For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
ادبي ملغلري
زما افغانست .. سیف الدین س ..
ښاري هلك حبیب الله حبی ..
غزل صابر اصلزی
شعر عبدالحلیم همت
سوال رحمت الله مظل ..
لمر وزېږيد اجمل اټک يوسف ..
ويريږم ميرويس جلالزی
غزل محمد یوسف خدم ..
زمانه عزت الله
محبت جاويد دريځ
په افغانستان کي کامیابه اداره اوسوله یوازي د جنګي جنایت کارانو په محاکمه کښي نغښتې ده
   ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ د توري بورې دولت ضد ډلي د مرگ ژوبلي ادعا      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ کاى ايډې: نړيوالې مرستې بېرته بهر ته ځي      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ ایتلافی ځواکونودواده په ورادبمبارپه ترڅ کی 22تنه ووژل      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ اې اېن پي: د امن جرګې پرېکړې دې عملي شي      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ اويس غني: افغان دولت پرخپلوسيمو واکمني نه لري      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په خوست کې بيالاريون وشو      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ زابل .په اکمالاتی کاروان برید وسو      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په ولسي جرګه کې د کندهار ولايت وژل شوي استازي جنازه خاورو ته وسپارل شوه      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ خوست:دنرسينګ روزنيزمرکزته ودانۍ جوړيږي.      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په پکتيکا کې ښونځي ته ودانۍ جوړه شوه     
دکتابتون لومړی مخ دپښتو ژبي اړوند کتابونه دپښتو ژبي نننۍ مسالې
په پښتو کي بايد د خپلو او پردو ټکو تر منځ څنګه انډول وسي ؟

په هر ه ژبه کي د خپلو او پردو ټکو تر منځ معقول انډول، ډېره ارزښتناکه مسأله ده . که د دې معادلې ټولو اړخونو ته بشپړ پام ونسي، د ژبي د ودي او پرمختګ بهير له سختو کړاونو او خنډونو سره مخامخ کيږي . له دې امله بايد پوره هڅه وکړو، چي له يوې خوا د خپلو مندو او پلرونو ژبني، فرهنګي او تاريخي ميراثونه خوندي کړو؛ او له بلي خوا په ژبه کي د اوس او راتلونکو وختونو له غوښتونو سره سم، د نوو پر مختياوو لاره پرانيزو . په بله وينا بايد له يوې خوا، خپله ژبه د نورو ژبو او دودونو له ورانوونکو يرغلونو وساتو؛ او له بلي خوا د خلګو په ژوند کي ژورو سياسي، اجتماعي، کلتوري او اقتصادي بدلونونو ته په پاملرني سره د ژبي د اسانۍ، سادګۍ، خوږوالي او عموميت لاره غوره کړو . دې لوړ مقصد ته رسېدل، يوازي هغه وخت ممکن دﺉ، چي زموږ ژبپوهان، اديبان او ليکوال له دې حساسي مسألې سره علمي او منطقي چلند وکړي . د ژبي د افراطي سوچه کولو هڅي او د پردو ژبو ، فرهنګي او فکري جريانانو د پراخو يرغلونو په وړاندي لاس تر زني کښېنستل دواړه په واقعيت کي د ژبي د محدوديت، ورانۍ او زوال لاري دي .
د پښتو ژبي او ادب لوی او بې ساری استاد - علامه عبدالحی حبيبي ( ۱۲۸۹ ش / ۱۹۱۰م ۱۳۶۳ ش / ۱۹۸۴م ) په يوه علمي او ژوره شننه کي، د پښتو ژبي د بشپړتوب لاري او اصول داسي شمېري :
۱- د پښتو لغاتو او کلماتو ټولول او مواد يې راغونډول او قاموسونه يې ليکل .
۲- هغه کلمات مخصوصاً پلټل او ميندل، چي په ژبه کښي اوس سوچه لغات نه لري، او د پرديو ژبو کلمات مستعمل دي .
۳- تر پلټني او استقرأ وروسته که د کومي کلمې لپاره په ژبه کي لغت مينده نسو، او له هري خوا تر پلټني وروسته يأس حاصل سو، نو د پرديوکلماتو په عوض کي نوي پښتو کلمات وضع کول او رواجول .
۴- د نوو شيانو او اختراعاتو لپاره اوس نوي نومونه د پښتو پر اصولو وضع کول يعني پر نوو شيانو نوم ايښوول . ( حبيبي، د پښتو نوي علمي اصطلاحات به څنګه وي ؟ شل مقالې ۷، ۱۰۶ ) .
د علامه حبيبي په دې څلورو اصولواو لارو کي د پښتو ژبي د بشپړتابه ټولي هغه خواوي را غونډي سوي دي، چي نن يې ژبپوهان د ارکاييزم ( Archaism)، ډياليکټيزم ( Dialectism )، له نورو ژبو راغلي يا دخيل ټکي ( Adaptism) او نيلوجيزم ( Neologism) بولي . په دې برخه کي د مسألې ځينو اړخونو ته لنډه کتنه کوو :