نيمه پېړۍد پښتني- افغاني پوهې او فرهنګ د سمسورتياپه لار کې استاد پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار د اويايم زېږ پسرلي د د نمانځنې په وياړ
افغان کونسل او په لندن کې نورې افغاني فرهنګي ټولنې له تاسي ښاغلوفرهنگ دوستانو څخه په ټوله افغاني مينه هيله کوي چې دافغانستان دنوميالي ژبپوهاند، توکمپوهاند،ادبپوهاند، شاعر، ليکوال،ژباړن،ژورنالېست او ټولنيز روښاندي شخصيت استاد پوهاند دوکتور زيار داويايمې زيږ کاليزې په غونډه کې په خپل گډون سره زموږ مانيزاوافغانې ملاتړ ته اوږه ورکړئ.
پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار د لوړترين زده کړيز لاسوند(ديفيل دوکتورا) او ليکنو څېړنود څومره والي او څرنګوالي له پلوه زموږ دهېواد اوسيمې پر کچ د وسمهالي علمي- فرهنګي تاريخ له بېسارو څېرو څخه ګڼل کېږي. د يوازېني اريانپوه په توګه يې د لرغونو او اوسنيو ارياني ژبو او اړوندو ليک ډولونو تر څنګه دپښتو او دري پارسۍ په ګډون د هېواد او شاوخوا سيمو په ګوټ ګوټ کې د څوارلس ژبو څه له پاسه سل ګړدوده څېړلي او په دواړو غورو افغاني ژبو، الماني او انګرېزي ژبو يې د ليکنو څېړنو او ژباړنو شمېره له درو زرو تېری کوي. په خپله مورنۍ ژبه (پښتو)کې يې له درې نيمو لسيزو راهيسې په پرله غښتې توګه د نوې ژبپوهنې او يويوازېنۍ معياري ليکلارې او ورسره ورسره د نوي ازاد او سپين شعر د دودونې لپاره بېسارې هلې ځلې کړې او په د ې توګه يې دغه ستره ارياني- ملي ژبه نن سبا د نړيوالي ميډيا، انستيتوتونو اوپوهنتونو د علمي_ فرهنګي څيړنو جوګه کړې. زيار په خپل علمې اواکادميک اثر ((دپښتنو تاريخ دژبپوهنې په رڼا)) کې په علمي دلايلو زباده کړې چې پښتانه داسيا په زړه کې هغه ولس دی چې تل دلويو لوبو اوتاريخې غورځو پرځو يو اتل لوبغاړی پاتې شوی دی.
Blocks Road, Hammersmith (London UK)
W 6 9DT
Irish centre
وخت : داپريل درېيمه دمازيگر له پنځو بجو تر ۹ بجو پوري