د روهي ادبي بهير د خواشينۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11688

دخبریدو نیټه : 2007-04-05

په ډېره خواشيني سره مو خبر ترلاسه كړ چي د پښتو نوميالى ليكوال او خوږ ژبى شاعر ډاكټر صاحب شاه صابر له نړۍ وكوچېد.
انا لله و انا اليه راجعون
د روهي ادبي بهير ټول ملګري د دغه خواشينوونكي خبر په اورېدو سره سخت غمجن شول.
موږ په داسي حال كي چي دا مړېنه د پښتو ادب او فرهنګ لپاره لويه ضايعه ګڼو د ارواښاد درنې كورنۍ او خواخوږو ته يې جميل صبر غواړو او بركتونه يې پر ټولو پښتنو خپاره غواړو. اروا يې ښاده، ګور يې له نوره ډك

روهي ادبي بهير
كندهار_افغانستان
۱۳۸۶/۱/۱۶