په لندن کی د میشتو افغانانو لاریون اوپریکړه لیک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 12627
عبدالوهاب زهیر
دخبریدو نیټه : 2007-06-23

بسم الله الرحمن الرحیم
دلوى اومهربانه خداى په نامه

په درې وروستيولسيزوکې دافغانستان خلک ديوې نابرابري جګړې په پايله کې دخپل امن اوساتنې په موخه دنړى په رازرازهېوادونوکې ميشت شول.
دايران اسلامي جمهوريت هم يو له دې هېوادونونه دى چه افغانانو له بدې ورځې نه هلته پناه يوړه. البته موږنشو کولاى دافغانانوژوند يوازي دجګړي پر وخت په ايران کې وشمېرو۔ دافغانستان خلکو دايران داسلامي جمهوريت  نه وړاندي هم يوله بل سره ژورې دوستانه اړيکي درلودلي اودافغانستان خلک هغه وخت هيڅکله دکډوال په توګه تر زور اوظلم لاندي نه وو۔
له بده مرغه دايران د اسلامي جم هوريت د رامنځ ته کيدواوپه افغانستان کي د جګړو زور اودکډوالو زياتوالى ورځ په ورځ پر افغان مظلومو مهاجرو تي ى اوازار ډيرشو.
 افغانانوچې دزياتومرستوهيله په اسلامي جمهوريت پوري تړلى وه، ګړي په ګړي په ناهيليو بد ېده اوپه پاى کې دامتل رشتيا شو چې وايې: بده ورځ ورورنه پېژني.
له بده مرغه چې دپرون ورځي دوستانو دافغانستان م هاجروروڼه چې دخپلي وينې نه ددوى دپاره ډډه نه کوله له ياده ايستل او څومره ژرافغاني بدبخته مهاجر دايران ددولت پر اوږو درانه شول. څوکاله کيږي چې دايران اسلامي جمهوريت کارکوونکوله ايرانه دافغانانو دپاکولو ډول وهلى دى. خو په دې ورځو کې دافغانانوپه زورايستلودډول اوازبيا راپورته کړى دي
 په تاسف سره دايران پولېس افغاني کډوال په هر ځاى کې نيسي ورسره بدچلند کوي بي سرپرسته يتيمان اوښځي په بې رحمى ،داسلامې اوانساني اصو وپرته په زورله ايرانه شړي. کډوال له لوړوپوړوودانيونوراغورځوي اوشهيدانوي. پوليس دافغاني کډوالوکورونوته له اجازې پرته ننوزي ښځي اوکوچنيان وهي، زندانونواوياسرحد ته يې لېږي. دکلونه راهيسي هغه ځايونه چې دايران دو ت دافغاني مهاجرولپاره جوړکړي دي په ويره وونکو زندانونوبدل شوې دي چې دهغوى ياد دهرمهاجر پر بدن ويښته جګ د وي. طل سيا،سنګ سفيد او عسکراباد هغه پنډغالي دي چه افغاني مهاجرين له هغه پنډغالونه لکه زندزن ويره ونکي خاطرې لري. ظلم اوازار چې په دې پنډغالوکې دايراني پوليسو له خواپر افغاني مهاجرو تېريږي، يوازى به دوخت تاريخ پرهغه قضاوت وکړي.
افغانان په هيڅ يوه دوره کې دهيڅ يوه همسايه هيواد په ځانګړې توګه له ايران سره  دزورازم وينې اومنفي حرکتونو غوښتونکي نه وو.
ولې موږدايران ددولت داظالمانه حرکت دافغان دمهاجرو سره هک پک کړي يو چې ولى ايران ددوو هېوادونود ليري والي په لټه کي دى؟ دايران ددولت ناوړه عمل دافغاني مهاجرو سره څه شي غواړي ؟  دايران دولت دافغان مهاجروپه زورايستلو اووژلوکي به څه ګټه ترلاسه کوي؟ ايادايران دولت په دې دول غواړي دافغانستان دولت تر فشارلاندي ونيسي؟ دولتونه خوځي اماخلک پاتيږي؟
که کله په هېواد کې سوله ټينګه شوه خو حتم ا به راشي نودافغانستان خلک اوملت به دايران څخه ډول تصويرو لري؟ اوهرراګرځېدونکى کډوال به له ايرانه کوم سوغات له ځانه سره راوړي؟ خو دداډول لېږلواوشړلوسوغات به يوازي له اه اونفرته بل شى نه وي. خو دايران دولت به ددي دواړوملتونود نفرتونو جواب ورکوونکى وي۔
موږ په بريتانياکي اوسيدونکي افغانان په داسي حال کې چې داي ان ددولت بېځايه زوراوفشار دافغانستان پر بې دفاع مهاجروغندو دايران ددولت، نړيوالو ټولنو اوحقوقي موسسو نه څو هيلي لرو:

