په پرتګال کې د ماشوم د ضايع کېدنې قانوني کېدل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11259

دخبریدو نیټه : 2007-02-12

د پرتګال لومړي وزير خوزه سوکراتس ويلي، چې د تېرې ورځې په  ټول پوښتنه کې د لږو گډونوالو له برخې اخيستو سره سره به د دغه هېواد پارلمان د ماشوم ضايع کېدل قانوني کړي. د راى ورکونې له مرکزونو څخه بهر نظر  پوښتنې څرگندوي، چې په سلو کې 59 پنځوس کسانو د ماشوم  ضايع کيدنې طرحې ته رايې ورکړي دي. د دغې طرحې له مخې مرمنې کولاى چې د اميدوارۍ تر لسمې اونۍ ماشوم ضايع کړي. د ماشوم د ضايع کېدنې له قانوني کېدو سره به دغه هېواد د اروپايي هېوادونوله ډلې سره، چې د ماشومانو ضايع کېدنه په کې قانوني ده، يو ځاى شي.