د افغانستان سهيل لويديځ ولايت هلمند ته يوه کتنه ( دوهمه برخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 12383
محمد سليم زمريالي
دخبریدو نیټه : 2007-06-04

امريكا او انګلستان بايد تفاهم وكړي
لكه څنګه چي مخكي ذكر وشو چي د امريكا متحده ايالاتو او انګلستان چي په نړيواله كچه د تروريستانو په ځپلو كي ارزښتناكه ونډه لري دددي دوو هيوادو تر مينځ ځيني اخت افات موجود دي ددي خبري اقرار خپله برتانوي چارواكو هم رسنیو ته كړي چی پورته يی ذکر وسو. دا چي دواړه هيوادونه د افغانستان لپاره ستر اهميت لري او د افغانستان له نږدي دوستانو څخه شميرل كيږي همدا راز دواړه هيوادونه د افغانستان په بيا روغاونه او د تروريستانو په مقابل كي د افغانستان متحدين دي نو په اوسني حالاتو كي ددواړو هيوادو موجوديت په افغانستان كي لازم دي ددي لپاره چي كارونه سم پر مخ لاړ شي او د نشه ئي توكو او ت وريزم سره په جګړه كي كوم خنډ مينځ ته رانشي نو لازمه ده چي د امريكا متحده ايالات او انګلستان دواړه يوه ګډه تګلاره په كار واچوي. په هلمند ولايت كي چي دم ګړي  تر ۶۰۰۰ تنه زيات برتانوي پوځيان ميشت دي د دولت د مخالفينو سره په مخامخ جګړه كي ښكيل دي او د تارياكو د له مينځه وړلو ټټر ئي هم وهلي دي همدا راز د انګلستان د كومكي پيسو زياته برخه هلمند ته ځانګړي شوي نو داسي ښائي چي د امريكا متحده ايالات دي په هلمند كي د انګلستان د کړن اری ملاتړ وکړی او برتانویان دی پریږدی تر څو د هلمند ولایت امنیتی، سیاسی او اقتصادی چارو کښی څرنګه چی دوی يی لازم بولی کړنی وکړی. د برتانيويانو لپاره لازمه ده چي دداسي خلګو سره په هلمند كښي كار وكړي چي هغوي ملي وحيه ولري، د تارياكو سره په مبارزه كي صادق وي او په رښتیا سره  د تروريزم  خلاف وي نه داچي ځان د انګلستان او دولت دوست وښيي او اصل کی هغه شان نه وی .
 ۲- د سرحداتو كنترول او مراقبت په سمه توګه .
د هلمند ولايت جنوبي ګاونډي هيواد پاكستان سره څه نا څه ۱۲۰۰ كيلو متره سرحد لري، زيات وخت داسي پيښي كيږي چي تروريستان د پولي له ها خوا را اوړي تروريستي اعمال ترسره كوي او بيرته له پولي اوړي، دولت او نړيواله ټولني ته چي دلته د افغانستان ته د امنيت او بياروغاوني لپاره راغلي دي لازمه ده چي په دي برخه كي كوټلي ګامونه اوچت كړي سرحد يو هيواد ته داسي حيثيت لري لكه يو كور ته چي ئي دروازه لري كه چيري په يو كور كښي هر راز شتمني پرتي وي دروازه ئي خلاصه ولاړه وي په دي هم پوه وي چي غله يي شاوخوا پراته دي نو دا خو خپله د كور خاوند