يولوړپوړى طالب چارواكى ونيول شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11279

دخبریدو نیټه : 2007-02-14

دخوست ولايت دملي امنيت اوناټوځواكونودګډوعملياتوپه ترڅ كې يوطالب چارواكى نيولى .
دخوست والي وياندسليم كامران وويل چې نيول شوى تن ملاداؤد(ترابي)نوميږي چې دشپې دريوبجوپه شاوخواكې دملي امنيت اوناټوځواكونوپه ګډوعملياتوكې دتڼيوولسوالۍ اړوندپه ګربزوصحرانومي سيمه كې نيولى .
د كامران دمعلوماتو له مخې ، نوموړى دتېر امارتي پېر پر مهال په کابل کې د امر بالمعروف دادارې لوړ پوړى چارواکى و .
  نوموړي وويل چې نيول شوى تن دطالبانو د واکمنۍ تر  ړنګېدو وروسته   په خوست او پکتياکې دجنګونو دمهمو قوماندانانو له جملې څخه شمېرل کېږي ،چې اوسمهال يې دخوست ولايت دباك ،يعقوبيو،نادرشاكوټ اوشمباوت په ولسواليواوسيموكې دترهګريزوبريدونوپلانونه جوړول .
د والي وياندزياته كړه چې د ناټو ځواکونو ملا داؤد دڅېړنواوپلټنولپاره له ځانه سره وړى دى .