د ايران په ذاهدان کې د چاودنې په ترڅ ١٨ تنه ووژل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11270

دخبریدو نیټه : 2007-02-14

له ايران څخه د رسېدلو رپوټونو له مخې د دغه هېواد په سهيل ختيځ کې يوه ملي بس ته نږدې د چاودنې په ترڅ کې ١٨ تنه ووژل او يو شمېر نور ټپيان شول. د رپوټونو له مخې نن سهار د ذاهدان ښار د استان سيستان او بلوچستان په مرکز کې د ملي بس د تمځي په مخکې په يوه موټر کې ځاى پر ځاى شوى بم وچاودېده. خبر زياتوي چې پيښه هغه مهال رامنځته شوه چې له سيمې څخه د ايران د سپاه پاسداران يو موټر د تيريدو په حال کې و. تر اوسه مالومه نه ده چې وژل شوي کسان د سپاه پاسداران غړي دي او که نه. دغه ښار څخه مخکې له دې هم د نااراميو برمته نيونو او دولتي مامورينو سره د وسله والو نښتو رپوټ ورکړل شوى و. ذاهدان له افغانستان او پاکستان سره پوله لري.