د اقبال حسېن افکار شعري مجموعه چاپ شوه
په
اسلام اباد کښې د مېشت پښتو شاعر او ليکوال اقبال حسېن افکار شعري مجموعه "د بېديا سپرلے" په نامه تازه له چاپه
اوتله.
په يو سل او اويا مخونو خور وور دا کتاب غزلونه، نظمونه، څلوريځې او سندرې لري چې د يو روښان فکره شاعر
د مشاهدې او مطالعې اظهار او د هغه نظر ترجمان ګڼل کېدے شي.
په دې شعري مجموعه ښاغلي سلطان محمد صابر او عبدا
رحمان بېتاب ليکنې کړې دي، تړون يې (د ١٩٧٩ء نه واخله تر دې دمه د افغانستان په قضيه کښې چې کومې خويندې کونډې شوې،
ميندې بورې شوې او لوڼه يتيمانې شوې دي)، د زېتون بانو او سلمى شاهين او د ليکوال د مور، خويندو او د هغو غېرت م
نو، پت منو خويندو، لوڼو او ميندو په نوم شوى چې د بې ځايه تور د غېرت په نوم شهيدانې شوې دي.
کمپوزنګ ئې عبدا
هادي حېران او د چاپ چارې يې جدون پرنټنګ پرېس ترسره کړې دي. د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام اباد او د کتابونو د لويو
دوکانونو څخه ترلاسه کېدے شي.
د کتاب د ترلاسه کولو لپاره ادرس دا دے:
کور لمبر c ٤٣٣، کوڅه لمبر ٢٨، سېکټر
٢-١/٦-G اسلام اباد.
تليفون: 051-2503357 موبايل: 0320-5120021