For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
ادبي ملغلري
غـــــــــز .. یوسفزی
شعر وږمه پاينده خ ..
بریالی رحیمي ديارحسن
غزل اټک يوسفزی
فلسطين لکه ز .. عبدالقديم ..
فلسطين فدامحمدنومير
نظم داکتر هارون د ..
افغانان ځدراڼ
شعر خادم
فلسطین طاهری
ترڅوچي جنګي جنایتکاران په دولت کي موجود وي دافغانستان دغه روان بحران به همداسي روان وي
   ۱۷ / ۱۰ / ١٣٨٧ عاجل خبر: آصف علي زرداری کابل ته را ورسید      ۱۷ / ۱۰ / ١٣٨٧ کابل: د زرداري راتگ ښاریانو ته ستري ستونزي را ولاړي کړي دي      ۱۷ / ۱۰ / ١٣٨٧ ډیموکرات سناتور: جورج ډبلیو بوش بدترین ولسمشر دی      ۱۷ / ۱۰ / ١٣٨٧ کنړ کې د اسرایلو پر ضد لاریون وشو      ۱۷ / ۱۰ / ١٣٨٧ هلمند: پینځه بریټانوي سرتیري او سل طالبان وژل شوي      ۱۷ / ۱۰ / ١٣٨٧ غزنی: د ولایتي شورا تښتول شوی غړی له اوږدۍ لادرکۍ وروسته بیرته را څرګند شو      ۱۷ / ۱۰ / ١٣٨٧ بلوچستان: د ګازو په نل لیکه کې ځواکمنه چاودنه شوي      ۱۷ / ۱۰ / ١٣٨٧ اسټرالیا: یو سرتیری مو په ارزګان کې ووژل شو      ۱۷ / ۱۰ / ١٣٨٧ افغان کارپوه: اسرایل پر غزې باندي د برید څخه په سیمه کې پراخي سیاسي موخي لټوي      ۱۷ / ۱۰ / ١٣٨٧ د هراتيانو دوعا د قبليدو په درشل کې     
دکتابتون لومړی مخ دپښتو ژبي اړوند کتابونه پرمعياري ژبه دمعيارپه ژبه يوه څېړنه
دلوی خدای(ج) په نامه

غالباٌبه د١٣٦٧ش کال شاوخواوه،چي دعلامه رشادمرحوم په کورکي مي ددوی عالمانه خبروته غوږنيولی و. دخبروپه ترڅ کي مي د پښتو د هغه وخت په نشراتوکي دمسلطي ژبي اودهغې په برخه کي دخپلو ستونزوپه باب ځيني پوښتني ځني وکړې . په دغه وخت کي ما د باختر آژانس په پښتوڅانګه کي دغړي په توګه کارکاوه . استاددژبي اود هغې دتحولاتواوتطوراتوپه باب اودغه رازدهغه وخت ددولتي پښتو ضدپاليسيوپه باره کي اوږدې څرګندوني وکړې . دخبروپه پای کي ما ځني وپوښتل چي ولي په دې برخه کي څه ليکئ نه ؟ په جواب کې راته وويل : ٌداکارستاسي ځوانانورسالت دئ . ژبه ملي امانت دئ . موږ دادئ ترتاسي پوري راورسوله . ښه موراورسوله که بده ، سمه مو را ورسوله که ناسمه ، دابه وروستي نسلونه قضاوت کوي . خواوس وار ستاسي دئ چي له دغه امانت سره بې پروايي ونه سي . اصالت ته يې صدمه ونه رسيږي . لوبي ورسره ونه سي . ٌ ماورته د فارسي دابيت ووايه :

