د امريکا پوځ ايراني چارواکي د عراق په تاوتريخوالي تورنوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11258

دخبریدو نیټه : 2007-02-12

د امريکا پوځ ايراني چارواکي په پورتني کچه تورن کړي چې هغه پرمخ تللي بمونه چې چاودنې يې د عراق په واټونو کې د زياتېدو په حال کې دي په عراق د شيعه اورپکو په واک کې ورکړي دي. د امريکا لوړ پوړي دفاعي چارواکو په بغداد کې خبريالانو ته وويل چې له دغو بمونو څخه ګټه اخيستنه له٢٠٠٤ کال تر اوسه د ١٧٠ امريکايي سرتېرو د وژل او د ٦٢٠ نورو سرتېرو د ټپي کېدو لامل شوى دى. دغه ډول بمونه د اې . اف. پي په نوم (explosively formed penetrators) او هغومره قوي دي چې کولاى شي يو ټانک له منځه وېسي.