For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
ادبي ملغلري
زما افغانست .. سیف الدین س ..
ښاري هلك حبیب الله حبی ..
غزل صابر اصلزی
شعر عبدالحلیم همت
سوال رحمت الله مظل ..
لمر وزېږيد اجمل اټک يوسف ..
ويريږم ميرويس جلالزی
غزل محمد یوسف خدم ..
زمانه عزت الله
محبت جاويد دريځ
په افغانستان کي کامیابه اداره اوسوله یوازي د جنګي جنایت کارانو په محاکمه کښي نغښتې ده
   ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ د توري بورې دولت ضد ډلي د مرگ ژوبلي ادعا      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ کاى ايډې: نړيوالې مرستې بېرته بهر ته ځي      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ ایتلافی ځواکونودواده په ورادبمبارپه ترڅ کی 22تنه ووژل      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ اې اېن پي: د امن جرګې پرېکړې دې عملي شي      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ اويس غني: افغان دولت پرخپلوسيمو واکمني نه لري      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په خوست کې بيالاريون وشو      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ زابل .په اکمالاتی کاروان برید وسو      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په ولسي جرګه کې د کندهار ولايت وژل شوي استازي جنازه خاورو ته وسپارل شوه      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ خوست:دنرسينګ روزنيزمرکزته ودانۍ جوړيږي.      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په پکتيکا کې ښونځي ته ودانۍ جوړه شوه     
دکتابتون لومړی مخ دپښتو ژبي اړوند کتابونه دپښتو ژبي نننۍ مسالې
د پښتو سوچه کول که پردۍ کول ؟

د ا فراطي سوچه کولو پلويان په خپلو لغت جوړونو او اختراعاتو کي اوس دې پولي ته رسېدلي دي، چي سړی بېريږي يوه ورځ به خپل عربي او پارسي نومونه/ تخلصونه هم په پښتو ترجمه کړي؛ او په دې ډول به له خوږي او سپېڅلي پښتو څخه داسي کيچړی يا خرېړی جوړکړي، چي هيڅوک به يې خوند اخيستل څه چي، د خوړولو پـــه لاره هم نه پوهېږي . دکورنۍ غړي او عام خلګ خو پرېږدﺉ، چي زياتره لوستي او پوه کسان هم د داسي کسانو د لغوي اختراعاتو په مانا نه پوهېږي . زه په خپله خو د ځينو ټکــــــــــو پــــــه اروېدو داسي هک پک سم، چي باور وکړﺉ د چينايي او جاپاني ژبي تر کليمو هم راته نا اشنا او سخت وي . د سوچه کولو د لېوني غورځنګ ځیني پلويان په خپـــــــــلو خبرو او ليکنو کي ادعا کوي، چي ګوندي په دې کار سره پښتو د پردو ژبو له اغېزې پاکوي ؛ خو په دې واقعيت خبر نه دي، چي په خپلو جعل کړو ټکو او ترکيبونو سره يـې زموږ اسانه او خوږه پښتو تر پخوا زياته په پردو ژبو پوري تړلې ده . هغوی د پردو ژبو د ځينو اسانه ټکو او ترکيبو له پاره داسي لغتونه او ترکيبونه اختراع کوي، چي په هيـــــڅ ډول پښـتو روح او خټه نه لري . په وضعه سوو ټکو او اصطلاحاتو کي له ورايه مالوميږي، چي د سوچه کولو غازيانو يوازي د کليمې بهرنۍ جامه اړولې ده، نه د هغـــــــې مانا او مفهوم؛ مثلاً د پيشنهاد مرکب ټکی د پيش نهادن له مرکب مصدر څخه اخيستل سوی دﺉ، چي د ډاکټر محمد معين او حسن عميد په فارسي فرهنګونو کي په دغو ماناوو راغــــــلئ دﺉ :
۱- هوډ کول، نيت کول، قصد کول، د کوم کار دکولو يا کوم شي د رانيولو او خرڅولو په اړه خبرتيا.
۲- د شنني يا هوارۍ له پاره د يوې موضوع يا مطلب طرحه کول ( معين ۱: ۹۳۶ ) .
د پيش نهادن مصدر هم په دغو درو ماناوو راوړل سوی دﺉ :
۱- مخ ته کول، له خپل اصلي ځايه ځانته نيژدې کول ( د شاته ايښوولو پر خلاف ) .
