له استرياڅخه د افغان ولس کلتوری ټولنی پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10470
ډاکټربسم الله امير
دخبریدو نیټه : 2006-11-27

يادونه : داپيغام په سويډن کي د ځوان نسل او سالمي روزني علمي کنفرانس ته ليکل سوی و .

له هیواده بهراو  په جلاوطنۍکی ، د یوی علمی غونډی او سمینار رابلل ، هسی یوه آ سانه او ساده خبره نه ده .  داکار ډیری هلی ځلی ، مـنډی ترړی او ځان ستومانه کول غواړی .  خـود کوم مرام  لـه پاره چی  دا وارد « دوستۍ فـرهـنګی ټـولنی »  د افغانی   پـوهـانـو او  ‌ذیصلاحو کسانو، علمی کنفرانس  وربللی دی ، پـه هـمدغومره زیاته  ستومانۍ ارزی .
 مونږ ډیري افغانان  دخپلو کمکیانو د سمی   روزنی   په فکر کی   یو او دا انـدیښنه راسره شته چی نه ویل کیږی  دوی خپل افغانی هـویت بـایلی ، خپله ژبـه   بــه هیره کاندی ، دینی اواسلامی ارزښتونــه بــه لــه یاده وبـاسی او همدغه شـان خـپـلو  نـورو ښـو مـلی او افـغـانی دودونـــو تــه به  یی پـام نـه وی او تش دومره به وایی چی زمونږ  پلرونه افغانان وو او بس .
ددغه علمی کنفرانس لومړۍ او دوهمه  برخه ، یوه له بلی زیاته ده .  په دوهمه برخه کی چی د هیواد د یوه صادق زوی   یعنی کــانــدیــد اکاډیمسین اعظم سیستانی دعلمی څیړنــو او خــدمتونـو درناوی کیږی ، دا دهغه حق د  پرځای کولـو یوه برخه ده ، چی پر مونږ ټولـو یی لـری .  مونـږ دلـته  دښاغی او منلی سیستانی د پخې لیکوالۍ ، پراخی  پوهی ، صداقت او دغه شان نورو ښو او نیکو خصوصیتونو په باره کی ډیر څه ویل نه غواړو، بلکه دده  له پاره د بشپړی  روغتیا او اوږده  عمر هیله کووچی  تر ډیره پوری مو سترګی  دده پر علمی او مستندو لیکنو روښانه وي  .
 که چیری دکنفرانس ویناوی او مقالی وروسته ، نه یوازی په کومه خپرونه کی  راووزی ، بلکه په وېب پاڼو کی هم  نشر شی ، ښـه بـه وي  .  پـه دې  تـوګـه بــه  ډیـري  افـغـانـان  ددغـه علمی  کنفرانس لـه ښـو نتیجو ګـټه واخلی .
پـه پـای کی  د « دوستۍ فرهنګی ټولنی » مشرتـابـه ، په تیره بیا ښاغلی غمخور ته ، کور ودانی وایو چی دومره ربړ یی ګا للی او یو دغسی مهم کنفرانس یی  و ر بللی دی .

                                                                                             د افغان  ولس کلتوری ټولنه
                                                                                                        د مشر تا به جرګه