آسمان بارامانت نتوانست کشيد
قـــــــــرعۀ فال بنام من ديوانه زدند

استادومسل اوزياته يې کړه. ٌپه دې پلمونسې خلاصېدلای . دا امانت تاسي ته درپاته دئ . ٌ له هغې ورځي څخه بياترننه پوري چي زه د ٌ امانتٌ کلمه واورم ، اوږې مي راته درنې سي . داسي راته وايسي لکه ددغه امانت وړلوتوان چي نه لرم . خوداستاد(رح) آهنګ لرونکې خبره مي ترغوږوهيسته ازانګې وکړي . ٌداکارستاسي ځوانانورسالت دئ .ٌ دهمدغه ملکوتي ږغ اغېزه وه ، چي نن يې په ماکي پردغه رازجنجالي موضوع( اوسنۍ پښتو يا کره پښتو؟) باندي دليکلوجرأت پيدا کړ .
ددې ليکني په شروع کي زه په دووزړوکي وم چي آياپردغه مشخصه موضوع ( دپښتودمعياري کولوپرهڅو) باندي دڅه ليکلواجازه لرم که يا؟ ډاکټرپالوال وايي : هو ، لرې يې (١) .ډاکټرزياروايي دژبي مسايل ژبپوهانوته پرېږدئ ځکه دادهغوی مسلکي دنده ده . نو ګويا دده جواب منفي دئ . زه له ډاکټرپالوال څخه تشکرکوم چي دده دفتواله اسيته مي پدل مات سو اوپردغه موضوع باندي مي دليکني جواز تر لاسه کړ اوپر څنګ يې له ډاکټرزيارڅخه بخښنه غواړم چي بې لايسنسه مي قلم چلولی دئ .
څرنګه وکړم هغه دچاخبره ٌ کې خورمه کافرکېږم ، کې نه خورم وږی کېږم ٌ ددغه راز پاڼ وپړانګ ترمنځ به سترګي پټي کړم ، دخدای توکل به واخلم اودهغه حق مجراينه به وکړم چي دپښتانه خواراونتلی قوم يې راباندي لري اوپرڅنګ به مي داستادعليه الرحمه هغي توصيې ته هم يوه داوړوپزه جوړه کړې وي ، چي په ډېره جدي لهجه يې راته کړې وه اوتاسي ته مې څوکرښي وړاندي يادونه وکړه . واهمه مي ځکه ډېره ده ، چي لوړګړنګ دئ . بېرېږم چي ځان ژوبل نه کړم . يوشی چي دليکني جرئت راکوي هغه دمشرانو پوهانو بزرګواري اودکشرانواخلاص دئ اوپرڅنګ يې هررازانتقاداوکره کتني ته زماخلاصه غېږده . که زماله دې ټولي ليکني اواستدلال سره سره بياهم يوچاپه دغه خبره سررا خلاص کړ، چي انډيواله ! کږه دي اخيستې ده . بيابه زه هم له خپل نيلي څخه راکښته سم اوپرخپله تړه به ځم . معناداچي خپلي خبري نعوذبالله
من ذلک ، قرآني احکام نه ګڼم .
په دې اثرکي ماله ځينوکتابوڅخه اوږده اوږده اقتباسونه کړي دي . دا کار دي لوستونکي دليکني دپنډواله په انګېزه نه ګڼي . زمارساله بې هغه هم خواره بوښکې ده . زماهدف دمعياريت اوسني جريان ته کـره کتنه غوندې ده . ددې له پاره زه دنظرياتواونقل قولونوبيارانقلولوته اړ کېدم ځکه له رانقلېدوپرته يې لوستونکي په تاريکه کي پاتېدل . خو له دې سره دي هم مالوستونکي وبخښي . په کتاب کي يوشمېرمکررو خبروزماپه خيال څه بېخوندي پېښه کړې ده.مادموضوع دلازيات وضاحت په نيامت دمکرراتوبېخوندي پرځان منلې ده . هيله ده ښاغلي لوستونکي يې په بزرګوارۍ سره په ٌ تکرارحسن ٌ کي وشمېري .ددې ليکني ځيني برخي ترجمې دي ، چي په متن کي مي يې ماخذ ښوولی دئ اونوره زماخپله څېړنه ده .
په پښتنوکي له بده مرغه پرعلمي مسئلوباندي دنظرڅرګندولو پای ناندرواوشخړوته دريږي . په دغه حقيقت باندي له پوهېدوسره سره ، بياهم زه خپل تاريخي مسئوليت دې ته اړکړی يم چي دهغوزرونو پښتنو اندېښنې منعکسي کړم ،چي دپښتودننۍ په اصطلاح کره ليکني له بابته ورته پيښي سوي دي .

اګربينی که نابيناوچــــــــاه است
اګرخاموش بنشستی ګناه است
+++++
محمدمعصوم هوتک
اوکويل ـــ کاناډا
٢٠ نومبر٢٠٠٦ع

(١) ډاکټرصاحب پالوال داخبره دلغاتوجوړولوپه برخه کي کړې ده اووايي چي دلغاتوجوړول دژبي دهر مستعدويونکي حق دئ .خوزه به ددوی له دغي اجازې څخه لږڅه پراخه استفاده وکړم .
( وګ : معياري پښتو ـــ ٢٤٠مخ) .