۲- خنډ جوړول، په لاره کي د تېرېدو مخه نيول .
۳- د سترګو په وړاندي ايښوول .
د پيشنهاد مرکبه کلیمه، د پارسي ژبي او ادب د ډېرو باوري متنونو په استناد، په دغو ماناوو بيان سوې ده :
۱- هغه سوچ او فکر، چي د کوم کار په اړه انسان ته پيدا کيږي .
۲- قصد، هوډ، عزم، اراده، نيت، نيامت، مقصود، مراد او غرض .
۳- قدر، تقدير .
۴- هيله، ارزو، اوميد ( اميد)، امل .
۵- مقدمه .
۶- قضيه .
۷- د يوه سوداګر يا هونرمند ( هنرمند )، خرڅوونکي ( پلورونکي ) يا اخيستونکي ( پېرېدونکي ) عمل، چي په ټاکلو او مشخصو شرايطو سره د يــــوه کار د کولو خبرتيا ورکوي .
۸- د ښه والي او بدوالي مالومولو له پاره د کومي موضوع طرحه کول او څرګندول ( معين ۱: ۹۳۵ ) .
په پارسي کي د دې ټکي د جمعي سمه او منلې بڼه پيشنهاد ها دﺉ، نه پيشنهادات ، چي د عربي ګرامر د قاعدو له مخي د ات په شاتړلو سره جمع سوی دﺉ .
په فرهنګ فارسی عميد کي هم د پيشنهاد مرکب ټکي ته زياتره د ډاکټر معين د فارسي فرهنګ په څېر همدغه ماناوي ليکلي سوي دي . وګورﺉ ( عــميد ۱: ۶۰۸- ۶۰۹ ) .
د پارسي ژبي په ورځنييو محاورو او مکالمو کي هم، د پيشنهاد مرکب نوم اصلاً د يوه کار يا مسألې په اړه د چاد سوچ، فکر، خيال، نظــــــريې، غوښتنـــــي او مقصـــــد پـه مفهوم کاريږي؛ لکه څنګه چي څوک له بل چا څخه د پوښتني پر مهال وايي : پيشنهاد تان دربارۀ فلان موضوع چيست ؟ ياني د پلانۍ موضوع په اړه دي نظــــــــــر، خيــــــال، سوچ او مقصد څه دﺉ ؟ د پيشنهاد ټولي ماناوي په حقيقت کي، د دې مرکبي کليمې مجازي يا اصطلاحي ماناوي دي، نه د هغې لغوي او تحت الفظي ماناوي . که څوک په پارسـي کي له چا څخه وپوښتي : نظر تان در بارۀ فلان مسأله چيست ؟ يا خواست تان در فلان مورد چيست ؟ او داسي نور دا ټول په حقيقت کي د پيشنهاد مفهموم رسوي . پــــه هــــره ژبه کي داسي ټکي، ترکيبونه او اصطلاحات خورا ډېر دي، چي د بېلابېلو علتونو او عواملو له کبله پر اصلي مانا سربېره، اوس په بله مانا کاريـــــــــــږي . داسي ټـــــــــکـــــــي او اصطلاحات پر پښتو او پارسي سربېره په نورو ژبو کي هم په پېخر دي؛ د مثال په توګه د مغول ټکی په اصل کي د يوه ځانګړي توکم نوم دﺉ؛ چي موږ ټول يې ښه پېژنو؛ خو په انګرېزي کي اوس دا ټکی د موګول ( Mogul ) په بڼه د مهم، متنفذ او بارسوخه کس په تيره بيا هغه چا په مانا استعماليږي، چي په سوداګرۍ يا فيلمي صنعت کي لــــــوی لاس ولري ( Robinson 881 ) . دغه رنګه د جهودا یا يهودا ټکی، چي په اصل کي د حضرت عيسا ( ع ) په يارانو کي د ( Judas Iscariot ) له نامه څــــــخه اخيستل سوی دﺉ؛ خواوس په انګرېزي ادبياتو کي هر خاين، هر غدار، د لستوني هر مار او هر هغه چا ته ويـــــــــل کيږي، چي خپلو يارانو او ملګرو ته خيــــــانت کوي ( Robinson 733 ) &( Encarta online Dictionary ) . په پښتو کي هم د داسي ټکو شمېر لږ نه دﺉ؛ مثلاً بړېڅ د پښتنو يوه مشهوره قبيله ده . وروسته په دې قوم کي د فتـــــح خان بړېڅ په نامه يو څوک پيدا سو . دا سړی له خپلوشپېتو سرتېرو ملګرو سره هندوستان ته ولاړ . د فتح خان بړېڅ ملګرو په هندوستان کي ډېري مېړاني او قربانۍ وکړې . د فتـــــــح خان بړېڅ کندهاري او رابيا د ميني او د هغه د سرتېرو يارانو کيسه د پښتو په ولســـي ادب کي ډېره مشهوره ده . له دې تاريخي پېښو سره د بړېڅ ټکي، چي پخوا يــــوازي د يوې قبيلې له پاره استعمالېده، وروسته بله مانا هم ومونده . اوس ګورو، چي د دې لغوي تطور له مخي د بړېڅ ټکی د تېروني یار، ملګري او همکار په مانا هم کارسوی دﺉ . . . ( حبيــبي، د پښتو لغوي تطور، کابل ۱۲۸ ) .
