جګړه ځپلي ولايت زابل څخه د ترنګ خپلواکي جرېدې پرله پسې دوهمه ګڼه له چاپه راووته دا جريده لومړنۍ خپلواكه خپرونه ده چې له زابل ولايت څخه د ځوان شاعر او ژورناليست سعيد زابلي په مشرتوب او مالي لګښت په خپرولو پيل كوي .
ديادولو وړ ده چي له دې وړاندي په دغه ولايت كي كومه خپلواكه خپرونه نه وه اويوازي دزابل _كلات په نوم يوه دولتي جريده په مياشت كې يوځل خپريدله . په ترنک مهالنۍ کي خپاره سوي ليکني دچلوونکي په خصي ويبلاګ ( زابل ) کي لوستلائ سئ ، د ليد و له پاره يې دا ځای کليک کړئ