( ميډيا ماسټر پروډكشنز) دخوځنده انځورونوجوړونکی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 12378
ميډيا ماسټر پروډكشنز - افغانستان
دخبریدو نیټه : 2007-07-14

  

په افغانستان كې د لومړي ځل لپاره په پراخه او بنسټيز ډول د ميډيا ماسټر پرو كشنز تر نامه لاندې يو خصوصي شركت د موشن ګرافيكس ( خوځنده انځورنو) مستند فلومونو، ټلويزيوني اعلانونو ، ويب پاڼو د جوړولو، ګرافيك او ډيزاين او هنري فلمونو د اډيت  په برخه كې خپل فعاليت په رسمي توګه په كابل كې پيل كړ .

 

د ميډييا ماسټر پروډكشز ټول خدمتونه او فعاليتونه په مسلكي توګه د يو لړ پرمختللو وسايلو په لرلو سره په نړيواله كچه تر سره كيږي او زيار باسي چې كورنيو او بهرنيو ټلويزيونونو ته ورته خبري او هنري مركزونو او موسساتو ته د پام وړ افغان كورني توليدات وړاندې كړي .

 

 د دغه پ وډكشنز مشر ليکوال او وتلى افغان ژورناليست محمد نعيم حقمل وايې د ورته فعاليتونو تر څنګ په هېواد كې د ننه د بهرنيو  خبريالانو ، ژورناليستانو او د هنر د مينه والو او ورته ټولنو او موسساتو لپاره د مسلكي پرسونل او اړينو پرمختللو وسايلو په لرلو سره د مستندوفلمونو  اونورو هنري  او فرهنګي چارو د ريښتيني انځور دبرابرولو په موخه  دغه پروډكشنز د پام وړ امكانات لري او په دې برخه كې يې زياتې اسانتياوې رامينځ ته كړي دي

 

دغه شركت خپل د فعاليت رسمي جواز د ايسا څخه تر لاسه كړى او په لومړي قدم كې يې د لس ميليونو افغايو په پانګه اچونه سره  كار پيل كړى دى .

 

 د شركت مرستيال  عظمت الله غرنی وايي ، هرڅه په بنسټيزه توګه پيل شوي دي هم مسلكي  كسان لرو اوهم پرمختللي وسايل ، خودا هر څه بس نه دي، په پام كې لرو د كاري ډګر هر لوري ته پراختيا و كړو او خپل كارونه د نورو وسايلو په لاس ته راوړلو او د نورو مسلكي پرسونل په ګمارلو سره  غښتلي ، پياوړي اوپه نړيواله او مسلكي كچه يې خپلو مينه والو  ته وړاندې كړو.

 

 نوموړي  ژمنه وکړه  چې خپل ټول توليدات او فعاليت به يې د هېوادد ملي ګټو او افغان كلتور او ف هنګ سره سم تر سره كيږي . هغه وايي :  پوره باور لرو، چې زموږ هر قدم ، قلم او درهم به د  افغان لرغوني ف هنګ او هن   د بډاينې په برخه كې لګول كيږي . غرنی زياتوي  مي يا ماسټر  د سترو هنري ، فرهنګي غونډو او وطني كنسرټونو د جوړولو لپاره ، غږيز، ويډيويي، بريښنايي او انځوريز، امكانات  او وسايل لري او خپلو ملي سوداگرو ته اډ وركوم ، چې سوداګريز اعلانونه به يې په نړيواله كچه  د مسلكي  چارو له مخې جوړيږي .

E-mail: info@mediamaster.af |    Phone: +93 (0) 700 600008    Web : www.mediamaster.af

HDV Camera CameraCranePower Audio MixerNikon-D80