تر دې څو بولګو او مثالونو وروسته بيرته راګرځو د پيشنهاد کليمې ته . دپښتولغتونو او اصطلاحاتو ښاغلو مخترعينو د پارسي ژبي دا ترکيبي نوم ټـــکی په ټکی ترجمه کړ؛ او په وړانديز يې وړاوه . لکه څنګه چي ګورو وړانديز له وړاند او يز څخه جوړ سوی دﺉ؛ او د يز شاتړ يې نن سبا دونه ډېرکاريږي، لکــــــه د دوبي د موسم مچان، چي په هره کاسه کي لوېږي . په دې شک نسته، چي د يز شاتړ يا شاوندی د پښتو په ځينو سوچه ټکوکي کار سوی دﺉ، خو دا د دې مانا نه لري، چي حق او ناحق د هري کليمې په شا پوري وتړل سي . د وړانديز په ترکيبي نوم کي خو د سوچ، فکر، خيال، اند، نظريې، مقصد، مراد، ارادې، غوښتني هيڅ نښه او نښان نستـــــــه؛ ځکه وړاند د پارسي د پيش ټکي مانا ده؛ او يز د نهاد له پاره په شا پوري ور تړل سوی دﺉ . اوس نو د سليم عقل او لوړ ذوق څښتنان بايد په خپله قضـــاوت وکړي، چي ايا د پښتو لغتونو ښاغلي واضعين او مخترعين، په دغه راز ټکي په ټکي ترجمه کړو ترکيبونو سره، د پښتو ژبي د سوچه کولو له پاره هڅي کوي که يــــــــې په پوهـــــي يــــا ناپوهۍ سره تر پخوا زيات په نورو ژبو پوري تړي ؟ د وړانديز مخ او شا ټوله په غوَر سره وګورﺉ، د پيشنهاد له تحت الفظي ژباړي پرته د بل هيڅ شي مانا نه افـــاده کوي . دا چي د پارسي ژبي د پيشنهاد ترکيبي کليمه تر کومي اندازي د خپلي مجازي مانا له پاره وړ او موزونه ده، زموږ د دې ليکني موضوع نه ده . دلته دا پوښتنه پيدا کيــــــږي، چي که څوک په پارسي، عربي او نورو ژبو کي هره تېروتنه يا شوډنګ کوي، بايد موږ يې هم پېښې وکوو، ځکه موږ بايد د ځينو په ناسم ګومان له هغو سره سيالي او شريکـــــي وکوو ؟ جواب په ټولو حالاتو کي منفي دﺉ . موږ بايد د نوو ټکو په جـــوړولو کي تل د مانا اسانۍ، سادګۍ، لنډوالي، خوږوالي، پوخوالي او داسي نورو اصولو ته په ټينــــګـه پام وکړو . زموږ پوه او مستدل لوستونکي ښه پوهېږي، چي وړاندي کېدونکی شی کېدای سي کتاب، قلم، کاغذ او داسي نور وي، چي دا يو هم د سوچ، فـــــــکر، خيــــــــــال، غوښتني، مقصد، مراد، ارادې مانا نه لري . په دې ډول ګورو، چي د وړانديز ټکی د خپل اصلي او اساسي مفهوم هيڅ اړخ نه بيانوي .که څوک هرومرو د پيشنــهاد له پاره پښتو کليمه جوړوي، نو هغه بايد د وړانديز د نامعقول او ټکي په ټکي ترجمه سوي ترکيب پر ځای د سوچ، خيال ، هيلي، غوښتني، نظر، اند، هوډ په څـــــــېر څــــــــه وي نـه د پيشنــهاد د مرکب ټکي هو په هو تر جمه؛ مثلاً که څوک له بل چا پوښتنه وکړي : د پلانۍ مسألې په اړه دي څه خيال دﺉ ؟ ، په دې اړه څه سوچ کوې ؟ ، په دې باره کي دي نظر څه دﺉ ؟ يا تاسي څه غواړﺉ ؟ او داسي نوري جوملې ( جملې ) ټولي ساده، اسانه او سمي دي . عجبه داده، چي د پښتو په سپېڅلې او خوږه ژبه کي، د ډېرو شيــــانو له پاره داسي ټکي سته، چي مانا يې د لمر په شان روښانه دي؛ خو ځيني کسان په پوهي يا ناپوهۍ سره د هغو پر ځای د نورو ژبو داسي لغتونه او ترکيبونه ټکي په ټکي ترجمه کوي، چـــي عامه او مروجه مانا يې نه په اصلي ( پيشنهاد ) او نه هم په ترجمه سوې بڼه ( وړانديز ) کي د پوهېدو وړ ده . په بله وينا په پارسي او پښتو دواړو کي، عام وګړي پيشنهاد او وړانديز تر ټکو د نظر، خيال، فکر، غوښتني، خواست او نورو په مانا وو ښه پوهېږي . د دې استدلال په رڼا کي اوس په جرآت سره ويلای سو، چي خلګو ته د سوچه پښتو په نامه، د داسي ترجمه سوو ټکو وړاندي کول، يوازي د وخت او انرژۍ بې ځايه لګول دي او بس .
ديدګاه هغه بل ترکيبي نوم دﺉ، چي نن سبا په ايراني پارسي او افغاني دری کي خورا ډېر استعماليږي . د ديد + ګاه ترکيبي نوم له لغوي اړخه د ليدو ځای، د څارلو يا څارکولو ځای، د ترصد ځای او داسي نورو ته ويل کيږي ( عميد ۱: ۱۱۷۱ ) خو په پارسي کي ژورناليستان او ليکوال دا ټکی د نظر، خيــــــــــال، فـــــکر، ســــوچ، اندېشې په مجازي او اصطلاحي ماناوو کاروي؛ مثلاً کله چي له چا څخه پوښتنه کوي، وايي : ديدګاه تان در بارۀ فلان موضوع چيست ؟ يا فلان مسأله از ديدګاه شما چګونه است ؟ او داسي نــــور . په حقيقت کي د پارسي ژبي د ديدګاه مجازي ماناوي د انګرېزي ژبي د Viewpoint or Point of view ترکيب ترجمه ده، چي پخوا به يې په پارسي کي د نقطـــــه نظــــر يـــــــا نکته نظر په بڼو ويل . دا چي ديدګاه يا نکته نظر په پارسي ژبه کي د خپلو باب سوو ماناوو له پاره وړ او پر ځای دي که يا ؟ بيا هم زموږ د بحث او څېړني موضـــوع نه ده . هغه څه چي يادونه يې دلته ضروري ده، د دې خبري سپيناوی دﺉ، چي زموږ پښتو لغت جوړوونکو ولي د ديدګاه له پاره د ليدلوری ترکيب غوره کــــــــــړی دﺉ؛ ځـــــکه پــه ليدلوري يا ليدځای کي خو بيا هم د نظر، خيال، رايي، فکر، اند، سوچ او داسي نورو په څېر مفهومونه په دقيقه توګه نه ښکاري . د ليدلــــــوري ترکـــــــيب تر ډېره حده د ايراني پارسي د چشم انداز له جوړسوي ترکيب سره برابري لــــــري، چــــــــــــي هغه هـــــــــم د انــــــــــګرېـــــــــــــزي ژبـــــــي د vista, angle, picture, side prospect, outlook, view, attitude, viewpoint, point of view, standpoint, scene, perception, perspective, او داسي نـــــــورو ټــــــــکو ترجمــــه ده ( . ( Gilmour 530, 596
په پښتو کي د نظر، خيال، فکر، سوچ، اند، ليد، کتنه، انځور او داسي نورو ټکي تر ليد لوري غوره برېښي؛ مثلاً که له چا څخه پوښتنه وسي : په دې اړه څه فـــــکر کــــوې ؟ ، په دې اړه څه خيال لرې ؟ يا تاسي دې مسألې ته څنګه يا له کمه اړخه ګورﺉ ؟ يوې مسألې ته څنګه يا له کمه اړخه کتل، د پارسي ديدګــــــاه او چشـــم انداز مفهومونه په خورا اسانۍ، سادګۍ او دقت سره بيانوي . که نور هر بدو بلا له ځانه را باسي؛ او ژبه د خپلو ذوقونو له مخي د عامو خلګو له ورځنييــــــــو محـــاورو څخه مځکه او اسمــان ليـري کــوي، بايد موږ هم د سوچه کولو په نامه هغه ټکی په ټکی پښتو کړو؟ دا کار خو نه علمي تاداو لري؛ او نه هم د ښاغـــلو سوچــــه کــــــوونکــــــو د سوچه پښتو هيله تر سره کولای سي .