ملامت كيداي شي. د هلمند ولايت په تشكيل كي يو سرحدي كنډك لري دولت دا سرحدی کنډک و نيمروز ولايت ته خدمتي استولي دي هر څ ومره چي دولت ژر وكولاي شي د ګاونډيانو سره دي خپل سرحدات خوندي كړي كه خپله نه توانيږي د نړيوالي ټولني څخه دي مرسته وغواړي ځكه هغوي د امنيت لپاره افغانستان ته راغلي دي. نړيواله ټولنه كه كو شك او ګمان پدي خبره كي و ري چي تروريستان له ګاونډي هيوادو څخه نه راځي مهرباني دي وكړي دا نږدي كويټي ښار ته دي ورشي چیری چی د دولت واګی د جمیعت علما اسلام په لاس کی دی او هلته به دا وويني چي په عامه د جهاد ناري وهل کیږی او عام وګړی هڅول کیږی چی افغانستان ته د جهاد لپاره ورشی همدا راز په مدرسو كي په عامه تعليم وركول كيږي چي افغانستان كي جهاد روا دي او د افغان ددولت مخالفين په عامه هلته استوګنه كوي چي ښه بيلګي ئي د ډيرو طالب جګپوړو قومندانانو نيونه وه په پاكستان كي چي د هغي جملي څخه د لطيف الله حكيمي نيونه( د حکیمی په اړه ویل کیږی چی د ۴ تنو نور طا ب جګپوړو قومندانانو سره یوځای دی د ایټالوی ژورنالست ډانیل ماسترو جیکومو د خوشی کیدو په بدل کی دی د افغان دولت له بنده د ۲۰۰۶ کال د مارچ په میاشت کښی خوشی شوی وی) او د القاعده ډلی دریم جګپوړی قومندان خالد شيخ محم د نيول کیده په پاکستان او داسي نور.... د افغانستان دولت ډير داسي كسان نيولي چي هغوي اقرار كړي چي د پاكستان خوا راستول شوي تر څو تخريبي اعمال ترسره كړي چي د هغي جملي څخه د افغانستان د ملي دفاع د وزارت يو صاحب منصب، د طالب اورپكو وياند ډاكټر حنيف او د پاکستان د استخباراتو د کارکونکی او داسي په سلګونو بيلګي شته له بله پ وه پخپله د ناټو جګپوړی قومندان دا په ډاګه کړه چي د کندهار د پنجوا ئي په جنګ كي د طالب اورپكو سره د پاكستان استخباراتو مرستي كړي دي، همدا راز د پاکستان پوځی ولسمشر جنرال موده وړاندی د منلی وه او ویلی و چی په اوږده پوله باندی د امنیتی کسانو د لږ والی له امله د القاعده غړی افغانستان ته اوړی او په دغه ټولی پولی باندی ګزمه کول یوستونزمن کار دی، او له دی خبرو ورسته مشرف د پاکستان له یوه تلویزون سره په مرکه کی په ډاګه د قبایلی سیمو د ځینو ځایو نومونه واخستل چی هلته د د په وینا تروریستان شتون لری، ددی څخه داسی بریښی چی پاکستان اقرار کوی چی ددوی په هیواد کی تروریستان موجود دی، لازمه ده چی د نړیواله ټولنه په پاکستان کی دننه د تروریستانو سره د جګړی تیاری ونیسی څو وکولای شی د تروریزم ځالی له مینځه یوسی.
 د تارياكو له مينځه وړل.
