فراکفورټ : د سید جمال الدین افغاني فرهنګي مرکزخبرتيا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 12361

دخبریدو نیټه : 2007-06-12

د یوه سرلوړي ژوندانه په پا  باید خپله ژبه او فرهنګ ژوندي وساتو او دا کار د ټولني د تیرو او اوسنیو وتلیو شخصیتونو له یادوني او نمانځني پرته نه شي کېدائ .
زموږ د ګران هیواد د فرهنګ اسمان په هغه رڼا روښانه دئ چې څراغ ېې حضرت مولانا ج الالدین محمد بلخي دئ؛ هغه ستر شخصیت چي د روحي او عرفاني څپو راکښون یې انسان د مينه وړو ولولو سمندر ته ورګ وي او د معرفت مينان د هسکو هسک  ته خېژوي.
سږکال د یونسکو د پریکړي له مخي د دغه ستر انسان د ادبي او ع فاني لوړ مقام لمانځنه کیږي.
په فرانکفورت کې د سید جمال الدین افغاني فرهنګي مرکز ددې پریکړي له مخي په پام کې لري چي د  ۲۰۰۷ کال د جون پر ۲۳ مه د شنبې په ورځ د یو شمېر دينپوهانو، لیکوالو ،شاعرانو ،ادیبانو ،او ددغه ستر شخصیت د روحاني پوړۍ د مینه والو په ګډون یوه غونډه راوبلي  .
ددې نېکمرغه نمنځغونډي ګډونوال دوستان دادي :
ښاغلی مولانا صدیق الله فدایي- داسلامی علومو څیړونکی او دانصاروجامع جومات خطیب، ښاغلی عبد ا احد تارشی داسلامی علومو څیړونکی،ښاغلی انجنیر خان محمد نظام، ښاغلی حاجی سلطان احمد امینی،ښاغلی محمد طاهر سالک سوري، ښاغلی محمد نسیم اسیر،ډاکټراحمدفرید کمال، ښاغلی محمد نادر صافی .
ددې خبرتیا په وسیله د وطن د فرهنګ او ادب له  ټولو هېوادوالواومینه والو څخه د زړه له کومي هیله کېږي چې ددغه بیساري ادبي او ع فاني شخصیت په نمنځغونډه کې برخه واخلي او د ادبي او عرفاني و جیزو او د خپلو اندونوپه وړاندي کولو يې لا پ تمينه کاندي!
 دغونډې وخت او ورځ :
د۲۰۰۷ کال د جون د میاشتې ۲۳مه د شنبې ورځ د م اسپښین له ۲ بجو نه د ماښام تر ۱۰ بجو پوري .
ځای :
دسید جمالالدین افغاني کلتوري مرکز د ا نصارو جومات .

پته :
Afghanischer Kulturzentrum
Wächtersbacher Str. 95
68386 Frankfurt
  Tel.: 069941438   
Mobil:  0177 / 5271844
E-Mail: kamalhome@t-online.de