د هسپانيې په پلازمېنه ماډريد کې ٢٩ تنه محاکمه کېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11281

دخبریدو نیټه : 2007-02-15

په اروپا کې د ترهگري ستره محاکمه نن په ميډ ريډ ښار کې د 29 عربې وگړو د محاکمې په پيليدلو پيل شوه. دغه کسان چې زياتره يې په خټه مراکشي دي د ترهگري سره په تړاو او د وژنې په تور محاکمه کيږي. دغه 29 کسان په ميډريډ ښار کې په 2004 کال کې د ريل گاډو په چاودنه کې چې شاوخوا 200 تنه په کې ووژل شول او څه نا څه 2000 کسان په کې ټپيان شول هم تورن دي. په دغه محکمه کې د 600 څخه زيات گواهان او د څيړنې کارکونکې د گواهي لپاره غوښتل شوې دي. په هسپانيه کې د اسلامې کميسون په وينا په دغه هيواد کې د يو مليون څخه زيات مسلمانان ژوند کوي . دغه مسلمانان چې څلور پر پنځه  يې کډوال دي د مارچ د پيښې وروسته دا احساسوې چې دوي په هسپانيه کې عادې ژوندتيروي. سره له دې چي دغه پيښه پر مسلمانانو تپل کيږي.