د صدراعظم يا وزير اعظم حقوقي اصطلاح له ډېرو اوږدو وختونو راهيسي، زموږ د هيواد د اساسي حقوقو په تاريخ کي ځای موندلئ دﺉ . اشرف الوزرأ- شاه ولي خان ( بګي خان ) د احمدشاه بابا د حکومت صدراعظم ؤ . سيد نور محمد شاه کندهاری، د امير شيرعلي خان پوه او مدبر صدراعظم ؤ، چي موږ ټول يې له نومونو سره اشنا يو . د دې خبري د يادوني هدف دا دﺉ، چي د صدراعظم کليمه له ډېرو وختونو راهيسي په دې هيواد کي باب وه . د صدراعظم ، وزيراعظم، رئيس الوزرأ ټکـــــي پر پښتو سربېره په پارسي، اردو او ځينو نورو ژبوکي له ډېرو زمانو څخه جال دي . ايرانيانو د پارسي ژبي د سوچه کولو په لړ کي د صدراعظم پر ځای د نخست وزير کليمه جوړه کړه ( معــين ۱: ۴۶۹۰ ) . د پښتو ژبي د سوچه کولو پلويانو هم له څه مودې وروسته د ايرانيانو پر پله پل کښېښود؛ او زموږ په حقوقي سيسټم کي يې د يوې زړې او اشنا کليـــــــمـــې پر ځای د لومړي وزير ټکی راويست، چي په سل کي سل پردۍ خټه او جوله لري . د ايرانيانو د نخست وزير په دې ترجمه سوې بڼه کي، د نوښتګرۍ او پاخه منــطق هيڅ نښي نښانې نسته . سره له دې هم د داسي پېښه ګرييو او تقليدونو مخکښان ادعا لري، چي ګوندي په خپلو نوو ټکو او اصطلاحاتو سره يې پښتو د پارسي او نورو پـــــــردو ژبـــــو له اغېزو ژغورلې ده؛ او په خپل ګومان کوښښ کوي، چي له پارسي سره د چا خبره رغنده سيالي وکړي . په داسي حال کي، چي د سليم عقل خاوندان له ورايه ګــوري، چي د پښتو ژبي د سوچه کولو دې ناوړه ډولونو، زموږ سپېڅلې، اسانه او خوږه ژبه تر پخوا زياته په نورو ژبو ( له هغې ډلي په پارسي ) پوري تړلې ده . ټولو ژبپوهـــانو ته څرګنده ده، چي پښتو يوه لرغونې او اصيله ژبه ده . که څوک له پارسي يا نورو ژبو سره د سالمي او ګټوري سيالۍ خيال لري، نو ښه خو دا ده چي موږ هم خپله ژبه د پارسي، عــــــــربي او نورو ژبو په شان پراخه او شتمنه کړو؛ لغوي، ادبي او علمي پانګي يې را ټولي، پراخي او بډايي کړو؛ د ولسي او شفاهي ادب د غوړېدو په لاره کي يې نه ســتړي کـــــېـدونـکي کوښښونه وکړو؛او تر ټولو مخکي پښتو په ټولنه کي د يوې ژوندۍ او فعالي سياسي، فرهنګي او اقتصادي ژبي مقام ته و رسوو . تر څو پښتـــــو ژبه د ساينس او ټيکنالوژۍ، علومو او پرمختګونو ژبه نسي، د نړۍ له هيڅ ژبي سره د سيالۍ او رقابت لاپي نه سي وهلای . موږ بايد په ټيــــنګ هوډ او سړه سينه، پښتو د علم او پوهي په ژبــه واړوو . هـــر پښتون عالِم او کمال داره که مؤرخ وي که ټولنپوه ، که ساينس پوه وي که مخترع، که شاعر وي که هونرمند بايد په پښتو ژبه نوي، علمي او هونري اثار وړاندي کــــــړي؛ او په دې توګه پښتو ژبي ته، د هيواد په دننه او بهر کي لا زيات مينه وال او خواخوږي پيدا کړي .