د تارياكو كركيله په هلمند ولايت كي په خاصه توګه په شمالي هلمند  باغران ولسوالي، كجكي ولسوالي، موسي ق عه ولسوالي او نوري ليري پرتي ولسواليو كي دود وه دا ولسوالي د تاريخ په اوږدو كي په بشپړه توګه د دولت تر واكمني لاندي ندي راغلي، دا ولسوالي د اوبو منظم سيستم نه لري او زراعتي ځمكي ئي ډيري كمي دي چي خلګو ئي تا ياك كرل چي د كال توښه ځان او كور ته برابره كړي. دي كښت په هلمند كي هغه وخت زور واخيست او نورو ولسواليو ته ئي لاره پيدا كړه كله چي افغانستان كي مركزي دولت له مينځه ولاړ او كورني جګړي پيل شوي، كله چي افغانستان په خاصه توګه هلمند ولايت د مافيا په ځاله بدل شو نو تارياكو كښت هم د يو عادي كښت په شان مروج شو او د هيروئينو ابراتوارونه هم پكښي جوړ شول، همدي تارياكو د هلمند ډير كروندګر او عام وګړي د اقتصادي پلوه زښته زيات پياوړي كړل په څنګ كي ئي مافيا، تروريستان، او دملي دولت او افغانستان دښمنان هم پياوړي كړل. د طالب رژيم د ړنګيدو وروسته دولت ډيري لاري په كار واچولي تر څو وكولاي شي دا بوټي له مينځه يوسي په همدي تارياكو د وركولو لپاره ئي په ميلينو ډالره لګښت وكړ خو پدي تراوسه ندي توانيدلي چي تارياك ورك كړي. په كال ۲۰۰۶ كي د هلمند په تاريخ كي تارياك خپل اوج ته ورسيدل،  د تارياكوكال په كال زياتوالي څو لاملونه لري چی لاندی ذکر کیږی 
 
الف : د تارياكو سره د مبارزي په ملي ستراتيژي كي نيمګړتياوي
ب :   د تارياكو سره په مبارزه كي هر كال د نوي تګلاري ټاكل
ج :   د دولت په لوړو چوکیو کی د نشیه توکو د کاروباریانو شته والی
د:    د بدیل معیشت د پروژو  کم والی
ر:   د تاریاکو د له مینځه وړلو په پروسه کی بډی اخیستنه
ایا ددی ستونزو د له مینځه وړلو پاره لاری شته؟
بلی – لاندی څو اساسی ټکی باید پلی کړای شی:
الف : د نشه یی توکو سره د مبارزی ملی ست اتیژی باید هر اړخیزه شی
ب :  د  اوږد مهاله پلان جوړول او پلی کول
ج : د قاچاقبرانو او د هغو کسانو ځپل چی ددولت په لوړو چوکیو واک لری او د نشه یی توکو په کاروبار کی ښکیل دی.
د: اقتصادی پیاوړتیا.
س : په نړیوال بازار کی د نشه یی توکو کاروبار او تقاضا درول. 
 
الف : د نشه یی توکو سره د مبارزی ملی ست اتیژی باید هر اړخیزه شی د تارياكو سره د مبارزي لپاره بايد په يوي نوي هر اړخیزی ملي استراتيژي باندي كار وشي او داسي يوه استراتيژي جوړه شي چي په هغه كښي د نشه یی توکو اړوند (کښت، استعمال، قاچاق او نور...) موضوعات په هر اړخیزه توګه وڅیړل شی او د حل لاری يی روښانه وی. 
ب :  د  اوږد مهاله پلان جوړول او پلی کول د افغانستان دولت هر كال د تارياكو د له مينځه وړلو لپاره نوي تګلاره پلي كړه چي د هغه جملي څخه د تارياكو د یوه جریب د اړولو په بدل کی د ۳۰۰ امریکایی دالرو وركړه، تر هغه پلان ورسته بیا د تارياكو په مقابل كي د بديل مع يت پروژو پلي كول او په اخر كي ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کال کی د تاریاکو د اړولو په بدل کښی د هیڅ ډول مرستو هوډ.  د دولت دی لنډ مهاله پلانو د عامو وګړو په ځانګړی توګه د کروندګرو او دولت تر مینځ لیری والی راوست. دلته ښایی چی نړیواله ټولنه په ځانګړی توګه هغه هیوادونه چی د نشه یی توکو استعمال پکښی زیات دی د افغانستان دولت سره په ګ ه اوږدمهاله پلانونه جوړ او پدی اړه لازمه بودجه ورته جلا کړی په پلان کښی باید د افغانستان د اقتصاد په ځانګړی توګه د کروندګرو اقتصاد لوړ والی لپاره ځای ورکړل شی.
ج: د قاچاقبرانو او د هغو کسانو ځپل چی ددولت په لوړو چوکیو واک لری او د نشه یی توکو په کاروبار کی ښکیل دی.
