خوست كې له كوچيانوسره مرسته وشوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11268

دخبریدو نیټه : 2007-02-13

ددې ولايت دباك ولسوالۍ كوچيانوله درې سوه كورنيوسره دولايت لخواد۳۰۰ خېمو،۹۰۰ كمپلواونورو توكيومرسته وشوه ،

ددغوكوچيانواودباك ولسوالۍ دبابكرخېلوقوم ترمنځ څه موده وړاندې دغرنۍ ځمكې پرسرشخړه رامنځته شوې چې دبابكرخېلوقوم خلكوله كوچيانوڅخه په ياده شوې سيمه كوې ټول كورنه ړنګ اوكوچيان يې پسې واخيستل .

بابكر خېل دغه سيمه خپله بولي او وايي چې كوچيان اوړى سړوسيموته ځي اوژمۍ دلته تېروي خواوس يې دغه سيمه خپله بللې وه اودايمې استونګنځي يې پكې جوړكړي وونولدې امله دوى اړشول چې يادشوي كوچيان په زورله دې سيمې څخه وباسي .

ديادونې وړده چې دنوموړي سيمې پرسرڅوڅوځله دكوچيانواوبابكرخېلوقوم ترمنځ داسې وسلوالې نښتې شوي چې غټې وسلې لكه هاوان اونورهم پكې كارول شوي اوله دواړوخواووپه لسوګونوتنه مړۀ اوټپيان  شويدي  .

نېږدې يوه مياشت مخكې ددواړو قومونوترمنځ يو ځل بيا نښتې پيل شوې چې په پايله كې دکوچيانو کورونه ړنګ شول اودكوچيانودرې سوه كورنۍ يعقوبيوولسوالۍ وليږديدې .

خوكله چې د هېواد لوى څارنوال  عبدالجبار ثابت دروان لمريزکال دمرغومي په مياشت کې دې ولايت ته تللى و، په لومړي سركې يې ديادو شويو قومونو ترمنځ پدې ډول جوړه وكړه چې کوچيان به په باک ولسوالۍ کې کوچيانى ژوند کوي ،دايمي کورونه به نه جوړوي اوله څړځايونو څخه ګټه پورته کولى شي .

يادوشوكوچيانوته دخوست ولايت لخوادكورنۍ پرسريوه –يوه خيمه ، درې – درې كمپلې اويوشمېردابو بوشكې وركړل شوې .