د طالبانو بغاوتونه په يوه خپلواكي غوښتونكي جګړه بدليږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11285

دخبریدو نیټه : 2007-02-17

 

دا خبره د پاكستان د سرحد ايالت والي( علي محمد جان اوركزى)  پرون يوي ستري غونډي ته وكړه . اوركزي چې ويل كيږي سيمه يې د طالبانو د فعاليتونو يو عمده مركز دي وايې: د طالبانو جګړه ځكه په يو آزادي غوښتونكي مبارزي د بدليدلو په حال كې ده چې د كابل په حكومت كې پښتنو ته د پام وړ ځاي ندي وركړشوي نو له همدي امله پښتانه په قهر او غوصه دي . اوركزي په افغانستان كې د ثبات د نه راتلو بل لامل: د افغانستان د ختيځو او سويلي ولايتونو د خلكو اقتصادي فقر په ګوتو كړ . په همدي حا كې د جمعي په ورځ د پاكستان په ملي اسمبله كې د مخالفو ګوندونو مشر مولانافصل الرحمان وويل:امريكايي او ناټو سرتيري بايد ډير ژر له افغانستان څخه ووزي تر څو په افغانستان كې پوره سوله راشي.

نوموړي پرويز مشرف  په هغه بي فكره ككرۍ ياد كړ چې بې اجازي يي امريكايان په خاوره كې عمليات كوي .