له نورو ژبو سره د پښتو د علمي او معقولي سيالۍ په اړه تر دې لنډو خبرو وروسته بيرته د صدراعظم او نخست وزير اصطلاح ګانو ته راګرڅو . په دې برخه کـي باید تر هر څه مخکي دا پوښتنه را منځ ته سي، چي موږ ولي د ايرانيانو په پېښو او تقليد د صدراعظم ټکي ته د لومړي وزير ټــــــکی وټاکو؛ ځکه زموږ خلـــــــــــګ خـو ټول له عمرونو راهيسي د صدراعظم له کليمې سره پوره اشنايي لري . دغه راز، صدارت هم افغانانو ته هغه اشنا او مأنوس ټکی دﺉ، چي د صدراعظم د دفتر يا ادارې مانــــا لري . که موږ هم د ايرانيانو پر لار ولاړ سو، نو بايد صدارت ته د لومړي وزير دفتر و وايو؛ او په دې توګه د صدارت يو ټکی په درو ټـــــکو ( لومړی + وزير + دفتر ) واړوو . ښه که دا ومنو، چي د صدراعظم مأنوسه او اشنا کليمه بايد هرومرو د پښتو په رنګ ور نګيږي ؛ ځکه موږ هم بايد خامخا هر څه د سوچه کولو په ماشين کي واچوو، نو بيا دا پوښتنه طرحه کيږي، چي ولي بايد د ايرانيانو د نخست وزير جعل سوې کليمه ټکی په ټکی په پښتو وژباړو . موږ په پښتـــــو کي صداراعظـــــم ته لـــــوی وزير ، مشـــــر وزيــر ، ستر وزير او داسي نور ويلای سو، چي هم يې هرتر کيب د نورو ژبو له اغېزې خلاص دﺉ؛ او هم ساده او اسانه دﺉ . د صدراعظم اصطلاح په څلورلسمـــــــه مېلادي پېړۍ کــــي له لاتين ژبي څخه انګرېزي ته ننوتلې ده؛ او اوس په پرايم رېټ ( prime rate )، پرايم لوکېشن ( prime location )، پرايم سپاټ ( prime spot )، پـــــــــرايــــــــم ســــايټ ( prime site )، پرايم ټايم ( prime time ) او داسي نورو ترکيبونو کي کاريږي . لکه څنګه چي ګورو د انګرېزي ژبي د پرايم مينيسټر (prime minister ) په حقــــــــوقي اصـطلاح کي هم د پرايم ټکی تر هر څه مخکي د مشر، اساسي، لوړ او عالي په ماناوو راغلئ دﺉ نه د لومړي يا اول په مانا (Robinson 1101 ) .
