ددسمبرشلمه ۲۰۰۶ کال لندن
په افغانستان کې د سیمي دامن اوخیر ښیګڼې جرګه
اوپه بهرکي دمیشتوافغانانوګډون!
د افغانانو د عمل نړیواله کمیټه د ډیورند د تپل شوي کرښي په دواړو غاړو کي د سیمي د امن او خیر ښیګڼې جرګو جوړیدل دځینوپه اند د روان ګړکیچ څخه په رښتونې توګه زموږ د خاوري او وګړو ژغورل ، د وخت مهمه پیښه او پر ځاي سیمه ایز سیاست دی .
زموږ د پلرنې سوځیدونکي ټاټو بې د اور لمبې یوازی د بهر نۍ لا سوهني، کور نۍ اوږدې جګړې د مخنيوي او دلرو برو افغانانو د جرګه کیدو او یو موټي کیدو په اثر مړې کیدلی شي . په دې بنسټ جرګه د هېواد د تاریخ په ډیرو حساسو شیبو کې د پیچلي بحرانونو څخه د راوتلو یوازینۍ او کارنده موسسه وه او ده، او کولی شي د جګړو تا وده سنګرونه د مفاهمت او یو بل ته د تیریدني په داسي مرکزونو واړوي چې هر یو به په خپل وار افغانستان ته د سولي او ښیرازۍ په راګرځولو کي سیالي وکړي .
له دې کبله د افغانانو د عمل نړیواله کمیټه وړاندیزکوي اوتاکید کوي چي په داسي حساسه پیښه کي دهیوادنه بهرافغانانورول اوګډون له پامه ونه غورځوي اوداروپا په کچه دي هم داستازو د ګډون لپاره په افغانستان کې د سیمی د امن اوخیر ښیګڼې په لمړۍ جرګه کي د ملي افغاني هدف دپلي کیدو په موخه دبرخې اخیستني زمینه برابره کړي .
په درناوي
دکمېټې مشر
سیدجان کاروانی