ته څه خبر يې د زړه سره تاته څه پته ده
چې ستا صابر څومره په ګرانه شاعري كړې ده
په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ چي د ۲۰۰۷ كال د اپريل د مياشتي پر ۲مه نېټه د پښتو ژبي نوښتګر شاعر، تكړه څېړونكى او ليكوال صاحب شاه صابر له فاني نړۍ سترګي پټي كړې، انالله و انا اليه راجعون
د بست اخبار اداره د نوموړي غمجنه مړېنه د پښتو ژبي او پښتنو لپاره يوه لويه ضايعه بولي او د ارواښاد كورنۍ او دوستانو ته يې د عظيم صبر غوښتنه كوي، او ارواښاد ته د خداى (ج) په دربار كي د دعا لاسونه لپه كوي. وسلام
د پردي ښار مسافري چي صبر خوري صابره
په زړه نرى يم انتظار مي كوه در به شمه
په درنښت
د بست اخبار اداره
۱۳۸۶/۱/۱۶