For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
ادبي ملغلري
زما افغانست .. سیف الدین س ..
ښاري هلك حبیب الله حبی ..
غزل صابر اصلزی
شعر عبدالحلیم همت
سوال رحمت الله مظل ..
لمر وزېږيد اجمل اټک يوسف ..
ويريږم ميرويس جلالزی
غزل محمد یوسف خدم ..
زمانه عزت الله
محبت جاويد دريځ
په افغانستان کي کامیابه اداره اوسوله یوازي د جنګي جنایت کارانو په محاکمه کښي نغښتې ده
   ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ د توري بورې دولت ضد ډلي د مرگ ژوبلي ادعا      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ کاى ايډې: نړيوالې مرستې بېرته بهر ته ځي      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ ایتلافی ځواکونودواده په ورادبمبارپه ترڅ کی 22تنه ووژل      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ اې اېن پي: د امن جرګې پرېکړې دې عملي شي      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ اويس غني: افغان دولت پرخپلوسيمو واکمني نه لري      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په خوست کې بيالاريون وشو      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ زابل .په اکمالاتی کاروان برید وسو      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په ولسي جرګه کې د کندهار ولايت وژل شوي استازي جنازه خاورو ته وسپارل شوه      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ خوست:دنرسينګ روزنيزمرکزته ودانۍ جوړيږي.      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په پکتيکا کې ښونځي ته ودانۍ جوړه شوه     
دکتابتون لومړی مخ دپښتو ژبي اړوند کتابونه دپښتو ژبي نننۍ مسالې
د معيار ټاکلو اړتيا

لکه څنګه چي پوهېږو، په ټولنيز ژوندانه کي د يوه مقصد له پاره د بېلابېلو معيارونو کاروَنه، ډول ډول ستونزي او کړواونه پيدا کوي؛ د مثال په تــــــوګه په کندهار او شاوخوا سيمو کي د يوه سېر وز ن له هغه سېر څخه په تول کي ډېر فرق لري، چي په کابل او ځينو نورو سيمو کي باب دﺉ . دغه راز، د کندهار من دکابل او ځينو نورو سيمو له منه څخه په وزن کي ډېر بېلوالی لري . په انګليستان کي تر اوسه د پيسو واحداو تقريباً يو پاوي وزن ته پونډ وايي . داسي التباس او ګډوډي د سودا کولو پر مهال هر چا؛ په تېره بيا بهرنييانو ته لوی مشکلات پېښوي . کله چي له دوکاندار سره د ځينو شيانو د اخيستو په اړه خبره کيږي، څوک په اسانۍ نه پوهېږي، چي د پونډ په يـــــادولو سره وزن ته اشاره ده که پيسو ته . د لته د بېلابېلو خلګو تر منځ د ډول ډول پيمانو او تولونو په باره کي د يوې کوچني واقعي کيسې يادونه بې ګټي نه ده . يو وخت د کنــــدهار د سيمي يوه پردېس په کابل کي له يوه دوکاندار څڅه د يوه سېر بورې د اخيستو غوښتنه وکړه. پلورونکي د بورې مرتباني ته وکتل او د بخښني په غوښتلو سره يې ورتــه وويل، چي يو سېر بوره نه لري . کندهاری اخيستونکی د دې خبري په اروېدو سره غوسه سو . ده ويل : زه فقط يو سېر بوره غواړم؛ خو دوکاندار وايي زه يو سېر بوره نه لرم . په حقيقت کي دواړه سم ږغېده؛ ځکه چي له يوه سېر وزن څخه د کندهاري پېرېدونکي ( خريدار ) مقصد يوازي يو کيلو بوره وه؛ چي په مرتبانه کي تر هغــــــــــــــې ډېره مالومېده؛ خوکابل مېشتي دوکاندار د سېر وزن داوو کيلو په مانا پېژنده . دې خبرو ته په پام سره دا نتيجه اخلو، چي د ژوندانه په هره برخه کي د عام او واحد معـــــــــيار ټاکــــــل، ډېـــــري غلط فهمۍ او پېچومي له منځه وړي .
د ټولنيز ژوند په هره برخه کي، د مختلفو مقياسونو او پيمانو په څېر، د يوې ژبي د بېلابېلو لهجو تر منځ ډول ډول توپيرونه هم ، د هغي ژبي د ودي او پرمختګ په لاره کي راز راز خنډونه او ځنډونه پيدا کوي . د تلفظ او ليکدود په چارو کي بېلابېلي ستونزي، پر ښوونه او روزنه سربېره د ټولنيز ژوند ټولو ګډو ارمانونو ته د رسېدو لاره ډېره ګرانوي؛ نو ځکه د هري ژبي د ټولو لهجو د لغوي، اصطلاحي، ادبي او علمي زېرمو را غونډول؛ او د پياوړو څو اړخيزو اړيکو له لاري د يوي بشپړي کره او معياري ژبي پر لور هڅه، په ريشتيا سره لوی او ارزښتناک کار دﺉ .