د افـغاني فرهنـګ پر اسمان تلـــپاته او روښــــانه ستوري - لوی استاد عــــلامه عـبدالحي حبـيبي ( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م ) د اشرف الوزرأ تر سرليک لاندي په هغه ارزښتناکه تاريخي مقاله کي، چي د ا حمد شاه بابا د صدراعظم ( بګي خان ) د شخصيت او کارنــــــــــــامو په اړه يې کښـــــــــــلې ده، د صدراعظم پر ځای د لوی وزير اصطلاح کار کړې ده . تر علامه حبيبي وروسته په پښتو څېرڼو کي بل لوی او بې ساری شخصيت - عــــــــلامه عبدالشکور رشاد ( ۱۳۰۰ ش / ۱۹۲۱م - ۱۳۸۳ ش / ۲۰۰۴ م ) هم د پټي خزانې د فرهنګ په دوهمه برخه ( ۶۳ ) کي د همدې شاه ولي خان اشرف الوزرأ ( بګي خان) له پاره د صدراعظم پر ځای د ستــــر وزير نوم استعمال کړی دﺉ ( حبيبي، اشرف الوزأ، وږمه ۱ د ۱۳۵۳ وری : ۱؛ رشاد، پوهاند عبدالشکور، د پټي خزانې فرهنګ ، لومړۍ برخه ۶۳ ) . بايد يادونه وکړو، چي د بګـي خان په نامه دې هوښيار او مخور خان، په ۱۱۶۰ ق کال، د باميزو د کوچنۍ قبيلې په استازيتوب، د کندهار په شير سرخ کي، د احمدشاه بابا ( ۱۱۶۰- ۱۱۸۶ ) د پاچـــــا کېدو په څو کسيزه جرګه کي هم فعاله برخه لرله . احمدشاه بابا بګي خان ته د هغه د پوهي، هوښيارۍ، ريښتنولۍ او سترو خدمتونو په بدل کي، د شاه ولي خان اشـــرف الوزرأ لقب ورکړ. بګي خان خپله لور ( بلقيس) د احمدشاه بابا زوی ( شهزاده سليمان) ته په نکاح کړې وه . اوس د کندهار د شاولي کوټ ولسوالي د همدې پوه او ستـــــــرګه ور قامي مشر په نامه نومول سوې ده .
د پښتو لغت جوړوونکي بايد په دې خبره ښه سر خلاص کړي، چي د پښتو ژبي سوچه کول، يوازي پردو ټکو او اصطلاحاتو ته دپښتو رنګ ورکولو په مانا نه دﺉ . په بله ژبه، پردوکليــماتو او عبارتونو ته يوازي پښتو جامه ور اغوستل، هيڅکله زموږ درد نه دوا کوي . بايد پردي خبره هم بشپړ غور وسي، چي پردو ټکو او لغتونو ته ورکړل سوی رنــــګ او روغــــن، له سليم عقل او ژور منطق سره برابري لري که يا؟ يو وار خپلو کالو او کړو وړو ته وګورﺉ، چي ايا ستاسي او ستاسي د نيکونو په جامو او کړو وړوکي هيڅ توپير او بدلون نسته . هر څوک دا مني، چي زموږ کالي، د ژوندانه وسايل او په مجموعي ډول ټول کړه وړه زموږ د نيکونو او تېرو سوو پښتونو له هغو سره هر اړخيز توپير لري . دا توپـــــير او بدلون په هر هيواد او هره ټولنه کي ليدل کيږي . که د پر مختګ او تکامل دې زرين اصل ته غاړه ږدو، نو بيا سمدلاسه دا پوښتنه پيدا کيږي، چي ژبه او دودونه مو څنګه له پخوانييو نسلونو سره توپير نسي لرلای . . . د دې خبرو مقصد دا دﺉ، چي د ټولو لرغونو ټکو، پخوانييو دودونو او رواجونو بيا را ژوندي کول، د ټولنيزو او طبيـــــعي قوانينو پر خلاف عمل دﺉ . . .
دلته د پښتو ژبي د سوچه کېدو په نيت د ځينو هغو بولګو او مثالونو يادونه کوو، چي ظاهراً د پښتو په رنګ لړل سوي دي؛ خو د منطق او استــدلال له اړخه کمزوري ښکاري . په دې وروستييو وختونو کي د عربي ژبي د جمهور رئيس ټکي له پاره، په پښتو کي د ولسمشر ترکيبي نوم غوره سوی دﺉ . هر څوک په دې پوهېـــږي، چي ولسمشر له ولس ( تورکي الاصله کليمه ) او مشر ( پښتو ) څخه جوړ دﺉ . جمهور رئيس هم دوې بېلي برخي ( جمهور + رئيس ) لري، چي دواړه يــــــــــــــې عــــــــربي دي . د جمـــــهور رئيس ټکی زموږ د هيواد د اساسي حقوقو په تاريخ کي ډېر اوږد عمر نه لري؛ ځکه په دې مځکه کي له پېړييو پېړييو راهيسي پاچهي حکومتونه وه . د جمهــــوريت او جمهـــور رئيس حقوقي اصطلاح ګاني، زموږ په هيواد کي له تاريخي پلوه په( ۱۳۵۲ش )کال، د داوودخان تر کودتا وروسته باب سوې دي . د ايران نامتو څېړونکي - استـاد سعيد نفيسي ( ۱۲۷۴- ۱۳۴۵ )، د پارسي ژبي د ناوړه ترکيبونو په اړه د خپلو څرګندونو په ترڅ کي، په دې اړه په زړه پوري استدلال کړی دﺉ، چي لنډه يادونه يې بې ګټـــــي نه ده . استاد نفيسي باور لري ، چي د رئيس جمهور ا صطلاح دقيقه نه ده؛ بايد دهغه پر ځای رئيس جمهوری وويل سي؛ ځکه رئيس جمهور په حقيقـــــــت کي د يوه رژيم مشر دﺉ نه د ټولو خلګو. د پارسي ژبي د ناوړه ترکيبونو په باره کي، د پياوړي محقق ، استاد نفيسي ، نظريې په هغه کتاب کي راغلي دي، چي د در مکتــب استاد په نامه کتاب خپور سوی دﺉ ( متأسفانه دا کتاب مي اوس په واک کي نه دﺉ ).
