For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
ادبي ملغلري
زما افغانست .. سیف الدین س ..
ښاري هلك حبیب الله حبی ..
غزل صابر اصلزی
شعر عبدالحلیم همت
سوال رحمت الله مظل ..
لمر وزېږيد اجمل اټک يوسف ..
ويريږم ميرويس جلالزی
غزل محمد یوسف خدم ..
زمانه عزت الله
محبت جاويد دريځ
په افغانستان کي کامیابه اداره اوسوله یوازي د جنګي جنایت کارانو په محاکمه کښي نغښتې ده
   ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ د توري بورې دولت ضد ډلي د مرگ ژوبلي ادعا      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ کاى ايډې: نړيوالې مرستې بېرته بهر ته ځي      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ ایتلافی ځواکونودواده په ورادبمبارپه ترڅ کی 22تنه ووژل      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ اې اېن پي: د امن جرګې پرېکړې دې عملي شي      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ اويس غني: افغان دولت پرخپلوسيمو واکمني نه لري      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په خوست کې بيالاريون وشو      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ زابل .په اکمالاتی کاروان برید وسو      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په ولسي جرګه کې د کندهار ولايت وژل شوي استازي جنازه خاورو ته وسپارل شوه      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ خوست:دنرسينګ روزنيزمرکزته ودانۍ جوړيږي.      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په پکتيکا کې ښونځي ته ودانۍ جوړه شوه     
دکتابتون لومړی مخ دپښتو ژبي اړوند کتابونه دپښتو ژبي نننۍ مسالې
معيار او معياري ژبه څه ته وايي ؟

د معيار عربي ټکی د عين په زېر سره د عِيار له کليمې څخه اخيستل سوی دﺉ . په لغت کي اندازې، ګچي، مېزان، مقياس، پېمانې، ثابت او منــــــــــل سوي ماډل، د سرو او سپينو زرو د پېژندلو ډبري ( محک ) او ترازو، د توپک د ميل بر ( سور )، نورم، قاعدې، اصل او داسي نورو ته ويل سوی دئ، چي معاييــــــــــــــر يې د جمعي حالت دﺉ . په انګرېزي ژبه کي د معيـــــــــار له پاره، د " Standard "، " Touchstone "، "Guage" ، " Calibre" ، " Norm "، Measurement " " ټکـــــــي کاروي ( عميد ۳: ۲۲۷۹)، ( Wher 661 )او ( Robinson 1371 ) . په هندي او اردو ژبو کي، همدا عربي ټکی د مايار يا معايار په بڼه ادا کوي .
معياري ژبه ، د ويلو او ليکلو هغه بڼه ده، چي زياتره لوستي او پوه کسان يې کاروي ؛ او د زياترو خلګو له خوا د ژبي د سم او کره ډول په توګه مـــنله سوې وي . دا ډول ژبه له ښوونځييو او پوهنتونو څخه نيولې بيا تر ټولو دولتي ادارو، قضايي اورګانونو، د چاپ او خپرولو په ټولو مؤسسو، ټولو رسمي ليکنو او ويناوو، حقـــوقي او تجارتي چاروکي کاريږي . په دې توګه، معياري ژبه په حقيقت کي ديوې ژبي د لغتونو، اصطلاحاتو، ترکيبونو، تعبيرونو، محاورو، ګرامري قاعدو او ځينو نورو ژبنييو جوړښتـونو له منځه تر ټولو غوره سوي او چاڼ سوي شکل ته وايي . په پښتو کي هم معياري ژبه د ويلو او ليکلو هغه متحده او غوره سوې بڼه ده، چي د پښتنو د هري لهجې ويوونکی يې په ويلو او ليکلو کي هيڅ ستونزه او کړاو ونه لري؛ هر چا په خوښۍ او خوشالۍ سره منلې وي .
شک نسته، چي ژبه هيڅکله په څو مياشتو او کلونو کي د معيار تر مقامه نه سي رسېدای . د دې کار له پاره اوږدو او پرله پسې کوښښونو ته اړتيا ده، چي چټکتيا او کراري يې د ټولنيز ژوندانه په بېلابېلو بدلونونو پوري اړه لري . په راتلونکو څپرکو کي د معيار او معياري ژبي پر بېلابېلو اړخونه يوه لنډه کتنه کوو .