احتجاج لیک :حامد کرزی، په اصطلاح ولسمشر! او . . .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 12348
انجنیرمحمدانعام واک
دخبریدو نیټه : 2007-06-02

حامد کرزی، په اصطلاح ولسمشر!
انجنیرمحمدانعام واکد ولسمشر مشاو ینو!
دغو او هغو په اصطلاح پښتنو وزیرانو!
د ولسي او لویې جرګې پښتنو غړو! 

- تاسو چې آبل پرون د قانون جوړونې په تاریخي لویه جرګه کې د یوه ملي ضد مصلحت له مخې په لوس لاس د افغانستان د خلکواکثریت ژبې پښتو ته د هغې د ملي کیدلو سیاسي حقوق ورنکړل؛
- تاسو چې پرون په لوی لاس د ملي سرود په ځای د یوه ملي ضد سرود په جوړولود افغانستان د ټولنې افغاني هویت او ملي یو والی له پښو لاندې کړ؛
- تاسو چې د یوې سپږې له پاره، لګیا یۍ، ټول پوستین ته اورآچوئ؛
- او تاسو چې د ملي او افغاني هویت په بیه په خپلو چوکیو پورې کلک نښتي یاست؛

پوی شئ چې:
تاسو له محقق او محقق ډوله جنګي جنایتکارانو نه لا ډېر د ملي ژبې پښتو په وړاندې ودرېدئ.
هغه ورځ لیرې نه ده چې د خلکو د عدالت لاس به، له محقق ډوله جنګي جنایتکارانو نه وړاندې، لومړی ستاسې په ګرېوان کې پروت وي!  


انجنیرمحمدانعام واک
ناروې
د جون دویمه، ۲۰۰۷ کال

http://www.benawa.com/kandahar.php?id=12337