د استاد نفيسي د استدلال په تاييد، ریشتيا هم د نړۍ په بېلابېلو هيوادونو کي ډېر داسي جمهور رئيسان سته، چي له خپلو مخالفانو څخه د څـــــــــو رايــــــو په ډېروالي، واک تر لاسه کوي . هره ورځ د يوه عالَم ګوندونو او ولسونو له ښکاره مخالفتونو او آن بغاوتونو سره مخامخ وي . پر دې سربېره د داسي جمهور رئيسانو شمېـــــر هم لږ نه دﺉ، چي د پوځي کودتاوو له لاري د واک پر ګدۍ ناست دي؛ او د برچې په زور پر خلګو حکومت کوي . په داسي شرايطو کي د دولــــــــــــــــــــت دغه راز مشـــــــــــر ته څنـــــــګه د جمــهـــــــور رئيس يا ولسمشر خطاب سم او پر ځای برېښي ؟ که څوک ميــــرويس خان، احمدشاه بابا، خان عبدالغفار خان، خان عبدالصــــــــمد خان ، مهاتماګــــــــــاندي، جواهر لال نهرواو داسي نور کسان د ولسمشر په نامه يادوي، په دې ډول خطاب او نوم اخيستنه کي هيڅ تېروتنه نسته؛ ځکه دا شخصيتونه په ريښتنــــــــــي ډول د ولســونو مشران او مخکښان وه؛ خو د يوه رژيم مشر ته د جمهور رئيس يا ولسمشر په نامه خطاب کول ، علماً او منطقاً سم کار نه دﺉ .
په اُردو ژپه کي جمهور رئيس يا دولتي مشر ته، د صدر عربي ټکی کاروي، چي لنډ، ساده او اسانه دﺉ . د پښتو په ګډون زموږ د سيمې په زياتـرو ژبو کي د عربي ژبي اغېزه، د يوه يا دوو ټکو په پښتو کولو سره نه ختميږي . زموږ د هيواد زیاتره حقوقي اصطلاحات په عربي ژبه دي . دولت، حکومت، محکمه، رياست، مـــــديــــريت، آمريت، عدالت، انصاف، نکاح، طلاق، ميراث، دعوه، جرم، مدعي، مدعي عليه، اتهام، الزام، قتل، جرحه، جنايت، جنحه، قباحت، مجني علــــــيه، سرقت، زنا، عــــــــــــقد، قرارداد، اصول ، قواعد، مقررات او په سلګونو نور حقوقي او فقهي مصطلاحات ټول عربي دي . دا اصطلاحات اوس زموږ د ټولني په حقوقي او سياسي سيسټم کي داسي اخښلي او بخښلي دي، چـــي په چټکۍ سره يې ليري کول او اړول خورا لوی مشکلات پېښوي . د دې خبري مانا دا نه ده، چي حقوقي اصطلاحات بايد هرومرو په عربي يا بله پردۍ ژبه وي . که په پښتــــــو کــــي داسي موزون او مناسب ټکي ومومو، چي د عربي يا بلي پردۍ ژبي مفهوم په سم او دقيق ډول افاده کړي، نو بيا هيڅ دليل نسته، چي د هغو په دودولو او تعمـــيم لاس پوري نه کړو؛ مګر دا کار بايد تر بشپړي څېړني او پلټني وروسته په کرار کرار وسي؛ ځکه