اسماعيل هنيه د کورواکې ادارې د جوړېدو مامور شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11283

دخبریدو نیټه : 2007-02-16

د فلسطيسن د کورواکي دولت لومړي وزير اسماعيل هنيه او د هغه دولت استعفاء کړې ده. د هنيه د ګوښه کېدو له اعلام وروسته د دغه هېواد ولسمشر محمود عباس نوموړى د ملي يووالي دولت د جوړېدو د مامور په توګه وټاکه. په نوي دولت کې به د دواړو ګوندونو حماس او فتح پورې تړلي وزيران شامل وي. هنيه ويلي چې نوى دولت به فلسطينيانو ته نوى دوران ور په برخه کړي. نوموړي وويل دغه پيل د فلسطين د خلکو او ګوندونو لپاره يوه نوې ژمنه او سياسي ژوند وي. تېره اونۍ په مکه کې د فتح او حماس ګوندونو مشرانو په خپلو منځونو کې د اختلافاتو د لرې کولو او د ائتلافي دولت د جوړېدو پر سر خبرو اترو کې موافقې ته ورسېدل. ټاکل شوى و، محمود عباس تېره ورځ په خپلو ويناوو کې فلسطينيانو ته د ملي يووالي دولت اعلام کړي خو دغه ويناوې لغو شوې.