ټولنيز فرهنګي شخصيت سيداګل غ يبيار کامه وال د زړه د ناروغۍ په لامل د ١٣٨٦ لمريز کال د غبرګولي پر ۲۶مه نېټه د زړه د ناروغۍ له امله په حق ورسېدئ . دخدای بخښلي جنازه يې يکشنبه د غبرګولي ٢۶ نېټه د جلالکوټ په سپين جو مات کښې د جنازې لمونځ تر ادا وروسته پخپله پلرنۍ هديره کي خاورو ته سپارله سوه .
انالله وانا الله راجعون
لنډه پېژندنه :
ارواښادسيداګل غربيار په ۱۳۲۲ ل کال د کامې په
غازي کلي کښې زيږېدلى او دکابل د عالي دارالمعلمين څخه فارغ سوی و، ارواښاد د ښوونکي ،سرښوونکي او د پوهنې د
وزارت د پلان د مديريت دندې يې تر سره کړي دي .
په ۱۳۵۷ ل کال د څرخي پله په زندان کښې بندي سو او له ۱۳۵۹ ل
کال څخه دامريکا په متحده ايالاتوکښې اوسېدئ . او د ارواښادسيداګل غريبيارکامه وال تيره شپه د ١٣٨٦ لمريز
کال د غبرګولي پر ۲۶مه نېټه دننگرهارپه مرکز جلالکوټ کښې دزړه د ناروغۍ له کبله د تل له پاره له دې فاني نړۍ ست
ګي پټي کړې ، روح دي يې ښاد وي .
چاپي اثار :
۱ _ولسي مر غلرې لومړى چاپ
۲_ د څرخي پله له
زندانه د راکي تر غرونو
۳_ دوطن دمينې کچکول (ملنگ جان شعرونه )، چې دوه ځله چاپ شو ى
۴_ ستر پښتون محمدګل
خان مومند بابا ،چې دوه ځله چاپ شوى دى
۵_ پښتو لنډۍ لومړى چاپ
۶_ ولسي مرغلرې دوهم چاپ
د نوميالي ټولنيز شخصيت
او ليکوال سيداګل غريبيار د مړينې له کبله
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د خواشينۍ پيغام
د ٢٠٠٧ کال د جون ١٦
جرمنی ، د کولن ښار
په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان نامتو فرهنګي او ټولنيزشخصيت ، ليکوال او څېړونکی سيداګل غريبيار د زړه د حملې له کبله تېره شپه د جلال آباد په ښار کې له نړۍ سترګې پټې کړې .
انالله وانا الله راجعون
ارواښاد سيداګل غريبيار چې له ډېرو کلونو راهيسې په امريکا کې اوسېده، يوه مياشت وړاندې خپل هېواد ته تللی و . هغه له هېواده لېرې هم د، د وطن د کلتور د ودې او سمسورتيا لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کولې او په ټولنيزو ، ملي او کلتوري هلو ځلو کې ډېر فعال و .
د ارواښاد غريبيار په آثارو کې د ملنګ جان د شعرونو د يوې بشپړ ې ټولګې راټولول او خپرول ، د نوم يالي افغان وزير صاحب محمد ګل خان مومند د ژوند او شخصيت په اړه يو مهم تحقيق او د پښتنو د اولسي ادبياتو د ځينو اړخونو په اړه ارزښتناکې څېړنې په ځانګړې توګه د يادونې وړ دي .
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ، په داسې حال کې چې دخپل دغه نوميالي ليکوال مړينه لويه ضايعه ګڼي ، هغوی ته د الله (ج) په دربار کې د فردوس جنت دعا کوي ، له کورنۍ ، دوستانو او افغاني کلتوري کړيو سره په دغه غم کې ځانونه شريک ګڼي .
په درناوي
د ټولنې د مشرتابه جرګه
له کاناډا څخه د شاعر او ليکوال ښاغلي محمدمعصوم هوتک د خواشينۍ پيغام
دارواښادغريبياردمړيني دخبرپه اورېدوډېرخواشينی سوم .نوموړی زماډېراشناو .زه چي به هروخت په کولو اډوکي دډنورښارته ورغلم ، له ده سره به مي کتل . وروستی ځل مي د ٢٠٠٦ع کال په دوبي کي وليد. کورته يې ورغلم .نا وغ و، داکسيجن بوتل يې ورسره ګرزاوه . په مينه يې کورته دننه وروبللم. ښه ډېرګړی مودپښتواوپښتنوپه باب خواله سره وکړه . مادارواښادرښتين پرمړينه باندي يوه مرثيه ويلې وه ، چي ارواښادغريبيار،دده په قول هغه څوواري له راديويي څپوله لاري خپره کړې وه. زماسره ددغي مرثيې نقل نه و، په ډېره مينه يې يونقل راته برابرکړ.زه پوهېدم چي ناروغي يې درنه وه .په داسي ډول مي خدای په اماني ورسره وکړه، لکه دبياليدوتمه چي مي نه وي . خودی مي په پوه نه کړ.