د بشر د تاريخ لوړي او ژوري د دې انکار نه منوونکي حقيقت ښکارندوی دي، چي د هري ټولني په سياسي، اجتماعي، فرهنــــګي او اقتصـــــادي ژوند کــــي هر اړخيز بدلونونه په خپله د نوو معــيارونو د ايجاد شرايط او امــکانات برابروي؛ مثلاً د اروپايــــــــي ټولني ( European Community ) او بيـــــا اروپـــــايي اتحــــــاديـــــــې ( European Union ) په جوړېدو سره، اوس د اوويشتو هيوادو د ژوندانه په زياترو برخو کي، خورا ژور او په زړه پوري معيارونه را منځ ته سوي دي . د دغو هيوادو وګړي د يوبل هيواد ته د سفر پر مهال وېزې ته اړتيا نه لري؛ د پيسو د خورا ډېرو واحدونو پر ځای د يورو په نامه نوی پولي واحد غوره سو؛ او د سياسي، اجتماعي، فرهنـــــګي او اقتصادي ژوند په ډېرو ډګرونو کي داسي نوي اصول او معيارونه را منځ ته سول، چي د ټولو منشأ او ريښه د نړيوالو اړيکو په تيره بيا همدغو اروپايي هيوادونو او سيمي په ډول ډول بدلونونو او پرمختګونو کي نغښتې ده . په دغه راز بدلون او اوښتون کي انسانان ستره او مهمه ونډه لري . انسانان د تکامل له اړتياوو سره سم د خپل ټولنـــــــــيز ژوند مادي او مانوي ( معنوي ) شرايط اړوي . دا نوي شرايط او حالات په خپل وار سره د نوو بدلونونو لاره هواروي . ترڅو د ژوندانه په مادي او مانوي شرايطو کـــــــــــــي د پــــــــام وړ تغييرات رانه سي، د نوي غوښتني يا نوي معيار تحقق ګران او حتا نا ممکن کار دﺉ؛ ځکه نوي پديدې او معيارونه، د انسانانو، ژوو، بوټو او نورو ژوندييو موجـــــــــوداتو په شان، د خپل پايښت او ودي له پاره د خاصو شرايطو غوښتنه کوي . په دې ډول ګورو، چي د ژوندانه په هره برخه کي د معيار جوړول يو کمپيوټري يا مېخانيکي عمل نه دﺉ، چي د يوه کليک په کولو يا د يوه سويچ په کښېکښلو سره را منځ ته سي . بالعکس د هر معيار رامنځ ته کول او برياليتوب يو تدريجي او تکاملي بهير دﺉ، چي دانسانانو له بېلابېلو اړيکو او پر له پسې ګډو هڅو سره نېغ په نېغه تړاو لري .
د پښتو ژبي په ليکدود او نورو برخو کي، د نوو معيارونو د غوره کولو مسأله هم بايد د ټولني سياسي، اجتماعي، کلتوري او اقتصـــادي بدلونونو ته په ژوري پاملرني سره و څېړله سي . تر هغه مهاله، چي د پښتنو د خورو ورو پرګنو تر منځ د ټولنيز ژوندانه بېلابېلي اړيکي لا ټينګي او پياوړي نه سي، د کاغذ پر مخ د معيــــــــارونو ټاکل هيڅ ګټه نه لري . په پښتو ژبه کي، د معيارونو را منځ ته کول يوازي د څو شاعرانو، ليکوالو او پوهانو کار نه دﺉ . ژبه د نورو ټولنيزو موجوداتو په څېر د خلـــــــــګو په مـــنځ کي زېږي او د ډېرو اوږدو مودو په ترڅ کي وده کوي؛ له دې امله ژبه او ټول فرهنګي ميراثونه تر هر څه مخکي د خلګو مال دﺉ . په بله وينا، خلګ د خپلو پلرونو او نيکونو د دې لرغوني ميراث په روزنه او پالنه کي، تر ټولو لويه برخه لري . که څوک د جادوګرانو د منتر په څېر، په وچو فرمانونو او پرېکړو د ژبي په ګډون د خلګو په اجتماعي او کلتــــــــوري ژوند کي، د نوو لارو او معيارونو د رامنځ ته کولو خوبونه ويني، بايد يو پلا د افغانستان د تېر دېرش کلن خونړي تاريخ سياسي درسونو ته په ځير سره پام واړوي . زموږ ټولو هيــــــــــوادوالو د سر په سترګو وليدل، چي په افغانستان کي بېلابېلو سياسي او پوځي واکمنو ډلو، په خپلو و چو فرمانونو او فتواوو سره د خلګو په اجتماعي، کلتوري او اقتصادي ژوند کي هيڅ ګټور بدلون را نوست . هر څوک پوهيږي، چي اجتماعي او فرهنګي بدلونونه (ژبه هم له هغو سره موازي حرکت کوي ) هيڅکله د سياسي تغييراتو په شان، د سترګو په رپ کــــــــــــــــي نه پېښيږي . د ولسونو په ژبه او نوروکلتوري دودونو کي، پاييدونکي تحولات داوږدو کلونو او پراخو ګډو کوښښونو غوښتنه کوي؛ لکه څنګه چي په ونه کــــــــــــي د مـېوې پخېدل پر هوا، خاوري، اوبو، سري او نورو عناصرو سربېره وخت ته اړتيا لري، په ژبه کي هم د نوو او منلو معيارونو را منځ ته کول، د خلګو په سياسي، کلــــــــــــــــــتوري، اجتـــــماعي او اقتصادي ژوندکي، د پرمختګ او پوخ والي لازمو شرايطو ته اړتيا لري .