۱-  دايران دولت داسلام پاک دين ته په درناوي، دملګروملتونومنشور،دبشر دحقوقوسازمان اودبشردحقوقو مستقل کميسيون داصولو په رعايت سره دافغاني مهاجروله بي رحمانه وژنو اوپرله پسې ربړولولاس واخلي اودهغه شهيدانو قاتلين چې دپوليسو له خوادلوړوپوروودانيو راغورځول شوي دي اوپه شهادت رسيدلي دي دافغانستان خلکواوعادلانه محکمې ته ور وپيژني.

۲-دايران دولت مجبور دى چې دافغاني مهاجرو مالونه چې دوت و په وخت کې پاته شوي دي اودپوليسو له خواضبط شوې دي بيرته خپلو خاوندانو ته وسپاري.

۳- دايران دولت دي م جبور شي چې دټولوهغه ربړونولکه برق ورکول، په چت راځړول اوپه لس هاوو شکنجو چې دطل سيا،سنګ سفيد اوعسکراباد په پنډغالو کې يې افغاني مهاجروته ورکړي دي روښانه کړي اوقربانيانوته دي تاوان ورکړي.

۴- دايران دولت څوځلي دافغانستان پر بي دفاع مهاجرودظلم اوتيري له امله دافغانستان دخلکوزړه ته توان رسولې دى،او په مي يونوافغانان يې په ټوله نړى کې پرېشانه کړي دي هرومرو دي دافغاستان دخلکو اوپه ځانګړې توګه دافغان مهاجروڅخه بخښنه وغواړي.

۵- دايران دولت دي پرته له شرطه کوم افغاني مهاجرچې په رازراز بهانو په زندانونوکې اچولي دي ډير ژرخوشي کړي اوپه زرونو نور مهاجر چې ورک دي معلومات ورکړي.

۶- دملګرو ملتونو دکډوالو عالي کميسا ى دي په څرګنده توګه پربي دفاع افغان مهاجرو دايران دپوليسو جنايات محکوم کړي۔

۷- دملګرو ملتونو سازمان دي دايران څخه دايستل شوو مهاجرو له پاره په افغانستان کې دځاي پر ځاى کولوامکانات برابرکړي.

۸- دملګروم تونو سازمان بايد دايران ددولت وحشي عمل پر افغانې مهاجرو وغندي اوبې ګناه افغانې بنديان دې خوشي کړي اودز هاوو ورکو مهاجرو دسرنوشت په معلومولو کې دې مرسته اوجدي عمل وکړي ۔

۹- ديونسکو اودنړيوالو موسسو نه هيله کيږي چې دافغانستان هغه پخواني اوتاريخي اٽار چې دافغانستان په کورنيو جګړوکې ايران ته قاچاق شوي دى دبي ته اخيستلوپه لاره کې عملي ګامونه واخلي اومرسته ورسوي۔

۱۰- دملګروملتونو نه هيله کيږي چې دايران دهر ول منفي لاسوهنې مخنيوى وکړي ترڅو په افغانستان کې ٽبات او امنيت تل پاتي شي۔

په پا ي کي موږ ددواړوم تونوتر منځ هرډول خشونت اوبيلوالى  رددوو اوددواړوملتونو سرلوړي غواړو

په بريتانياکي داوسيدونکوافغانانودلاريون کونکو له خوا۔
لندن ، د شنبی ورځ، د جون ۲۳ کال ۲۰۰۷