For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
ادبي ملغلري
زما افغانست .. سیف الدین س ..
ښاري هلك حبیب الله حبی ..
غزل صابر اصلزی
شعر عبدالحلیم همت
سوال رحمت الله مظل ..
لمر وزېږيد اجمل اټک يوسف ..
ويريږم ميرويس جلالزی
غزل محمد یوسف خدم ..
زمانه عزت الله
محبت جاويد دريځ
په افغانستان کي کامیابه اداره اوسوله یوازي د جنګي جنایت کارانو په محاکمه کښي نغښتې ده
   ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ د توري بورې دولت ضد ډلي د مرگ ژوبلي ادعا      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ کاى ايډې: نړيوالې مرستې بېرته بهر ته ځي      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ ایتلافی ځواکونودواده په ورادبمبارپه ترڅ کی 22تنه ووژل      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ اې اېن پي: د امن جرګې پرېکړې دې عملي شي      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ اويس غني: افغان دولت پرخپلوسيمو واکمني نه لري      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په خوست کې بيالاريون وشو      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ زابل .په اکمالاتی کاروان برید وسو      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په ولسي جرګه کې د کندهار ولايت وژل شوي استازي جنازه خاورو ته وسپارل شوه      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ خوست:دنرسينګ روزنيزمرکزته ودانۍ جوړيږي.      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په پکتيکا کې ښونځي ته ودانۍ جوړه شوه     
دکتابتون لومړی مخ دپښتو ژبي اړوند کتابونه دپښتو ژبي نننۍ مسالې
- ښکلئ، ښکلا، کښلئ

د ځينو په ګومان دا کليمې د عربي ژبي له شکل او شکيل څخه اخيستل سوي دي . د افغاني فرهنګ بابا، علامه حبيبي، د شېخ متـــــــي او ښکارندوی له اشعارو څخه نيولې بيا د رحمان بابا تر شعرونو پوري، د دې کليمو پراخ نظاير ښوولي دي ( حبيبي، د پښتو لغاتو د تحقيق لاري، شل مقالې ۷، ۹۷ ۹۸ ) .
لـــــــوی استاد د همدې مقالې په يوه بله برخه کي داسي استدلال کوي : په عربي کي شکل د صورت په مانا دﺉ، چي ښه او بد دواړه پکښي راځي؛ خو د پښتو ښکلئ يـــــــوازي حسين، قشنګ، او ښايسته ته وايي . علامه حبيبي، وروسته د ډنکن فوربس د سنسکريت ژبي قاموس په استناد، د ښکلي ريښه داسي بيـــــــــانوي : Shukla يا Shukle په سنسکريت کي سپين او نوراني ته وايي . شکلته ( Shuklata ) نور، سپين والی، سفيدي او شکله پکشه (Shukla Paksha ) د سپـــــــــــوږمې رڼا ده . دغه راز، د همدې معتبر قاموس په حواله زياتوي، چي کشل ( Kushal ) د روغتيا، سعادت، کامرانۍ او فرخندګۍ په معــــــــــناوو راغلئ دﺉ . کشله ( Kushala ) خوښ، ښه، سم او درســت تــــــــــــــه وايـــــــــــــــي . ( حبيبي، د پښتو لغاتو د تحقيق لاري، شل مقالې ۷، ۹۹ ) . لوی استاد، په دې ډول نتيجه اخلي، چي هم د ښکلي او هم د کښلي ريښې کـــــټ مټ په دغو ماناوو په سنسکريت کي سته .