تقریبا په ټوله افغانستان او په ځانګړی توګه په هلمند ولایت کی قاچاقبر ډیر د قدر لری، کچیری یو قاچاقبر دولتی یا غیر دولتی اداراتو ته ولاړ شی دومره قدر یی کیږی چی د منلو وړ نه ده، همدا راز ډیری محلی پریکړی د قاچاقبرانو له خوا تر سره کیږی او ډیر وخت ددوی محلی پ یکړی ډیرو لوړ پوړو چارواکو ته هم د منلو وړ وی. د دولت په ډیرو لوړو چوکیو قاچاقبران او ټوپک سالاران ناست دی، د حیرانتیا خبره ده چی دافغانستان انتخابی ولسمشر او نړیوله ټولنه په دی خبرو خبر دی خو کوم لازم اقدام نه کوی... ویل کیږی چی د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علی احمد جلالی رسنیو ته ویلی وو چی ددوی سره په دی اړه د ډیرو کسانو پر خلاف اسناد شته خو تر اوسه پوری کوم لازم اقدام ونه شو او د کورنیو چارو وزیر له دندی اس په سر شو. ځینو نړیوالو رسنیو په وار وار خبر ورکړی چی د افغانستان د کابینی غړی او ډیر جګپوړی کسان د تا یاکو په کاروبار کښی ښکیل دی. په هلمند ولایت کی تاریاک په ډیره عامه توګه په هری ولسوالی هان د لښکرګاه په ښار کی د ولایتی بیاروغاونی ټیم چیری چی د برتانیا پوځیان میشت دی په ۵ کیلو متری کښی تاریاک کرل کیږی، دا په داسی حال کی ده چی د افغانستان اساسی قانون ۷ ماده په زغرده د نشه یی توکو کښت، قاچاق او استعمال منع ګرځولی، هر كال كي د تارياكو د ماتولو په كمپاين په ميليونو دالره لګښت وشي خو د هغه سربيره تارياك نه ماتيږي بلكه د هر كروندګر څخه همدا د تارياكو ماتونكي بډي هم اخلي كه چيري محلي دولتي چارواكي پدي كاروبار كي ښكيل نه وي نو دا بډي څوك اخلي او دا پيسي چيري ځي؟ حال داچي د تارياكو د ماتولو لپاره ځانګړی کمیسون جوړیږی، په كميسيون كښي د څارنوالی استازي، د قومنداني استازي، د نشه يي توكو پر خلاف رياست استازي، د ولايتي شورا استازي او داسي نور دولتي لوړ رتبه كسان ګډون لري ډیر وخت د کمیسون مشری د ولایت والی او یا هم د ولایت مرستیال په غاړه لری. دولت تر اوسه پدي ندي توانيدلي چي يو دولتي كس پدي تور ونيسي او محاكمه يي كړي چي نورو ته هم د عبرت وړ وګرځي، هو دولت دومره كړي چي د تارياكو د ماتولو كميسيون غړي ئي تبديل كړي او پر ځاي ئي نور داسي كسان ګمارلي چي هغوي هم د خپل جيبو ډكولو پرته نور څه ندي کړی. له دی نه وروسته موضوع په هلمند ولایت کی ډیری ځمکی د ټوپک سالارانو او یاهم د قاچاقبرانو له خوا په زور قبضه شوی، چی له دی جملی څخه تقریبا ۷۶۴۴۳ هکتاره دښته د ګرمسیر، نهرس اج، د نهرسراج څخه تر نوزاده، د هلمند او د کندهار د میوند د ولسوالی تر مینځ د نادعلی ولسوالی  د مارجی او چانجیر