي، سپېڅلې پښتو کو) . دغه راز،
عورت په عربي کي د انسان د وجود هغو ځايونو ته وايي، چي پټــول يې لازم وي؛ خو
پښتنو له دې ټکي څخه بله کليمه جوړه کړې ده، چي اورته نوميږي؛ او د ماينې،
ماندينې، ښځي، ميرمني، کوروالا، کوروداني او داسي نورو په مانا کاريږي .
پښتـــــــنو وروسته د تورو په اړولو سره له همدې ټکي اروته جوړه کړه . ورپسې د
همدغو مورفولوژيکو بدلونو په لړ کي له دې کليمې څخه بل ټکي سر پورته کړ، چي
ارتيــــنه بلل کيږي . د عربي ژبي نعره په پښتو کي، په ناره واوښته .
وروسته له همدې ټکي څخه په پښتو کي داسي اصطلاح ګاني جوړي سوې، چي له عربي مانا سره
يې هيڅ تړاو نه درلود؛ د مثال په توګه د زياتره د کندهار او شاوخوا سيمو پښتانه
وايي : پلانۍ ناره وکړه . د دغو سيمو پښتانه دا اصطلاح، د هغي نجلۍ يا ښځي له
پاره استعمالوي، چــي د مور او پلار د خوښۍ او ټولنيزو دودونو پر خلاف ځانته د ژوند
ملګری غوره کړي . دغه رنګه په پښتو کي، نارې هغو نظمونو ته هم ويل کيږي، چي له ملي
وزنونو سره سم، د پښـــــــــتو د ولسي نکلونو په منځ کي ويلي کيږي؛ او زموږ ولسي
نکلونو ته لا نوره ښکلا او جذابيت ور بخښي ( حبيبي، سپېڅلې پښتو کز) . په دې ډول
ګورو، چي له عربي نعرې څخه په پښتني چاپېر کي داسي نوي ټکي او اصطلاحات و
زېږېدل، چي پر خپلي ظاهري جولې سربېره، د مانا له اړخه هم له اصلي ټکي سره مځکه او
اسمان توپير لري .

|

|
 |