ارواښادغريبيارډېرسپيڅلی پښتون و. پاک خدای دې دسپيڅلوپه ډله کي وشمېري (آمين). کورنۍ اودوستانوته يې تسليت وړاندي کوم .
محمدمعصوم هوتک
اوکويل ــ کاناډا
١٨جون ٢٠٠٧ع
دنامتو فرهنګي شخصيت ارواښاد سيداګل غريبيار پر مړينه دساپي دپښتو
څېړنواو پراختيامرکز دخواشينۍ پيغام .
په ډېرې خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې نامتو فرهنګي شخصيت سيد اګل غ
يبيار په جلال آبا د کښې په ناڅاپي توګه له دې نړۍ کوچېدلى دساپي دپښتو څېړنو او پراختيامرکز مشرتابه دارواښاد
سيداګل غريبيار مړينه دپښتو ادب اوفرهنګ لپاره ستر تاوان گڼي اودنوموړي کورنۍ سره په دې لوى غم کښې ځان شريک
بولي ،الله دى دنوموړي کورنۍ ته جميل صبر او ارواښاد ته دې دفردوس جنت ورپه برخه کړي .
اروا يې ښاده .
د هیواد د کولتوري شخصیت ارواښاد سیداګل غریبیار په مړېنه «د افغانستان له پاره
د واک فونډېشن » پیغام
د ارواښاد سیداګل غریبیار مړېنه د پښتو ژبې او ادب له پاره غټه ضایعه ده. لوی خدای
(ج) دې هغوی ته جنتونه او د هغوی درنې کورنۍ ته د زړه صبر ورکړي.
انجنیر محمد انعام واک ( ناروې )
له کابل څخه د فضل غني حقمل د خواشينۍ پيغام
په ډیرې خواشینۍ سره مې خبرترلاسه کړچې دهیوادیوپیاوړی اونامتوفرهنګي شخصیت سیداګل غریب یا
دورپېښې ناروغۍ له امله په حق ورسید انالله واناالیه راجعون
په ریښتیاهم چې مرحوم غریب یا
دپښتوژبې اوفرهنګ لپاره نه ستړیدونکې هلې ځلې کړي
اوپه دې برخه کې یې ډیرڅه پرې اېښي
پاک خدای دې مرحوم غریب
یارته جنتونه ورکړي
زه دهغه له کورنی سره په دغه ویرکې ځان شریک بولم اوکورنۍ ته یې دلوی خدای له دربارڅخه
دجمیل صبرغوښتنه کوم
دمرحوم سیداګل غریب یارمړېنه د پښتو ژبې او ادب له پاره یوه ستره ضایعه ده .
جغتو ادبي او کلتور بهیر د ارواښاد سیداګل غریب یار په مړینه خواشیني څ
ګندوي
مرګیه بلې خواته لاړ شه تا مو ریبلي په زرګونو زیړ ګ
ونه
د وردګو د ولایت د جغتو ادبي او کلتوري بهیر د هیواد د وتلي لیکوال، کلتوري او سیاسي شخصیت ارواښاد
سیداګل غریب یار په مړینه ژور خفګان څرګندوي د اوراښاد کورنۍ او د افغانستان ټول فرهنګي یون ته د دې سترې ضایعې
ه امله د تسلیت مراتب څرګندوي.
ارواښاد سیداګل غریبیار د خپلو کلتوري هڅو په نتیجه کې د ګڼو ګټوور کتابونو
د لیکلو ویاړ هم لري چې افغان ولس ته یې په میراث پریښودل او تر ډیره وخته به یې د اغیزمنو آثارو لوستونکي په
دعاګانو سره پالي او د هغه روح ته به یې ډالۍ کوي چې دغه ستره بریا هم له مړینې وروسته د یوه فرهنګي شخصیت لپاره
بس ده.
موږ یو ځل بیا د ارواښاد کورنۍ ته د تسلیت د مراتبو په وړاندې کولو او جمیل صبر په غوښتلو سره سره نوم
وړي ته د پاک خدای (ج) له دربار څخه د فردوس د جنت هیله من یو.
په درناوي
د جغتو مدني او کلتوري بهیر