کلیو کی د کوچیانو لپاره دښتی ځمی وی چی اوس تقریبا ددی ځمکو ځینی برخی د قاچاقبرو او ټوپک مارو لخوا بضه شوی  او ښه پریمانه تاریاک پری کری. د هلمند د سیند په امتداد تقریبا ۱۸۵۰۸ هکتاره طبعی ځنګلونه وه چی اوس تقریبا زیاته برخه ددی ځنګلونو وهل شوی او تاریاک پری کرل کیږی، ددی ځنګلونو د وهلو نه وروسته او کله نا کله د هلمند سیند خپل مسیر ته تغیرورکوی او ډیر کلی او کروندی له مینځه وړی. همدا راز په هلمند ولایت کی تق یبا ۳۳۳۲۱ هکتاره ځمکه د فارمونو لپاره وه لکه تحقیقاتی فارم، د مرغداری فارم، مصنوعی ځنګلونه چی ددرختو څخه يی  کاغذ جوړاوه، چی ددی فارمو د مهمو جملو څخه د بولان فارم، د ګروګین فارم، مارجی فارم د هزارجفت فارم او داسی نور، چی اوس مهال ددی فارمو ډیری برخی د قاچاقبرانو او ټوپک مارو له خوا قبضه شوی او تاریاک هر کال پکښی کرل کیږی، هر څومره چی ژر وشی دولت دی خپل ملکیت د ټوپک سالارانو او قاچاقبرانو څخه واخلی چی دا کار هم تر ډیره د تاریاکو کښت کمولای شی. 
په ۲۰۰۵ زیږدیږ کال کښی امریکايی ځواکونو د نشه یی توکو پر خلاف پراخه مبارزه پیل کړه د چورلکو له لاری کورو ته ښکته شول، تاریاک او هیرويین يی تری را وایستل ډیر قاچاقبران يی هم له ځانه سره بوتلل چی دی کار ډیر قاچاقبران دی ته اړ کړل چی ددی ناوړه کاروبار څخه لاس واخلی خو څو ورځی پس امریکایی ځواکونو دا کسان بیرته ازاد کړل چی د امریکایانو دی کار ددی پر ځای چی د تاریاکو په له مینځه وړلو کی ګټور تمام شی بلکه ډیر عام وګړی یی وهڅول تر څو د تاریاکو کاروبار پیل کړی.
 
د: اقتصادی پیاوړتیا:
د هلمند ولايت يو زراعتي ولايت دي چي د  زياتو وګړی يی خپل ژوند ئي د زراعتي محصولاتو له لاری تامینوی، د څ ه د پاسه یوی لسیزی وچكالي او دری لسیزو جنګ له كبله د ځمكو حاصلات كم شوي، د هلمند ولايت د كروندګرو محصولات لكه غنم، كالكي او نور... په بازار كي په ډيره كمه بيه رانيول كيږي چي دغه محصولات يو كروندګر ته د پوره كال م صرف نشي ايستلاي، دا هم د هلمند ولايت د عامو كروندګرو عمده ستونزه ده چي دوي تارياكو كرولو ته مخه كړي هو د داسي اړو كسانو په څنګ كي ډير لوي زمينداران شته چي هغوي ښه حاصلخيزي ځمكي لري او ځمكي ئي د اوبو منظم سيستم ل ي چي دوي ددي غذر څخه خلاص شميرل كيداي شي. ډیر ځوانان چی اکثریت يی د څو لسییزو د نا خوالو له کبله بی سواده پاتی دی اوس مهال بی کاره او نا امیده دی، د شپږ کالو راهیسی په میلیونو ډالره د بیا روغاونی او ښه حکومت دا ی  په نامه راغلی خو تر اوسه په اقتصادی چارو کی لازم پرمختګ ندی شوی او د بی کاری کچه مخ پر لوړیدو ده. 
