په مونيخ کې د ايراني چارواکي څرکندونې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11261

دخبریدو نیټه : 2007-02-12

په مونيخ کې د نړيوال امنيت غوڼده، چې  د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه لوړ پوړو چارواکو او سياسي شخصيتونو په کې ګډون کړى، دوام لري. د تېرې ورځې غونډې په ناسته کې د ايران اټومي پروګرام د خبرو اترو اصلي موضوع وه.

د ايران د امنيت شورا مشر علي لاريجاني په دې ټينګار وکړ چې هېواد به يې خپل اټومي پروګرام ته دوام ورکړي، وويل ايران چمتو دى څو د نړيوال اټومي انرژۍ له اژانس سره همکارۍ کوي. په همدې حال لاريجاني وويل چې د ايران اټومي فعاليتونه د ملګرو ملتونو د څارنې د سازمان تر نظر لاندې تر سره کېږي. د دغې غونډې ترڅنګ همدارنګه د اروپايي ټولنې د بهرني اړيکو مسئول خاوير سولانا له علي لاريجاني سره خبرې درلودې. دواړو خواوو خپل منځي خبرې اترې ګتورې وبللې. د هولو کاست موضوع بله مسله وه چې په دغه ناسته کې مطرح شوه. ډېرۍ هېوادونو ايران د هولوکاست د پېښې د انکار لپاره چې ويل کېږي په هغه کې د دوهمې نړيوالې جګړې په لړ کې ٢ مليونه يهوديان د آلمان د نازيانو په وسيله وژل شوي دي تر نيوکو لاندې ونيوه. د امنيت کانفرانس غونډه هر کال د نړۍ د مهمو امنيتي مسايلو په اړه د خبرو اترو په موخه تر سره کيږي.