د عراق روحانی شیعه مشر مقتدی صدر ایران ته پناه وړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11266

دخبریدو نیټه : 2007-02-14


په عراق د شيعه اورپکو د سرکوبولو د پيل په لړ کې امريکايي چارواکو وايي مقتدي صدر چې د دغه هېواد د سپاه مهدي په نامه د يوه ستر ګوند مشرۍ پر غاړه لري هېواد يې پرېښى او ايران ته تللى دى. د امريکا يو پوځي چارواکى چې يې نه غوښته نوم افشا شي د دغه هېواد رسنيو ته په وينا کې وويل چې مقتدي صدر دوه يا درې اونۍ وړاندې د موټر په وسيله وتلى او تهران تللى دى. د صدر تر نظر لاندې ډلې په دې تورن دي چې د سني ټولنې پر وړاندې د تاوتريخوالي په عملياتو کې لاس لري. د صدر يوه وياند د نوموړي تګ ايران ته ناسمه بللى دى.