د ارواښاد مولوي صاحب خا لص د ادبي ټولنې له خوا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11558

دخبریدو نیټه : 2007-03-23

طرحي مشا عره
د ارواښاد مولوي صاحب خا لص بابا د ادبي ټولنې له خوا د پښتو ادب ټولو شاعرانو ته خبر ورکول کيږي، چې د ارواښاد مولوي صاحب د لاندې شعر په طرحه موږ ته خپل يو غزل يا نظم راوليږي. موږ غواړو چې په همدې ليکه د شاعرانو شعرونه را ټول کړو او د مولوي صاحب د تلپاتې مينې لپاره ترې يوه شعري ټولګه جوړه کړو. 
  همدارنګه په نږدې راتلونکي کې په پېښورکې په همدې طرحه د نوموړې ټولنې له لوري د يوې پرتمينې مشاعرې اهتمام هم نيول شوی دی، چې دکره نيټې اعلان وروسته خپريږي.
شعر داسې دی،
           مه خانده ظالمه کړپهار د زولنو ته مې
          ګوره نتيجه کې اخرکار د زولنو ته مې             ( ارواښاد مولوي صاحب يونس خالص)
پتې:  ګل حاجې پلازه، دريم پوړ،٣١٤ کوټه  پېښور
     تيلي فون شمېره:   ٠٣٤٦٩١٥٨١٨٣     ( عرفان الله څپاند)   
برېښنا ليک:
hanif_hairan@yahoo.com