د بوسنيايي صرب قوماندان لپاره ٣٤ کاله بند

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11284

دخبریدو نیټه : 2007-02-17

 

د بوسنيايي صربيانو د اروپکو يو قوماندان د پخواني يوګوسلاويا په کورنيو جګړو کې د بشريت پر وړاندې د ٧ فقره يي جرمونو په تور په ٣٤ کاله بند محکوم شو. په بوسنيا کې د جنګې جرمونو محکمه ٥٢ کلن گويکو يانکوويچ د فوتشا ښارپر غير پوځي مسلمانانو د جنسي تېري او وژنو په تور ګناه ګار پېژندل شوى دى. فوتشا د بوسنيا په ختيځ کې پروت دى او د هغه بدې پېښې د هېواد د کورنيو جګړو په لړ کې له زيات شهرت څخه برخوردار دى. محکمې گويکو يانکوويچ  په ٣٤ کاله بند محکوم کړى دى خو د هغه مدافع وکيلانو ويلي د دغه حکم په پرتله به د استيناف غوښتنه هم وکړي. د ځانګړې محکمې د حکم پر بنسټ نوموړى د بشر پر وړاندې د څه ناڅه ٧ فقرو په جرم تورن شوى دى. هغه ته د نسبت شوي جرمونو له جملې څخه په فوتشا کې د ٧ تنو وژل په ١٩٩٢ کال کې د يوې ١٢ کلنې جلۍ په ګډون پر ٦ ښځو د جنسي تېرى دى.