دخوست ولسواليوسربندونه به جوړكړو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11269

دخبریدو نیټه : 2007-02-13

د خوست والي ارسلا جمال په هغه ليدنه كې چې د باک ولسوالۍ له قومي مشرانو سره يې ترسره كړه ،يادوشوومشرانوته وويل چې په راتلونكي لمريزكال كې به پدې ولسوالۍ (۳۱) سربندونه جوړوي همدارازڅوورځې مخكې هم نوموړي ويلي ؤ چې ددې ولايت په يوشمېرهغوولسواليوكې چې دسربندونوجوړلو اړتياپكې ليدل كيږي له اړتياسره سم سربندونه جوړي  .
په ياده شوې ليدنه دباك ولسوالۍ قومي مشرانو په يوه خوله،د خوست له مرکز څخه تر باک ولسوالۍ پورې د غځېدلي سړک د پخولو غوښتنه هم وکړه چې په ځواب کې يې جمال وويل : (( موږ به په نږدې وخت کې ددې شاوخوا ٣٠ کيلومتره  سړک د پخولو کار پيل کړو . ))
جمال او ورسره پلاوي يې دغه راز له يعقوبيو ولسوالۍ څخه هم ليدنه وکړه ،پدې ليدنه كې نوموړي د يادې شوې ولسوالۍ چارواکيو او قومي مشرانو ته وويل چې ددې ولسوالۍ له امنيت څخه راضي نه دى اوزياته يې كړه چې   موږ په هغه سيمه کې پروژې پيلوو چې امنيت په کې وي . ))
د يعقوبيو ولسوال ګل قاسم جهاديار، خپله ژمنه بياتكراركړه اوويې ويل چې دوى به په راتلونکي کې د يادې شوې ولسوالۍ، د امنيت په ټينګولو کې لازياتې هلې ځلې کوي .