د ترکمنستان نوي ولسمشر د لوړې مراسم پرځاى کړل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11280

دخبریدو نیټه : 2007-02-15

په ترکمنستان کې د يکشنبې د ټاکنو د پايلې له اعلام سره د دغه هېواد نوي ولسمشر د لوړې مراسمو له پرځاى کولو وروسته خپل کار رسما" پيل کړ. پر ټاکنو د څارنې د کميسيون په وينا قربان قلي بردي محمداف وکولاى شو په سلو کې څه د پاسه ٨٩ رايې لاسته راوړي. تېره ورځ پر ټاکنو د څارنې د کميسيون مشر اعلام وکړ، چې د ولسمشرۍ کفيل قربان قلي بردې محمداف د يکشنبې په ټاکنو کې زياتې رايې لاسته راوړي. نوموړي د نوي ولسمشر په توګه د خلق د مصلحتي شورا پر وړاندې د لوړې مراسم پر ځاى کړ. که څه هم ډېريو بهرني سرچينو دغه ټاکنې تر نيوکو لاندې ونيولې خو بياهم د دغه کميسيون مشر ويلي چې په سلو کې شاوخوا ٩٩ راى ورکوونکو ګډون درلود. د لوړې په مراسمو کې د ترکمنستان ولسمشر په ګډون د نړۍ ځينې لوړ پوړو چارواکو لکه د افغانستان، تاجکستان، ګرجستان او د قزاقستان ولسمشرانو د ترکيې لومړي وزير او د ايران د ولسمشر لومړي مرستيال ګډون درلود. قربان قلي بردي محمداف پنځوس کلن دى او د غاښو د طب په څانګه کې يې د ترکمنستان په پوهنتون کې زده کړې دي.