زېری
لاندنۍ کتاب ډېر ژر د بېنوا ويبپاڼي له خوا خپريږي
پر معياري ژبه د معيار په ژبه يوه څېړنه د هغه کتاب نوم دئ چي په دې وروستيو کي د علامه رشاد خپرندويي ټولني له خواچاپ ته چمتو او په سهيلي پښتونخوا کويټه کي د صحاف نشراتي موسسې له خوا تازه له چاپه راوتلئ دئ.
د معياري پښتو ژبي په اړه دا ګټور تحقيقي اثر د پښتو ژبي د تکړه ليکوال او څېړونکي ښاغلي محمدمعصوم هوتک له خوا په يو سل او څلور اتيا مخونو کي چي ټوله اته دېرش سرليکونه لري ليکل سوئ دئ.
د کتاب د چاپ چاري ښاغلي مطيع الله روهيال ترسره کړي دي چي د زرټوکه په شمېر چاپ سوئ دئ.
د کتاب د اهدا پرځاى تر بسم الله الرحمن الرحيم وروسته داسي ليکل سوي دي:
ارسطو وايي :
خپل استاد افلاطون راباندي ګران دئ ،
خو حقيقت تر هغه ډېر راباندي ګران دئ .
د کتاب پر پنځم مخ د علامه رشاد خپرنديويي ټولني يادښت او په نهم مخ کي د کتاب ليکوال ښاغلي هوتک صاحب د يوه داسي کتاب د ليکلو پر اړتيا څو کرښي ليکلي دي. د کتاب په وروستيو دريو مخونو کي د ټولو هغو ماخذونو ( اخځونو) نومونه ياد سوي دي له کومو چي په دې اثر کي کار اخستل سوئ دئ.
د کتاب د شا پر پښتۍ د کتاب نوم په انګريزي ژبه ليکل سوئ خو د ټيپي تېروتني په سبب Pashto په Pastato ليکل سوې ده.
پر معياري ژبه د معيار په ژبه د دې څېړني مينه وال کولائ سي د دې کتاب د ترلاسه کولو له پاره پر دې پتوMrohyal@gmail.com ، Mhotak@hotmail.com برېښناليک ولېږي.
ليکوال او څېړونکى ښاغلى محمد معصوم هوتک
(پرمعياري ژبه د معيار په ژبه يوه څېړنه )