(( داستانونه )) چاپ شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1206

دخبریدو نیټه : 2004-10-06

د (( داستانونه )) دريمه گڼه چاپ شوه
د دوه مياشتنۍ مجلې داستانونه درېمه گڼه په کابل کې چاپ شوه . د ١٠٠ مخونو په دغې مجلې کې چې يوازې لنډې کيسې خپروي دا ځل د سناريو ليکنې په باب اوږده سريزه کښل شوې او د شاعر و ليکوال پير محمد کاروان يوه سناريو پکې خپره شوې ده . د دوهمې دورې په دغې درېمې گڼې کې د استاد سعدالدين شپون ، زرين انځور ، ايمل پسرلي او د يو شمير نورو کيسه ليکوالو  لنډې کيسې هم خپرې شوي دي . داستانونه مجله خپله وېبپاڼه هم لري چې  مجله  او ځينو کتابونه پکې ترلاسه کولى شئ . www.dastanona.com