دمى دمياشتي پرپنځمه نېټه دلندن
ښارکي دعمل نړيوالي کميټې په نوښت [ په افغانستان کي د (ملي جبهې) دجوړېدواوددې جبهې په هکله دافغانانوغبرګون ]
دلندن په ښارکي دميشتو افغانانوله خوا يوه لويه غونډه جوړه شوې وه. غونډه دمېرمنې امنه زيرک په وياندى پيل شوه
اوقاري جاويد عنايت د قران کريم څواياتونه ولوستل اوورپسې دعمل نړيوالي کمېټې مشرسيدجان کارواني راغلو کېلم
نوته سه راغلاست ووايه او دغونډي دجورېدو موخه يې څرګنده کړه.
ورپسې هريوه تازه خان ويال،سيد سرور،طاهرناص
ي،غلام محمد کامه وال، حاجي محب الله، انجنير حسين عنايت،حبيب الله جانبدار،داکترعبدالوهاب زهير،نور
وهاب څپاند ، يوسف ماليار،قاضي صادق الوعد اونورو په وار سره ددې جبهې لوړېدل دافغانستان داوسنيو شرايطوسره
ناسم وبلل اودداسي جبهې جوړېدل يي وغندل.
په پاى کي دسليم تايب له خوادغونډ پرېکړه ليک ولوستل شو چي پوره متن
يې په لاندي ډول دى :
بسم الله الرحمن الرحیم
د«جبهه ملې افغانستان»
دجوړیدو په باب په لندن کي د افغانا نو غونډې پریکړه لیک
څوورځې وړاندي چی په کابل کی د «جبهه ملی
افغانستان» په نامه یو سیاسی جوړښت رامنځ ته شو د هغې مخکښې څیرې استاد برهان الدین رباني،مارشال محمد قسیم
فهیم ، سید محمد ګلابزوی، احمد ضیاء مسعود، جنرال عبدالرشید دوستم، محمد یونس قانونی، جنرال نورالحق علومي،
سید منصور نادري، محمد اسمعیل خان، مصطفی کاظمي ،محمد اکبری او داسی نور دی.
ددې جبهې ځنې مهمي موخې په پارلم
اني نظام باندي دریاستي نظام بدلون، دوالیانوانتخابي کول، او د ګاونډیانو سره د پولو د ټاکلو په هکله ځني
ناپاکي انګیرینې ګڼل شویدی.
د «جبهې» مشران وایي چې دوی دسیاست کولو حق لري او د نوموړی جوړښت را منځ ته کول
ئې د خپل همدې روا حق استعمال دی.
پدې کي هیڅ شک نشته چي دوی ته دسیاست کولو حق ورکړل شوی خو نه دافغانستان د
تجزیه کولو او ورانولو. زمونږ بې نصیبه ملت ته هغه حالت یو خوب بریښي چي کاشکي دنورو مهذبو ټولنو او نظام
ونوپه څیر دا ډول څېری دسیاست لپاره په دواړو قانوني او اخلاقي لحاظونو نااهل وبلل شي. خو ملت دا څرګند حق ل
ي چې وپوښتي چې هغه ښاغلي څنګه کولای شي چې ناڅاپه د خوشحالۍ او نیکمرغۍ په پرښتو واوړي چې په تیرو نږدې دریو
سیزوکی ئې سوچ و کړو اوهیواد ته ویرونه راوړی، دریځونه یې دجګړې، کرکې او ظلم پیغامونه وو. واک او صلاحیت یې د
اختلاس، چپاول، زور ، توطیې او مرګ نوم و. له څه شي سره چي ډیر نااشناوو هغه د هیواد د سالمیت درناوی اودملت له
ځوراو بد ورځی نه حیاوه هغه چی تل ئې دهغو بهرنیانو دګټو، اهدافو او لښکرودسپاهیانو په دود عمل کړی چې طمع ئې و
کړې ده. هغه چې د سیاست قبلې ئې هیڅکله ضمیرونو نه، بلکی دوخت شمالونو ټاکلې دي. دهغو ښاغلو له خولونه د انتخابي
والیانو غږ، زمونږ ملت ته له څرګندې سپین سترګی پرته بل څه ګڼلای شی، چې په خپلو تنظیمونو، ګوندونو، او واکم
ینو کې دزامنو، وروڼو او زومانو مغلی واک دی ،امتیازات اوشتمنې ئی ولجې او پلرنی میراث ګڼي. ایا د یوه منتخب
والي تر غوښتنې د یوه منتخب ګوندي لیډر موضوع کم اهمیته ده؟
زمونږ ملت د هغوى دخولې نه د ټولنیز خدمتونو او
فاه دتامین خبره، په خپل شعور پورې له خندا پرته بل څه بللای شی چې په کابل، پنجشیر، شبرغان، هرات،قندهار،
دوبی، پاریس او داسی نورو ځایونو کی د خپل یوه، یوه بلډینګ دزرمې برخې د بیی حلال حساب نشې ورکولای .
