څه كم لس زره تنه له موسي قلعه څخه تښتيدلي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11286

دخبریدو نیټه : 2007-02-17

 

د رپوټونو له مخې وروسته له هغه چې طالبانو دري ونۍ مخكې د هلمند موسي قلعه ولسوالي ونيوله نو د دي سيمي خلګو د ناټو ځواكونو او طالبآنو د جګړي له ويري خپل كورونه پريښودل او د هلمند د مركز او نورو ولسواليو په لور وتښتيدل.

د هيلۍ په نامه يوه ښځه چې خاوند يې په ورستيو نښتو كې وژل شوي وايې له خپلو ۶ تنو ماشومانو سره د ګرشك ولسوالۍ ته را كوچيدلي ده ، خو دلته نه خواړه او نه هم د سر پناه درك شته .

په همدي حال كې د ملګرو ملتونو سازمان وايې چې دوي بي ځآيه شويو كورنيو ته د مرستو رسولو په حال كې دې .

ځيني نا سپين  شوي رپوټونه خو د خراب چاپريال له امله د لسګونو هغو ماشومانو د مړيني خبر هم وركوى چې  له خپلو كورنيو سره يو ځاي له موسي قلعه ولسوالۍ تښتيدلي دي .