د بېنوا فرهنګي ټولني د خواشينۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11686

دخبریدو نیټه : 2007-04-05

پر بېنوا فرهنګي ټولنه د ډاكټر صاحب شاه صابر د مرګ په اورېدو د غم زلزله خپره سوه، ډاكټر صاحب شاه صابر د پښتو ژبي پياوړى ليكوال، څېړونكى، نوښتګر او خوږ ژبى شاعر و، هغه د خپل ګټور ژوندانه په ترڅ كي پښتو ته درنه فرهنګي پانګه په ميراث پرېښوده چي پر بنسټ به يې پښتانه شاه زلميان تل ياد تازه ساتي.
د ده بې وخته مړېنه د پښتو ژبي او فرهنګ ته خورا لويه ضربه ده، په دې هيله چي د پښتنو ځوان فرهنګي پښت د ده لار وڅاري او د ده نيمګړي ارمانونه د ده تر مرګ وروسته پوره كړي. اروا يې ښاده، ياد يې تلپاته.

بېنوا فرهنګي ټولنه
كندهار _ افغانستان
۱۳۸۶/۱/۱۶