۰- دولت دي كوښښ وكړي تر څو د هلمند ولايت د كروندګرو د محصولاتو لپاره بازار پيدا كړي او په هلمند کښی دی زعف ان، زیتون، ګل افتاب ګردان او داسی نور کښتونه باب کړی، ددوی د همدی مشروع محصولاتو د پروسس لپاره دی فاب یکی  په کار واچوی که دولت خپله نشی کولای نو دی خصوصی سکتور ته اسانتیاوی برابری کړی تر څو هغوی دلته پانګونه وکړی، دولت او نړیواله ټولنه دی د کروندګرو د میوه جاتو او ځینو محصولاتو لپاره سرد خانی جوړی کړی، هر کال د هلمند څخه میوه جات په ډیره ارزانه بیه خرڅیږی او همدا شان په ډیره ارزانه بیه باندنی هیوادو ته ځی او داسي نور... که چیری ددوی د دی محصولاتو لپاره یخ ځایونه وی دوی کولای شی چی خپل محصولات په یخځایو کی خوندی کړی او څه موده پس یی په ښه بی  وپلوری. او یا دی هم دولت د کروندګرو محصولات  په ښه بیه رانیسی ، دولت دي دا د كروندګرو محصولات بيرته د كوپون په شكل خپل مامورينو ته وركړي تر څو وكولاي شي د اداري فساد مخه هم ونيسي، هم دا په ميلينو ډالره چي هر كال د تارياكو په اړولو لګيږي ددي پيسو څخه دي ګټه واخلي او د كروندګرو محصولات دي په ښه بيه واخلي. همدا راز دي عامو خلګو ته قناعت وركړل شي چي دولت ستاسي سره مرسته كوي او تارياك هغه پديده ده چي تروريستان روزي، تروريزم زيږوي، هيواد بي ثباته كوي د بيا روغاوني كارونه دروي، د ښونځيو دروازي تړخلګ اواره كوي چي همدا عيني واقعيت دي زموږ په ټولنه کښی په ځانګړی توګه په هلمند ولايت كي.                       
۰- هر څومره چی بی کاری زیاتیږی هغومره باغیتوب زیاتیږی ځکه چی د کار او باغیتوب تر مینځ   مخالفه رابطه  موجوده ده، له دی کبله نړیواله ټولنه او دولت دی زیار وباسی تر څو په هلمند ولایت کی په پراخه پیمانه خپل فغالیتونه پيل کړی د خلګو په خوښه داسی  د بیا روغاونی پروژی پیل کړی چی خلګ و ته اړتیا ولری او دا پروژی وکولای شی ډیرو ځوانانو ته د کار کولو زمینه مساعده کړی. ددی ډول پروژو پلی کول باید ډیر په هغه ولسوالیو کی وشی چیری چی د تاریاکو کښت په زیاته اندازه کیږی، سربیره د شپږ کالو تیریدو او م یلیونو ډالرو لګښت تر اوسه پوری په هلمند ولایت کښی د داسی  پروژو څرک هم نه لګیږی چی خلګو دی تری مناسبه ګټه اخیستی وی، ډیر موسسات چی په میلیونو ډارلره   فنډ یی اخیستی د خپلو پیسو زیاته برخه په امنیتی موضوعاتو او مجللو کورنو، موټرانو په کرایو مصرفوی، د تیرو شپږو کلونو په تیریدو سره هان د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار چی تر اوسه په ځانګړی توګه کومه امنیتی ستونزه نده پکښی لیدل شوی د بیا روغاونی پروژي په لازمه توګه ندی پلی وی، تر اوسه په ښونځیو کی ماشومان تر خیمو لاندی درس لولی، سړکونه په ډیر بد حالت کښی دی ، ددی پیسو د بی ځایه مصرفیدو دلیل دا هم کیدای شی چی مرسته کونکی هیوادنه او د افغانستان دولت ددی پیسو د لګښت سمه څارنه نده کړی، اوس په هلمند ولایت کښی د کجکی د بند د ظرفیت لوړولو او سړک جوړونی پرژه مخ پر پیلیدو ده ویل کیږی چی دا پروژه به تر ۲۵۰۰ تنو زیات کسان په دندو وګماری او څه د پاسه ۱۸۰ میلیونه ډالره به پری ولګیږی، مرسته کونکی هیوادونه او د افغانستان دولت  باید ددی پروژی سمه څارنه وکړی تر څو دا پیسی بی ځایه و نه لګیږی.   
