For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
ادبي ملغلري
زما افغانست .. سیف الدین س ..
ښاري هلك حبیب الله حبی ..
غزل صابر اصلزی
شعر عبدالحلیم همت
سوال رحمت الله مظل ..
لمر وزېږيد اجمل اټک يوسف ..
ويريږم ميرويس جلالزی
غزل محمد یوسف خدم ..
زمانه عزت الله
محبت جاويد دريځ
په افغانستان کي کامیابه اداره اوسوله یوازي د جنګي جنایت کارانو په محاکمه کښي نغښتې ده
   ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ د توري بورې دولت ضد ډلي د مرگ ژوبلي ادعا      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ کاى ايډې: نړيوالې مرستې بېرته بهر ته ځي      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ ایتلافی ځواکونودواده په ورادبمبارپه ترڅ کی 22تنه ووژل      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ اې اېن پي: د امن جرګې پرېکړې دې عملي شي      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ اويس غني: افغان دولت پرخپلوسيمو واکمني نه لري      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په خوست کې بيالاريون وشو      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ زابل .په اکمالاتی کاروان برید وسو      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په ولسي جرګه کې د کندهار ولايت وژل شوي استازي جنازه خاورو ته وسپارل شوه      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ خوست:دنرسينګ روزنيزمرکزته ودانۍ جوړيږي.      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په پکتيکا کې ښونځي ته ودانۍ جوړه شوه     
دکتابتون لومړی مخ دپښتو ژبي اړوند کتابونه دپښتو ژبي نننۍ مسالې
- اپت

لوی استاد، علامه حبيبي، په پښتو کي د اپت ماناوي داسي شمېري :
۱- رنځ، زحمت او تکليف .
۲- پر کښت او باغ يو نباتي يا آسماني آسيب راتلل .
۳- که دا کلمه د سړي سره د صفت په ډول راسي، مقصد يې مکار، محيل او چالاک دﺉ . پلانی ډېر اپت سړی دﺉ . په عربي کي هم افت جمع يې افات سته . مګر پښتو دا کلمه له عربي څخه نده اخيستې، ځکه چي په سنسکريت کي هم اپت ( Apat) يا اپتي ( Apatti ) فاجعې، بدبختۍ، پرېشانۍ، خفـــــــت او رسواتوب ته وايــــــــي . ( حبيبي، د پښتو لغاتو د تحقيق لاري، شل مقالې ۷، ۹۹ ) .
معظم استاد، د اپت کليمې په اړه له نورو اريايي ژبو سره د پښتو د ګډوالي مسأله داسي څرګندوي : په سنسکريت کي هم د پښتو په څېر د اپــــت کــــــــــال (Apat-Kal ) اصطلاح سته، چي د مرضونو، اپتونو او کاختۍ کال وي . د داسي ټکو د پېژندني له پاره بايد وګورو، چي آيا دا کلمې په آريايي ژبو کي ريښې او بولـګې لري که يا؟ که يې په آريايي ژبو کي ريښې وموندل سوې، بايد هغــــــــه پردۍ ونه ګـــــڼو، ځکه پښتو زړه ژبه ده، چي د اوستا او سنسکريت سره نژدې اړيکي لري . کـــــــه دا ريښې په آريايي ژبو کي پيدا نسوې، هغه مهال بايد هغو ته د دخيلو ټکو په سترګه وګورو، او د مفغن توب يا پښتووالي د قانون پر بنسټ له هغو سره چلند وکوو ( حبيبي، د پښتو لغاتو د تحقيق لاري، شل مقالې ۷، ۹۶ ) . د همدې استدلال له مخي د اپت کليمه مفغنه نه ده؛ بلکي زړه اريايي کليمه ده .
لوی استاد په پښتو لنډييو کي د اپــــــــت بـــــــولګې داسي بيان کړي دي :
لکه شين کښت ژليو زمول کړم
را باندي راغله له آسمـانه اپتـــونه
اپت وهلي کښت ته راغـلم
نه يې شين توب سته، نه هغه خوند را کوينه