For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
ادبي ملغلري
زما افغانست .. سیف الدین س ..
ښاري هلك حبیب الله حبی ..
غزل صابر اصلزی
شعر عبدالحلیم همت
سوال رحمت الله مظل ..
لمر وزېږيد اجمل اټک يوسف ..
ويريږم ميرويس جلالزی
غزل محمد یوسف خدم ..
زمانه عزت الله
محبت جاويد دريځ
په افغانستان کي کامیابه اداره اوسوله یوازي د جنګي جنایت کارانو په محاکمه کښي نغښتې ده
   ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ د توري بورې دولت ضد ډلي د مرگ ژوبلي ادعا      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ کاى ايډې: نړيوالې مرستې بېرته بهر ته ځي      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ ایتلافی ځواکونودواده په ورادبمبارپه ترڅ کی 22تنه ووژل      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ اې اېن پي: د امن جرګې پرېکړې دې عملي شي      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ اويس غني: افغان دولت پرخپلوسيمو واکمني نه لري      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په خوست کې بيالاريون وشو      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ زابل .په اکمالاتی کاروان برید وسو      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په ولسي جرګه کې د کندهار ولايت وژل شوي استازي جنازه خاورو ته وسپارل شوه      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ خوست:دنرسينګ روزنيزمرکزته ودانۍ جوړيږي.      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په پکتيکا کې ښونځي ته ودانۍ جوړه شوه     
دکتابتون لومړی مخ دپښتو ژبي اړوند کتابونه دپښتو ژبي نننۍ مسالې
سوچه او ناسوچه ټکي بايد څنګه بېل کړو؟

د سوچه کولو په بهير کي کله کله داسي هم پېښ سوي دي، چي ځيني کليمې بې څېړني او پلټني پردۍ ګڼلي سوي؛ او د دې ناسمي انګېرني له مخي د هغو پر ځای د پښتو د سوچه ټکو په نامه، نوي کليمې وړاندي سوي دي . لکه څنګه چي پوهېږو د هري ژبي کليمات، اصطلاحات او محاورې د بېلابېلو سيــــاسي، اجتــــــــــماعي ، فکري، فرهنګي او اقتصادي بدلونونو له امله خپل رنګ او جوله اړوي . هغه څوک چي د اوښتو ټکو او عبارتو پلار او نيکه و نه پېژني، بې شکه دغه راز کليمې، ترکيــــبونه او اصطلاحات ټول پردي ګڼي؛ او په ډېري زړورتيا سره ځان ته حق ورکوي، چي هغو ته د دوی په ګومان نور پښتو ټکي او لغتونه وټاکي ( په دې اړه د نور مالـــــــــومـــــــــات له پاره وګورﺉ : حبيبي، د پښتو لغاتو د تحقيق لاري، شل مقالې ۷، ۹۴ ) .
لوی استاد - علامه عبدالحي حبيبي ( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م ) په هغه ژوره څېړنه کي، چي د پښتو لغاتو د تحقيق لاري نوميږي، د هغو کليمو څو بولګې وړاندي کړي دي، چــــــــي ځينو خلګود ظاهري جولې ( تلفظ او املأ ) پر بنسټ پردۍ ګڼلي دي؛ او بيا يې د همدې دليل له مخي لستوڼي را نغښتي دي؛ او هغو ته يې د دوی په ناسم ګومان نوري سوچه پښتوکليمې جوړي کړي دي . پــــــــه داسي حال کي، چي د ايټيمولوژۍ او مورفولوژۍ له اړخه دغو ټکو ته په ژوري او هر اړخيزي کتني سره له ورايه څرګنديږي، چي دا بې وزلي او رټل سوي لغتونه هيڅکله پردي نه دي . د دغو ټکو څو نمونې په دې ډول دي :