                                                     
س: په نړیوال بازار کی د نشه یی توکو کا وبار او تقاضا درول.  
  افغانستان د نړی تر ټولو ستر د نشه یی توکو تولیدونکی هیواد دی او هلمند ولایت د افغانستان تر ټولو ستر نشه یی توکی تولیدونکی ولایت دی، خو کله چی نشه یی توکو تولید شی چیری ځی؟ نشه یی توکی د امریکا متحده ایالاتو، انګلستان، ترکیی، سعودی عرب، ایران او اورپایی هیوادو ته څنګه رسیږی؟ حال دا چی دا هیوادونه ډیر پر مختللی ټیکنالوژی او امنیتی ځواکونو درلودونکی هیوادونه دی، د تاریاکو کښت په افغانستان کی د نورو هیوادو د غوښتنی
په اساس دی.  نو لازمه ده چي په افغانستان كي د تارياكو د كښت سره همزمانه د نشه ئي توكو نړيوال بازار هم کنترول شی.
ځيني موسسات لكه سانليس شورا او كيداي شي نور هم وي چي تارياك قانوني كول غواړي چي دا خبره هيڅ د منلو وړ نده، تیر کال ۴۵۰۰ ټنه تاریاکو ته اړتیا وه چی له هغه جملی څخه یواځی افغانستان ۶۱۰۰ ټنه تاریاک تولید کړی وه چی تقریبا د اصلی اړتیا څخه ۳۰ په سلو کښی یواځی افغانستان زیات کرلی( د نشه یی توکو پر وړاندی د ملګرو ملتونو د اداری راپور) ، او هغه نور هیوادونه چی تاریاک یی په ځینو سیمو کښی قانونه دی هغه خو دی لا پر ځای پاتی وی. كچيري تارياك قانوني هم شي تضمين به ئي څوك كوي چي دا تارياك به د درملو لپاره وكارول شي او په تور بازار كي به و نه پلورل شي؟ د افغانستان ملي پوليس او ملي امنيتي ځواكونه ددي كار جوګه ندي كه تارياك په افغانستان كي قانوني شي نو قيمت خو ئي به هغه سي لوړ نه وي لكه څنګه چي اوس په تور بازار كي دي. ب كه له هغه نه به مراتبو كم وي نو ښكاره خبره ده چي تارياك به تور بازار ته ځي او د مخنيوي لپاره يی څوك نشته. په فرانسه، استراليا، هند او تركيه كي كه تارياك قانوني شوي هم دي هلته جوړ دولت دي پر مختللي تكنالوژي لري پو يس او ارودو او څارګري اداري لري ددي ټولو په څنګه كي د ملګرو ملتونو د نشه ئي توكو د كنترول نړيوال بورډ هم ددي پروسي په هغه هيوادو كي څارنه كوي چی په افغانستان كي دا امكانات نشته د افغانستان دولت د سياسي، اقتصادي او امنيتي ناوړه حالاتو سره مخ دي په څنګ كي د اداري فساد كچه اوج ته رسیدلی، نو ددی دلایلو په درلودلو سره په ډاګه په افغانستان کی  د تاریاکو د قانونی کیدو مخالفت کوم. 
 
۴- اداري فساد له مینځه وړل.
