For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
ادبي ملغلري
زما افغانست .. سیف الدین س ..
ښاري هلك حبیب الله حبی ..
غزل صابر اصلزی
شعر عبدالحلیم همت
سوال رحمت الله مظل ..
لمر وزېږيد اجمل اټک يوسف ..
ويريږم ميرويس جلالزی
غزل محمد یوسف خدم ..
زمانه عزت الله
محبت جاويد دريځ
په افغانستان کي کامیابه اداره اوسوله یوازي د جنګي جنایت کارانو په محاکمه کښي نغښتې ده
   ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ د توري بورې دولت ضد ډلي د مرگ ژوبلي ادعا      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ کاى ايډې: نړيوالې مرستې بېرته بهر ته ځي      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ ایتلافی ځواکونودواده په ورادبمبارپه ترڅ کی 22تنه ووژل      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ اې اېن پي: د امن جرګې پرېکړې دې عملي شي      ۱۶ / ۴ / ١٣٨٧ اويس غني: افغان دولت پرخپلوسيمو واکمني نه لري      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په خوست کې بيالاريون وشو      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ زابل .په اکمالاتی کاروان برید وسو      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په ولسي جرګه کې د کندهار ولايت وژل شوي استازي جنازه خاورو ته وسپارل شوه      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ خوست:دنرسينګ روزنيزمرکزته ودانۍ جوړيږي.      ۱۵ / ۴ / ١٣٨٧ په پکتيکا کې ښونځي ته ودانۍ جوړه شوه     
دکتابتون لومړی مخ دپښتو ژبي اړوند کتابونه دپښتو ژبي نننۍ مسالې
ايا د بېلابېلو شيانو او پديدو اوسني منل سوي معيارونه، په ناڅاپي ډول جوړ سوه ؟

لکه څنګه چي تاريخ شاهد دﺉ، د ژوندانه په بېلابېلو برخوکي هر شاخص او معيار هيڅکله په ناڅاپي ډول نه دﺉ جوړ سوی . هر شی او هره پېښه يوه منلي معيار ته تر رسېدو پوري، د تر قۍ او پرمختګ تر بېلابېلو پړاوونو تېر سوي دي . د پر مختيا او لوړتيا دا بهير، سره له ځينو خنډونو او ځنډونو، هيڅکله په بشپړه توګه نه دﺉ درېدلئ . پرونييو شاخصونو او معيارونو، د تکامل او پرمختګ له غوښتنو سره سم، خپل ځای ننييو شاخصونو او معيارونو ته پريښی دﺉ . د نن منل سوي معيارونه هم بې شکه د سبــــــــا د له پياوړو، ځواکمونو او په هره مانا پرمختللو معيارونو سره، د مقابلې وس نه لري . په بله ژبه، هر معيار يوازي د خپل چاپېر او خپل مهال غوښتنو ته جواب وايي . د وختونـــو په تېرېدو سره نوي غوښتني، نوي ذوقونه او نوي اړتياوي راپيداکيږي . په طبيعت او ټولنيز ژوندکي دا پرله پسې او ناپايه بدلونونه ، تل د نوو معيارونو د جوړولو اړتيا وړاندي کوي . که د وخت، تول، واټن، مساحت ، تېزوالي، ځيرکتيا، پيسو او نورو سلګونو معيارونو تاريخي تګلاري ته يو ه سرسري کتنه وکړو، له ورايه مالوميږي، چي ټول نننــــــــي معيارونه تر ډېرو بدلونونو او پرمختګونو وروسته، دې پړاو ته رسېدلي دي . په بېلابېلو سيمو، توکمونو او ډول ډول مدنيتونو پوري تړلو کسانو، پخوا د ژوندانه د هـــــــري اړتيا لپاره جلا او ځانګړي معيارونه کارول . نه يې د وزن او واټن معيارونه يو شان وه؛ او نه يې په ټولنيز او سياسي ژوند کي نور بېلابېل معيارونه . د وزن، ظرفيت، فاصلې او نورو اړتــياوو له پاره اوسنی ميټريک سيسټم په يوه وار منځ ته نه دﺉ راغلئ . اوسني معيارونه هم هيڅکله پر همدې دې حال نه پاتيږي؛ د مثال په توګه موږ د سر په سترګو وليــــــــــــدل، چي د اروپايي اتحاديې څه د پاسه شلو غړو هيوادو د پر مختګ له غوښتنو سره سم، د خپلو هيوادونو د پيسو د بېلابېلو واحدونو پر ځای، چي هر يو يې په حقيقت کي د راکړي ورکړي بېل معيــــــــار ؤ، د يورو (Euro ) په نامه د پيسو نوی واحد يا معيار را منځ ته کړ . په ځينو هيوادونو کي د پونډ، اونس، ميل ، يارډ او نورو په شان امپېرييل معيــــــــارونه ورو ورو خپل ځای د ميټريک نړيوالو منل سوو معيارونو ته پرېږدي؛ او د پر مختګ دا بهير به تل تر تله جاري وي .