د «جبهې»
د ښاغلیو پر خلاف ملت پدې ښه پوهیږي چې دهیواد اساسي ستونزه یې نه د نظام ریاستي توب دی او نه دوالیانو نا م
نتخبتوت. اصلي تراژیدي یا ستونزه د یوه باکفایته، خوږ من او بیدار زعامت نشتوالی، د فساد، رشوت او بې مسولیتی
راج، دپردیو د جفاوو، بې رحمیواو بې عدالتیو سیوری، او د ژغورنې دیوه هوښیار، زړور او باپیغامه محبوب سیاسي
غورځنګ د پاکې ارادې او مقدس تفکر خلا ده. چې يو د اصلي او اساسي عواملو څخه یې ددې جبهې زاړه او نوي سیاسي
وبغاړي دي. که داسې نه وای نو داښاغلی به نن د «جبهه ملي افغانستان» پر ځای د «توبه ملي افغانستان» پرسټیج و
اړوو اوزموږ له معصوم ولسه به یې دهرې توئې کړې وینې د څاڅکې، څاڅکې، د هر اختلاس او لوټ کړې شتمنۍ دپیسې، پیسې،
دهر رواج کړې تعصب او کرکې دعذاب د لحظې، لحظې، او دهرې کړې جفا اوهر ضایع کړې فرصت د شیبې، شیبې، بخښنه غوښتې وائ .
مونږ په داسې حال کي چې د نوموړي جبهې جوړیدل د رسوا لوبغاړو له یوې بلې رسوا لوبې پرته بل شی نه بولو. نو له هم
دې امله د ننی غونډې ګډون کونکو په یوه اواز لاندي پریکړې وکړې:
لومړی: د ګران افغانستان د ټو
و بد بختیو او ورانیو عاملین ددې جبهې ځني غړي او دوی ورته کسان دي نو لدې کبله باید د دولت د عهدو څخه عزل
ي.
دوهم: افغانستان د ټولو افغانانوشریک کور دی او هره برخه او ګوډیې د واحد افغانستان نه بې
ېدونکې برخه ده. نو لدې کبله د جبهې داطرحه چې دوالېانو انتخابېدل او په ولایتونو او زونونو باندي د اداري او
اقتصادي واکونو ویشل او ور پورې تړل دي د یو پیاوړي مرکزي افغانستان د کمزورې کولو یوه ناکامه هڅه ګڼوو او په
کلکه يې ردوو.
دریم: د افغانستان د قومونو او ولسونو د ملي جوړښت او جغرافیوي حالت له کبله م
ونږ د افغانستان د سیاسي نظام د بدلولو طرحه د ریاستي نظام څخه پارلماني نظام ته په اوسنيوشرايطوکي يوه ضد م
ي او خاینانه دسیسه ګڼو اوپه کلکه يې ردوو.
څلورم: مونږ د بشر د حقوقو د ټولنو څخه جدي
غوښتنه کووچې ددې جبهې غړي چې په جنګي جرمونو او جنایتونو متهم دي د نورو جنګي جنایت کارانو سره یو ځای د مظلوم
ملت په وړاندی محاکمه شي .
پنځم: موبږ په دې عقیده او باور لرو او تجروبو هم دا ثابته کړې چې
افغانستان د افغانانو په وژولو نه جوړیږی . نو دا اوسنی روان جنګ چې په مونږ افغانانو تپل شوی دی یوازی او یوازې
د افغانانو د خپل منځي صادقانه او مخلصانه جرګو او مذاکراتو د لارې حل کیدای شي او لدې کبله په جګړه کي ښکیلو
خواو باندي غږ کوو چي د جګړې پر ځای د مذاکراتو لار غوره او خپله کړي او افغانانو ته د یو ارامه او سوکاله ژوند
حق ورکړي.
په اخیرکې د کايناتو رب ته د عاجزۍ لاسونه پورته کوو چی زمونړ د ګران وطن ځوان نسل ته د هغې ورځې د
اوستو په لوري د فکر، تدبیر، ارادې او عمل ځواک ورکړي چې د خپل سوځیدلې وطن او محروم قوم تقدیر د نامردو، بی رحم
و او بد کفایته وګړو او کړیو له یرغل او قبضې نه وژغوری.
په لندن کی د افغانانو د غونډی له
خوا