دويانا په ښوونځيوکې دپښتو ژبې اوادبياتودزده کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 12038

دخبریدو نیټه : 2007-05-03

زېری، زېری، زېری

د ويانا په ښوونځيو کې د پښتو ژبې او ادبياتو د زده کړې پيل

په اتریش کې ټولو میشتو افغانانو ته زېری ورکول کېږي چې د «افغان ولس کلتوري ټولنې» په هڅه او د اتریش د ښوونې او روزنې د وزارت په هر اړخيزه مرسته او ملاتړ د ويانا په ښوونځيو کې د زده کوونکيو لپاره د پښتو ژبې او ادبياتو د زده کړې اسانتيا برابره شوه.
د اتریش د ښوونې او روزنې وزارت ژمنه وکړه چې د نوي ښوونيز کال (۲۰۰۷ - ۲۰۰۸) له راتګ سره سم به د ويانا په ښوونځيو کې  د زده کوونکيو لپاره د پښتو ژبې او ادبياتو زده کړه په رسمي توګه. پيل شي.

په دې اړه د يادولو وړ ده چې:
- د پښتو ژبې او ادبياتو د زده کړې نوموړی بهير د اتریش د ښوونې او روزنې وزارت په مالي ملاتړ پرمخ بيول کېږي.
- د پښتو ژبې او ادبياتو زده کړه د ښوونځيو د نورو زده کړو تر څنګ پر مخ ځي.
- د دې زده کړې لپاره په اونۍ کې نژدې ۳ ساعته ځانګړي شوي دي او د زده کوونکيو د عمر له  په پام کې نيولو سره سم به په لمړنيو٬ منځنيو او مسلکي ښوونځيو کې تر سره کېږي.
Volksschule, Hauptschule, AHS (BHS)
- د دې زده کړې په بهير کې ګډون په خپله خوښه دی٬ نوم ليکلي زده کوونکي به له مهال وېش سره سم خپلو ټولګيو ته د زده کړې لپاره ورځي.
- د زده کړې دغه بهير يوازې د هغه ښوونکي خوا پر مخ بيول کېږي چې د پشتو ژبې او ادبياتو په څانکه کې یې لوړې زده کړې بشپړې کړي وي.
- په پورتني بهير کې د ګ ون پاڼې په لاندينيو پتو او يا د همدې ليکنې سره يو ځای تر لاشه کېدای شي.
Ing. M. Eshaq Asef
Anton Böckgasse
1210 Wien

Dr. Stanekzai Assad
Hanreitergasse 13/4/18
1210 Wien

- هيله ده خپلې ګډون پاڼې د وخت د لنډوالي له امله د ۲۰۰۷ کال د می م ياشتې تر لسمه نېټه پورې ډکې او په پورتنيو پتو راولېږئ
– که د دې خبرتيا په اړه لا هم پوښتنې لرۍ په دغو تیلفون شمېرو اړېکي نيولای شئ:

0681 103 415 22    0699 162 92 824        01 922 22 11

- د لانديني برېښناليک له لارې هم کولای شئ٬ چې د ګډون پاڼې تر لاسه کړۍ.
Afghan_wulas@yahoo.de


په درناوي
افغان ولس کلتوري ټولنه- اتريش