د تروريزم او نشه ئي توكو را ورسته لويه ننګونه د افغانستان دولت ته اداري فساد دي، اداري فساد په افغانستان كي ډير لاملونه لري چي د جملي څخه ئي د اداراتو په لوړو چوكيو د زورواكو ګمارل، د مامورينو د امتيازاتو كموا ي، كار واهل كار ته نه سپارل دی، په افغانستان كي يوي موسسي سروي تر سره كړي چي تير كال كي ئي په هيواد كي د عامو خلكو او دولت تر مينځ ۲۶۰ ميليونه ډالره د بډي په توګه ښكته او پورته شوي، سروي ۵۸% وګړي ښودلي چي د اداري فساد له امله یی له دولت څخه مخالف لوري ته مخ ګرځولي. همداراز كار اهل كار ته نه سپارل هم ددي لامل شوي چي د اداري فساد كچه لوړه شي او خلګ د دولت نه مخ وګرځوي، نو لازمه ده چي دولت او نړيواله ټولنه زيار وباسي تر څو داسي كسان په څوكيو وګماري چي اهليت ئي ولري نه په قومي، مذهبي، ګوندي يا سليقوي مناسباتو. كچيري دولتي مام ور د كار اهليت ونلري نو ښكاره خبره ده چي خلګ له ځانه ليري كوي رشوت، اختلاص او نور ناوړه كارو ته لاس اچوي چي همدا د عام اولس د ځوريدو سبب شي او پايله ئي د عام اولس او دولت تر مينځ ليري والي دي. ډیر داسی کسان شته چی د هغوی ګټی په ویجاړ افغانستان کی پرتی دی، په هلمند ولايت كي هم بايد كوښښ وشي چي د ملي روحيي خاوندان اوملی ګټو ته وفاداره كسان را پورته كړاي شي او پدي حساسو شرايطوكي تري كار واخسيتل شي.
 
۵- د امنیتی ځواکونو سمه روزنه.
د طالبانو د حکومت د ړنګیدو وروسته بیا تر اوسه نړیواله ټولنه او د افغانستان دولت پدی ندی توانیدلی چی د افغانستان امنیتی ځواکونو سمه روزنه وکړی، په هلمند کی تقريبا تش په نامه ملی پولیس او ملی اردو شته والی لری حال دا چی ډیری ددی ملی پولیسو او ملی پوځ د پخوانی هغو ټوپک مارو او ملیشو پاتی شونی دی چی په ۱۹۹۰ مو  کلو کښی یی د افغانستان په بربادی کښی ډیر فعال رول لوبولی وو، د هلمند د ملی امنیت پرسونل تر یوی اندازی مسلکی کسان دی خو بد بختانه د مالی امکاناتو د کموالی او د پرمختللی وسایلو د نشته والی له کبله یر شاته پاته دی. نو لازمه دی چی دولت او نړیواله ټولنه باید د هلمند امنیتی ځواکونه وروزی ځکه چی په افغانستان کی تر ټولو نا ارام ترین ولایت هلمند دی، اوسنی هلی ځلی چی د دولت له خوا روانی دی چی د هلمند وګړی وهڅوی  چی د ملی پوځ او ملی پولیسو کرښو ته داخل شی د ستایلو وړ دی خو دا کار ډیر زغم او کار غواړی. په هلمند و ایت کی د افغان امنیتی ځواکونو روزنه برتانویانو لپاره ډیر ګټور تمامیدای شی اول دا چی دوی به له مخامخ جګړو څخه خلاص وی ځکه په افغانستان کښی به افغان امنیتی ځواکونه ښه کولای شی چی عملیات تر سره کړی ځکه هغوی له دی سیم ی سره بلدتیا لری او بل دا چی که برتانوی ځواکونه په جنګونو کی ښکیل شی نو دا بیا افغانانو ته په ځانګړی توګه د جنوبی ولایتو اوسیدونکو ته د افغانستان پخوانی تاریخ ورپیادوی. 
په پای کښی دومره زياتول غواړم چي په مجم وع كي ټول افغان يو داسي شجاع او وفاداره قوم دي چي كچيري ئي د ژوندانه اوليه امكانات برابر او حيثيت ئي وساتل شي نو د مادياتو څخه تيريږي او ډير ځلي تير شوي هم دي. 
 

د بریښنا لیک پته: zmarial@gmail.com